عطا محمد نور له چتې وتلې

0 718

 

عطا محمد نور له چتې وتلې

د عطامحمد نور د موضوع ځنډول او هره ورځ د نوموړي غیرمسوولانه څرګندونې د حکومت په اړه د خلکو ذهنیت خرابوي او همدارنګه د قانون پر حاکمیت د خلکو باور کموي، ځکه چې هغه بېخي له چتې وتلی دی، نو د دې لپاره حتمي ده چې دغه موضوع ژر تر ژره یو طرفه شي.

په دې برخه کې نور نرمښت او زغم هېواد، ولس او حکومتولۍ ته د ګټې پرځای تاوان پېښوي. ځکه په افغانستان کې یوازې عطا محمد نور نه دی، بلکې د ده په څېر په هر ولایت کې لسګونه زورواکان څک غوږونه ناست دي.

هغوی په ډېره دقت ننداره کوي او خپل برخلیک په عطا پورې تړلی بولي. هغوی فکر وایي که عطا محمد نور سره جوړجاړی وشي، نو دوی هم خوندي او ګټونکي دي، خو که چېرې حکومت له کوم جوړ جاړي پرته هغه کورته رخصت کړ، نو بیا دوی هم سل په سلو کې په خطر کې دي، نو حکومت ته ښایي چې د عطا محمد نور موضوع په یو طرفه کولو سره د زورواکانو ماتې سل په سلو کې حتمي کړي.

په دې کې شک نشته چې حکومت له حساس پړاو څخه تېرېږي، ځکه له یوې خوا امنیتي او دفاعي ځواکونه له ترهګرو سره په جګړه کې ښکېل دي، له بل لوري سیاسي ډلې ټپلې هره ورځ حکومت ته په بېلابېلو دسیسو جوړولو اخته دي. همدارنګه د بهرنیو ځینې داخلي لاسپوڅي د برېښنایي تذکرو د وېش مخه په دې پلمه ډب کوي، چې دوی افغانان نه دي او په تذکرو کې دې ورته د افغان کلیمه نه لیکل کېږي.

له بل لوري عطا محمد نور یوه ورځ د زور کارولو او وینو بهولو ګواښ کوي، بله ورځ وایي چې هیڅوک یې د لیرې کولو واک نه لري. بله ورځ دا هم وایي چې که پر وړاندې یې زور وکارول شي نو امنیتي او دفاعي ځواکونه به دوه پړکه شي.

کله بیا وایي چې د ده له لیرې کولو سره به داعش او طالب په بلخ کې ناامني جوړه او د خلکو ژوند تریخ کړي. کله بیا په مذاکراتو ټینګار کوي او حتی دا هم وایي چې یو څه به موږ نرم شو او یو څه دې حکومت نرمنښت وښیي او جوړ جاړي ته دې غاړه کېږدي.

د عطا محمد نور دغسې متزلزلې او مختلفې څرګندونې دا ښیي چې هغه پخه په زړه خوړلې چې واک یې اوبه شوی او قدرت یې له لاسه وتونکی دی، ځکه که یې څه په وس پوره وای نو لا د وخته به یې اقدام کړی وای، نو حکومت دې د هغه موضوع ته نور صبر نه کوي، بلکې ژر تر ژره دې د هغه ځایناستی رسماً معرفي کړي او د چارو واګې دې ورکړي.

حکومت ته ښایي چې د زوراکانو پر وړاندې له جدي اقدام څخه کار واخلي، ځکه دا خلک په نرمه او نیمه نه پوهېږي له دوی سره چې څومره له زغم او نرمۍ کار اخیستل کېږي، نو دوی یې ناسم تعبیروي، دوی فکر کوي چې حکومت یې پر وړاندې کمزوری دی او یا د اقدام کولو جرئت او صلاحیت نه لري.

دا ټولو ته څرګنده ده چې د عطا محمد نور تر شا نه یوازې دا چې ولسي ملاتړ نه دی موجود، بلکې ولس هره شیبه همدېته منتظر دی چې نوموړی او د هغه په څېر نور هغه افراد او اشخاص چې د ښې حکومتولۍ او د قانون د تامین پر وړاندې خنډونه ایجادوي، باید له دندو ګوښه او بې واکه شي.

 

محمد روښان ښاد

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply