درې مياشتې کېږي چې تخار امنيه قوماندان نه لري

0 535

سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې څه باندې درې مياشتې پوره کېږي چې تخار امنيه قوماندان نه لري او له همدې امله په ولايت کې نه يوازې امنيتي حالت ورځ تر بلې تر بدو بترېږي، بلکې خپل‌سرۍ، سر زورۍ او کشالې هم هر نن، تر پرون ډېرېږي.

د امنيه قوماندان د نه‌شتون له امله په تخار کې د پوليسو ليکې تر ډېرې اندازې پورې خرابې شوې او ګډوډۍ هم په‌کې ډېرې شوې دي.

سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، دومره ډېره موده د قوماندان نه شتون د ولايت هغه سيمې هم له له ګواښ سره مخ کړې دي چې پخوا ارامې وې.
پوليس د سيمه‌يزو زورور او ښکرورو تر اغېز لاندې شوي دي او اوس په خپلو ليکو او صفونو کې د خدمت پر ځای، د زورورو چوپړ وهي.

له تخاره باوري سرچينو سرخط ته ويلي دي چې يوازې په مرکز کې د جنرال داوود داوود اوښي، وکيل عبدالباقي ملک‌زاده او د امنيه قوماندانۍ د استخباراتو پخواني امر حاجي ابراهيم پوليس په منځ دوه ځايه کړي دي او د خپلو ګټو له‌پاره يې کاروي.

دوی دواړه د پوليسو امکانات په ولسواليو کې د خپلو نامسووله وسله‌والو له‌پاره کاروي او په دې سربېره يې په مرکز کې دننه د پوليسو قوماندانان د يوه او بل وينو ته تږي کړي دي.

بده خبره لا دا ده چې دغه دواړه ښاغلي له پوليسو څخه د مخدره موادو په قاچاق کې کار اخلي او په ډاډه زړه خپلو هدفونو ته ځان رسوي.

سرخط ته په لاس ورغلي مالومات ښيي چې څه باندې مياشت وړاندې کورنيو چارو وزارت د دې پر ځای چې تخار ته امنيه قوماندان ولېږي، د ډګروال نظام الدين غوري په نامه يو کس يې د مخکېني ناکاره امنيت امر جهانګير کرامت پر ځای تخار ته معرفي کړ، خو ايله اوس غوري له جهانګير څخه د خپلې چوکۍ په نيولو بريالی شوی، اما پر امنيه قوماندانۍ لا هم د جهانګير دم چلېږي.

د همدې ګډوډيو له امله د امنيه قوماندانۍ ټولې چارې بې‌سوره شوې دي او حتا د پوليسو رنجر موټرونه اوس تمامه ورځ او ټوله شپه د سيمه‌يزو زورورو او ښکرورو په چوپړ کې چلېږي.

سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، تر ټولو بده خبره لا دا ده چې د زورورو لاس د قوماندانۍ د وسلو تر ډېپو پورې رسېدلي دي او د پوليسو پرېمانه وسلې د زورورو د نفرو لاس ته لوېدلې دي.

په سيمه کې ځينو امنيتي سرچينو سرخط ته ويلي دي چې په دې سربېره، د پوليسو عمليات هم د ګډوډيو ښکار شوي دي او اوس هر سړی يوازې له خپله سره د اور مړه کولو په هڅو بوخت دی.

په تخار کې د روانو ګډوډيو يوه لويه برخه د ابراهيم بېګزاد د نفرو له لاسه جوړه ده.
حاجي ابراهيم بېګزاد د بدخشان د والي ورور دی او سره له دې چې ګوښه شوی و، لا هم پر خپله څوکۍ ناست دی او اور لړي.

دی نه د کورنيو چارو وزارت له دندې شړلای شي او نه دی تر ځان د لوړو چارواکيو په خبره، خواهش او فرمايش پسې سر ګرځوي.

د سرچينو په خبره، بېګزاد په تخار کې قوي مافيايي کړۍ لري چې وسلې او مخدره مواد له يوې سيمې بلې ته قاچاقوي او په دې سربېره، د نامسووله وسله‌والو څو داړې هم لري چې درسته سيمه او د خلکو ژوند يې له ګواښ سره مخ کړی دی.

دی دومره ښکرور دی چې مخکېني امنيه قوماندان هم د ده د خپل‌سريو او له دې امله چې ده د هيچا امر نه مانه، خپله چوکۍ خوشې کړه.

اوس اندېښنې دا دي چې که د کورنيو چارو وزارت ژر اقدام و نه کړي، هلته د شته زورورو ښکرونه مات نه کړي او يو قوي کس د امنيه قوماندان په توګه تخار ته و نه لېږي، حالت به تر بدو بتر شي او بيا به د هغه ځای امنيتي ارګانونه په خپلو کې لکه د ګور چينجې خوري، ترهګر به يې په اسانۍ وژني او ولايت به له مقاومته پرته سقوط کوي.

په تخار کې د روانو ګډوډيو او خپل‌سريو په لړ کې څو شپې وړاندې د ضابط بريالي په نامه د سيمې يوه زورور د نشې په حال کې ناتار ډزې کولې، خو کله چې پوليس ورغلل، هلته يې نه يوازې د ښاغلي په لاس کې توپک وليد، بلکې د ناقانونه وسلو يوه سمه ذخيره په لاس ورغله.
په دغه ذخيره کې درويشت ميله کلاشينکوفونه، شپاړس دره‌يي تمانچې، څلور چره‌يي توپکونه، دوه راکېټونه، يوه پيکا، دوه د پوليسو رنجره، يو موټرسکايل، د ولسي جرګې څلور نمبر پلېټونه او پرېمانه مرمۍ د پوليسو لاس ته ورغلې دي.

ضابط بريالی د ولسي جرګې د وکيل عبدالباقي ملک‌زاده سړی دی او له ورسره نيول شويو نمبر پلېټونو څخه يې په قاچاق کې کار اخيست.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply