فاطمیون؛ ایراني پلوه افغاني ملیشې /ضیاءالاسلام شېراني

0 1,425

په ایران کې د فاطمیون پوځي لېوا مسؤولینو له ایراني رسنیو سره په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د سوریې جګړه کې دوه زره افغانان وژل شوي او له اته زرو څخه زیات یې ټپیان شوي دي. فاطمیون چې خپله جګړه د ” سپېڅلو ځایونو د ساتنې جهاد بولي” او په وینا یې پرته له دې چې کومه پوله په پام کې ونیسي دوی به دا جګړه کوي، هغه لېوا ده چې ډیری جنګیالي یې د افغانستان شیعه مذهبه هزاره وګړي دي او تر دې دمه یې په زورګونه افغانان د سوریې، یمن او عراق جګړو ته د داعش پر ضد روزلي او لېږلي دي.

په ایران کې د دې فعالې وسله‌والې ډلې، یادې خطرناکې چارې د کور دننه په افغانستان کې له لومړي سره ډیر بحثونه راپورته کړي وو؛ خو دې بحثونو له هغې وروسته چې د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق په تهران کې یوې ناستې ته د وینا پر مهال د ټولو افغانانو په شمول د داعش خلاف د ایران په ملاتړ د جنګېدونکو وسله‌والو ستاینه وکړه، لا زور واخیست او په افغانستان کې یې رسمي او غیر رسمي توند غبرګونونه راوپارول.

د محقق دا څرګندونې ولسمشرۍ ماڼۍ، اجرائیه ریاست، د افغانستان ملي شورا او ګڼ شمېر سیاستوالو رد کړې او ټینګار یې وکړ چې دا د افغانستان د حکومت او خلکو دریځ نه دی. ډیری افغانان له دې اندېښنه لري چې د ایران له لوري د نورو هېوادونو په نیابتي جګړو د افغانانو جنګول به ددې لامل شي چې افغانستان هم په دې اور وسوځي.

فاطمیون څوک دي؟

په ایران کې د واک په ګدۍ ناست اوسني آخوندان ځانونه په نړۍ کې د شیعه مذهبو مسلمانانو د ټولو نظریاتو صادرونکي، مشران او مدافعین ګڼې. ایران په نورو هېوادونو کې د خپلو نیابتي جګړو د مخته وړلو لپاره مختلفې وسله‌والې ډلې جوړې کړې دي، دا ډلې په مجموع کې د “مدافعین حرم” په نوم یادیږي چې یوه یې هم “فاطمیون” یا “لشکر فاطمیون” ده.

فاطمیون د افغان شیعه مذهبو څخه جوړه شوې پوځي ډله ده چې د ایران سپاه پاسداران له لوري په مستقیمه توګه اکمال او حمایه کیږي. د شته معلوماتو له مخې یادې پوځي ډلې د “لشکر فاطمیون” تر عنوان لاندې په ۱۳۹۰ هـ ش کال کې خپل موجودیت رسمي اعلان کړ، چې بنسټ ایښودونکی یې هم علي رضا توسلي مشهور په ابوحامد، ګڼل کیږي او په ۱۳۹۳ هـ ش کال کې وژل شوی دی.

د فاطمیون لښکر وسله‌وال په افغانستان کې د ایراني اخوندانو په پوره اکمال او خوښه د شوروي اتحاد د ځواکونو او طالبانو پرضد هم جنګېدلي دي؛ خو اوس مهال په سوریه، عراق، لبنان او یمن کې د شیعه مذهبو په ملاتړ له نورو وسله‌والو ډلو سره په جګړه بوخت دي.

د دې ډلې لپاره د افغانستان دننه، ایران او سوریه کې مېشت شیعه مذهبي افغانان په ایران کې د اقامې ترلاسه کولو، میاشتني معاش او نورو امکاناتو په بدل کې د “سپاه قدس” له لوري د “فاطمینون لښکر” لپاره جذبیږي. داسې هم ویل کیږي چې په دوی کې یوه برخه د لبنان له حزب‌الله سره بوخت دي او له کابل او نورو ولایتونو هم د جګړو لپاره کسان جذبوي.

فاطمیون افغانستان ته یو ستر ګواښ

فاطمیون یا ایراني پلوه افغاني ملیشې چې د ایران سپاه پاسداران له لوري په نورو هېوادونو کې د دې هېواد په ملاتړ نیابتي جګړو کې جنګول کیږي، پر افغان جګړه او د افغانستان پر وضعیت هم په مستقیمه توګه اغیز لري.

په سوریه کې د واکمن بشارالاسد له لوري د اسلامپالو پاڅونونو ځپل، د دې لامل شول چې د نړۍ د نورو مسلمانانو په ګډون افغانان هم غبرګونونه وښیې. دا غبرګونونه د ټولنیزو رسنیو له لارې پر غندلو او لاریونونو پیل او بلاخره د دې لامل شول چې یو شمېر افغانان د بشارالاسد پر‌ضد او ملاتړ د جنګېدو په موخه سوریې ته ولاړ شي.

په عمومي توګه د بشار الاسد پر ملاتړ ډېری افغان شیعه وګړي سوریې ته تللې او د بشارالاسد پرضد یو شمېر افغان سُني وګړي هم په جګړو کې بوخت دي. که څه هم په سوریه کې په مجموعي ډول د افغان جنګیاليو شمېر دقیق معلوم نه دی؛ خو رسنيو د راپورو په اساس د سوريې په جګړه کې د جنګېدونکو افغان شیعه وګړي شمېر زرګونو تنو ته رسیږي چې اکثریت یې د “لشکر فاطمیون” وسله‌والې ډلې تر چتر لاندې فعالیت کوي.

په سوریه او نورو هېوادونو کې د پردیو د ګټو لپاره د افغانانو وینه تویول، له یوې خوا په نیابتي جګړو کې د افغانستان ښکېلتیا په ډاګه کوي چې دا چاره به تر ډېره د افغانستان او عربي نړۍ هېوادونو پر اړېکو منفي اغېز وکړي او له بلې‌خوا د پردیو د ګټو لپاره دا ډول وینه تویونه په ښکاره توګه د افغانستان پر امنیتي وضعیت بد اغیز کولی شي.

په دې تړاو څو ټکي د پام وړ دي. لومړۍ؛ که چېرې افغان شیعه مذهبي سوریې او نورو هېوادونو ته په عقیدوي لحاظ د شیعه مذهبو په ملاتړ تللې وي، پرته له شکه په مذهبي لحاظ ستر افراطيان ترې جوړېږي او افغانستان ته د دې ډول کسانو بیا راګرځېدل، له ځان سره دا خطر هم لري چې له افغان سُني مذهبو سره به یې ټکر راځي او همدا ټکر به مذهبي جکړو ته لار هواره کړي.

دویم؛ که چېرې دا کسان د پیسو په خاطر تللي وي، نو بیا یې هم راتګ افغانستان ته ستر سرخوږی دی، ځکه دوی د ټوپک له میله روزي پیدا کولو باندې عادت شوي، ښایې دلته هم همدا ټوپک د روزي پیدا کولو لپاره وکاروي چې پایله به یې تر ډیره د داخلي اختلافاتو او شخړو رامنځته کول وي.

درېیم؛ که ایران یادې ډلې د سوریې د جګړې له پای ته رسیدو بیرته را ستنې کړي، منحلېدل خو یې ډیر ناشوني ښکاري؛ خو د افغانستان په ګډون به یې ځینې هغو سیمو ته چې دی له خپل ستر رقیب، سعودي عربستان سره په کې ښکر په ښکر دی، شاید ولیږي. له دې سره نو افغانستان ته د ایراني نظام د ایډیالوژۍ په ملاتړ د یادو ډلو راتګ، هم افغانستان ته یو ګواښ کېدای شي.

له دې ټولو ورهاخوا په اوس مهال کې په سوریه، عراق او یمن کې فاطمیون وسله‌وال په مستقیمه توګه له داعش ډلې سره په جګړه بوخت دي، همدا جګړه د دې لامل شوې چې داعش ډله د افغانستان دننه خپل برېدونه زیات کړي او د ډیری بریدونو موخه یې په افغانستان کې شیعه مذهبي دي.

افغان دولت دې فاطمیون جدي ګواښ وګڼي!

د ایران له لوري د سوریې او نورو هېوادونو جګړو ته د افغانانو د لیږلو په اړه وخت ناوخت نړیوالې او سیمه ییزې رسنۍ رپوټونه خپروي. یادو رپوټونو کې ویل کیږي چې یو شمېر افغانان د بې وزلۍ او مذهبي دلایلو له امله د ایران واکمن نظام په پلوۍ په مختلفو هېوادونو کې جنګېږي.

په دې اړه د بشري حقونو د څار ډلې هم په خپل خپاره شوې راپور (۹ میزان ۱۳۹۶ هـ ش) کې ویلي و چې دایران سپاه پاسداران ډله هغه افغان زلمیان چې عمرونه یې له ۱۵ کلونو کم دي د سوریې جګړې ته لیږي.

د ایران واکمن نظام له لوري سوریې یا بل هېواد ته د افغان وګړو لیږل یا هم هلته وژل کېدل کومه نوې خبره نه ده، دا چاره له کلونو راهیسي روانه ده او تر دې دمه ښایې زرګونه تنه پټ اوښکاره په کې وژل شوي او ټپیان شوي وي.

افغان حکومت د هر وخت په شان دا ځل هم د سوریې په جګړه کې د دوه زره افغانانو وژل کېدو د خبر خپرېدو په غبرګون کې چې تازه ایراني رسنیو خپور کړی، ویلي: “افغانستان په کور دننه او بهر د نیابتي جګړې مخالف دی او نور باید د افغانانو وینې د پردیو ګټو لپاره تویې نه شي”.

د یادې قضیې په اړه د افغان حکومت دا دول دریځ نه یوازې دا چې د ایران حکومت له لوري د دې چارې د مخنیوي سبب نه شي کېدای ، بلکې افغانستان به له سخت ګواښ سره هم مخ کړي.

افغان حکومت باید دا موضوع ډیره جدي ونیسي، له یوې خوا دې پر ایران د ډیپلوماټیکو هلو ځلو له لارې خپل او نړیوال فشار زیات کړي او له بلې خوادې هڅه وکړي چې هغه کسان تر سختې څارنې لاندې ونیسي چې په ښکاره د فاطمیون له وسله‌والو ملاتړ کوي او داسې ښکاري چې همدا کسان یې په افغانستان کې د جلب او جذب مسؤولیت هم پر غاړه لري. که نه یو وخت به افغانستان هم د سوریې په برخلیک اخته شي او هغه مهال بې یې کابو کول بیا یو ګران کار وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply