داسې ښکاري چې اوس خبره بربنډه شوه/ودان روښان

0 812

هغه چې وایي:«گوساله به زور میخ میجنبد »
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروفا د ولسمشر او د بلخ لرې کړای شوي والي ترمنځ وروستي کړکیچ په غبرګون کې ویلي چې:« زموږ محاسبه داده چې افغان حکومت د ۲۰۱۸ کال پارلماني او د ۲۰۱۹ کال ولسمشري ټاکنو په درشل کې متعادله کورنۍ کړنلاره ترلاس لاندې ونیسي او د ټولنې قطبي کېدو او قومونو او لږکیو حقونو نقض اجازه ورنه کړي »
دا لومړی ځل نه دی چې روسان په افغانستان کې د لږکیو مسله راپورته کوي بلکې د قومي تربګنیو او لږکیو لمسونې بنسټ همدغو روسانو په افغانستان کې ایښی. روسانو پر افغانستان له تیري مخکې دغلته د قومي کرکې زړي کرلي وو ان په روسیه کې د بلشویکي انقلاب په همغو لومړیو کې یې د بسمچي زرګونو یاغیانو او کډوالو په ډلو کې خپل جاسوسان افغانستان رالېږلي وو. هغه کسان چې وروسته یې د کمونیستي ستمیانو او جمعیتي ستمیانو ډلو لارښوونه کړې د ټولو پلرونه د روسانو په لارښوونه له اموسینده راپورې وتلي وو له بده مرغه هغه وخت افغان چارواکو دا نه وه ګڼلې چې یو وخت به د دوی په اصطلاح دغه مسلمان ورونه چې خپله د خولې مړۍ یې د اسلام په نوم ورسره نیمایي کړې وه په دغه هېواد کې شرجوړوي. یوه ښکاره بېلګه یې برهان الدین رباني دی. د برهان الدین ربانۍ کورنۍ په ۱۹۲۰کال کې له سمرقنده بدخشان ولایت ته راغلې ده ( ۱). ډېر دغه کسان ان د محمد داوود خان او بیا د ببرک کارمل په واکمنۍ کې تروزارتونو رسیدلي وو. د بېلګې په توګه د داوود خان او ببرک کارمل د واکمنۍ د سوداګرۍ وزیر محمد خان جلالر او د ببرک کارمل د واکمنۍ عدلیې وزیر بشیر بغلانی او ځینې نور په همدغو بسمچیانو کې راغلي کسان دي چې وروسته ستمي مشران ترې جوړ شوي. که وکتل شي لطیف پدرام، محبوب الله کوشاني، عنایت الله شهراني، نظیف شهراني او نور چې په کور دیننه او بهر کې د فدرالیزم او سورې او کوکې وهي د ټولو کورنۍ د امو له هغې غاړې راپورې وتلي دي. پر افغانشتان د شوروي سره پوځ یرغل په همدې موخه وشو چې دلته ډېرکي په لږه کي بدل او خپلې واکمنۍ ته لار اواره کړي، نو ځکه یې د پښتنو مینې له یوې مخې بمباري کړې او اوسېدونکي یې په ډله ییزه توګه ووژل. له بله پلوه روسانو په افغانستان کې د قومونو پرځای د ملیتونو اصطلاح دود کړه او پرخپل ټول توان یې هڅه وکړه چې په دولتي اډانه کې انډول د لږکیو په ګټه بدل کړي. خو روسان ان له شرمېدلې ماتې او د پخواني شوروي له ټوټه کېدو وروسته هم له خپلې موخې تېر نه شول چې له خپلو مجاهد ډوله پروتوکولي لاسپوڅو سره یې زاړه او نوې اړېکې له هیچا نه دي پټې. په دغه ځای کې غواړم پر افغانستان د سره یرغلګر پوځ جنرال مایوروف یادونو« په افغانستان کې رښتیا په څه تېرېدل؟» کتاب ژباړن داوود جنبش د سریزې څو کرښې کټ مټ دلته راوړم. ښاغلی جنبش چې د ډاکتر نجیب الله حکومت له ړنګېدو وروسته او د تنظیمي انډوخر پرمهال په مسکو کې د بي بي سي خبریال و لیکي « زه د جنرال دوستم کتنې ته له روسي پارلماني پلاوي یوځای له مزار شریف نه خوځېدلی وم تشریفاتي موټرې په مېلمنو ډکې وې او دجنرال دوستم ویاند تورن جنرال محمدیوسف له ما وغوښتل چې له هغه سره یو ځای په مزار شریف کې د روسیې د قونسلګرۍ په دیپلوماتیک موټر کې کینم ومې منله. یوسف خان د چلونکي ترڅنګ کیناست چې وروسته جوته شوه د روسیې قونسل شیف چینکه مرستیال دی. پرلاره د افغانستان د کورنۍ شخړې څېړنه روانه وه، روس دیپلومات په دې ګومان چې زه په روسي نه پوهېږم جنرال یوسف سره بې پردې غږېده.
– طالبان کابل ته نږدې شوي او که دهغه په نیولو بریالي شي نو بیا ستاسې لوری هم له خطر سره مخ کېږي.
– جنرال یوسف په احتیاط ځواب ورکړ :
– نه موږ له طالبانو سره همکاري لرو.
– ددې پرځای باید له کابل سره همکارۍ وکړﺉ چې د طالبانو مخه بنده شي.
– له کابل سره مو همکاري یو ځل ازمایلې ده…
– خبره په ازمیښت کې نه ده، ګډې ګټې مهمې دي
– اوس زموږ ګټې له هغوی سره ګډې نه دي.
– له طالبانو سره ګډې دي څه؟
جنرال یوسف زړه نازړه و:
– نه شم ویلی …
– خو طالبانه پښتانه دي.
– پوهېږم چې ډېر یې پښتانه دي.
– د ظاهر شا پر وخت مو پر شمال د پښتنو ظلم هېر کړی چې بیا له هغوی سره نږدې کېږﺉ.
– جنرال یوسف ماته وکتل او بیا یې په ځانګړي تاکید وویل:
– موږ ټول یو ملت یو.
– خو په اوسني پړاو کې د ناپښتنو ګټې د پښتنو په وړاندې د هغوی یووالی غواړي.
خو ترهغو چې جنرال یوسف ځان ځواب ته جوړاوه زما(جنبش)د صبر کاسه نسکوره شوې وه:
– ښاغلی دیپلومات! دا جګړه د افغانستان د ورونو قامونو نه ده، دهغوی په نامه جوړو شویو ډلو ده او تاسې ته دا نه ښایي چې بیا یې له یو بل سره واچوﺉ.
– اوهو هو ته خو ښه روسي وایې له بیګا راهیسې درته ګورم چې دا څوک دی او ولې نه غږېږي؟ که لږ ځان راپېژنې!
– داوود جنبش …
– هه ، دا ته یې چې هره شپه د روسانو د پوځي لاسوهنې خبرونه خپروې!
– ماهیڅکله بې سنده او په لوی لاس ناسم خبر نه دی خپور کړی.
– ته په مسکو کې دېره یې؟
– هوـ
– چې داسې ده نو واوره هغه څه دې چې دلته واورېدل هېر یې کړه. دا د روسیې دولت نظر نه دی ‎هسې د زړه خواله وو، خو که چاته دې وویل په مسکو کې شپه نه شې تېرولی.
– زه خبریال یم او په ګواښونو که ډارېدلی دا لار مې نه نیوله.
– ما خو درته وویل ایسته دې خوښه خپله ده…. » (۲)
روسانو لاهم همدغه لوبه او دریځ ساتلې او یوه لویشت هم نه دې ترې پر شا شوي او په افغانستان کې د لږکیو او ډېرکیو مسله شاربي او د قومي اختلاف اور ته لمن وهي. همدا چې په ولسي جرګه کې معلوم الحاله څېرې د افغان له نوم سره حساسیت ښي دا د روسانو او د افغانستان بد نیته ګاونډیو د لاسوهنې ثبوت دی. اوس چې روسان د بلخ لرې کړای شوي والي عطامحمد نور په ملاتړ غږ پورته کوي له ښکاره او ډانګ پېیلې لاسوهنې پرته بل څه نه شي ګڼل کېدی او همدا چې عطا محمد نور نیغ نیغ کېږي او وایي چې هیڅوک یې له دندې نه شي لرې کولی همدا د روسانو د پیسو او وسلو ډاډ دی او هغه چې وایي:«گوساله به زور میخ میجنبد »
۱ ـ د تاجیکستان کورنۍ جګړه، ولفانګ ارفا ۲۷ مخ
۲ – په افغانستان کې رښتیا څه تېرېدل، سترجنرال الکساندر مایوروف – ح ، ط مخونه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply