کنګنا ته ډغرو تاوان وکړ

0 854

هغه متل خو به مو اورېدلی وي چې خپله ژبه هم کلا ده هم بلا. همداسې کانه د هندي سېنما پر مشهوره فلمي ستورې کنګنا رناوټ شوې ده.
د دې په اړه به مو تر دې وړاندې هم په سرخط کې لوستي وي چې سر و کال يې په جنجالو تېرېږي، کله يې هریتیک روشن راګرځولی وي، کله يې په کرن جوهر پسې خوله پرانيستې وي، خو تازه مالومات دا دي چې اوس ورته خپلې ډغرې په تاوان تمامې شوې دي.

هندوستان ټایمز لیکي، په هند کې د مېس کوین په نامه د دې مشهورې ستورې دې ډول څرګندونو اوس د هغې پر هنري ژوند ډېر منفي اغېز کړی او ان په فلمونو کې یې څوک په اسانه اخیستو ته زړه نه ښه کوي، په داسې حال کې چې وړاندې به یې د کور مخ ته د فلم جوړونکیو کتارونه ولاړ وو.
که څه هم کنګنا وايي، ورته د وړاندیزونو کمی نه دی محسوس شوی، خو پر ګټه او عاید یې ډېر منفي اغېز شوی دی.

دې دا هم ویلي، هیله لري چې د دې مبارزه رنګ راوړي او هغه ستورې چې نوې بالیووډ ته راځي په دې پوه شي چې ټولې ستونزې یوازې هغوی نه لري، بلکې د ډېرو پړه هلکان دي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply