د افغانستان بهرني فرصتونه او کورنۍ ننګونې

0 687

څلوېښت کلنو جنګونو ځپلي افغانستان ته په سیمه‌ییز او نړیوال میدان کې الله پاک بې‌ساري چانسونه او فرصتونه ور په برخه کړي او اوس یې د سیاسي لوبغاړيو نوبت دی چې له حالاتو د دغه مظلوم ولس په خیر ګټه ترې پورته کړي.
اسلام‌اباد او تهران ته واشنګټن داسې غورېږي او پرنجېږي چې له دواړو یې وار پار خطا کړي دي.
د افغانستان ختیځ ګاونډ کې د پاکستاني چارواکيو او سیاستوالو جادو بند شوی او ۲۰۰۰ میلیونه پاکستانیان یو ټرمپ تر دم او هودې لاندې نه‌شي راوستلای.
د سپینې ماڼۍ واکمن تورو پنجابیانو پسې د حساب کتابچه را اخیستې او د ۳۳۳ میلیارډه ډالرو حساب ترې غواړي.
په اسلام‌اباد کې د امریکا پخواني نازولي لا هم د ۱۹۸۰۰يمو کلونو په خوب ځنګېږي او له امریکایانو د مجبوریت په هیله یې له چین او روسیې سره نوې یارانې ته زړه ښه کړی.

بله‌خوا د افغانستان په لوېدیز کې ایران د نړۍ له یوه لوی سرټمبه سره غېږ ایستلو ته ځان تیاروي او په دې یې هم سرخلاص دی چې په دې نوې حلوا کې به یې ۳۲ غاښونه توی او پښې لاسونه به یې مات شي.
ایران له دې بزکشي پرته بله لار نه لري او پیل یې په کور دننه له خپلو خلکو سره له اخ او ډبه وکړ.
ایرانیان په سیمه کې له امریکا پرته نور سیالان هم لري چې د سعودي په مشرۍ عربان یې په هره بیه د اخوندانو وینو ته تږي دي.
ایران نه یوازې له سیاسي او اقتصادي بحران سره مخامخ دی، بلکې د ټولنیز بحران له اړخه د ګړنګ پر غاړه شپې سبا کوي.

ایران نه یوازې له امریکا سره لاس و ګرېوان دی، بلکې د وروستیو لاریونونو له برکته یې اروپايي ملګريو کې هم زړه نا زړه توب پیل شوی دی.
د افغانستان د شمال ټولو ګاونډیانو په لومړي ځل له افغانستان سره بې‌سارې همکاري او اقتصادي راکړې ورکړې ته غېږ پرانیستې او یوه له بله یو ګام وړاندې افغانستان ته ګام را اخلي.
ازبکستان له ۲۲ نیمو لسیزو وروسته په لومړي ځل له افغانستان څخه د وېرې پر ځای، سیاسي او اقتصادي همکاریو ته را مخې ته شوی دی او پر انرژي سربېره يې، په افغانستان کې د لویې پانګه‌ونې له‌پاره زړه ښه کړی چې د افغانستان د راتلونکې هوساینې او پرمختګ له‌پاره ښه زېری دی.
چین په سیمه کې د سترو اقتصادي پروژو د پلي کولو په درشل کې دی چې افغانستان یې هم د دوو مهمو لارو پر شا رګ پروت دی او تمه ده چې د چین د سیپیک پاکستانۍ لاره د ورېښمو د یوه کمربند او یوې لارې سره د افغانستان له لارې ونښلول شي.

چین په پاکستان کې د سیپیک په ۵۵ میلیارډه ډالري پروژه کې د افغانستان ور ګډول حتمي بولي او له دې اړخه اسلام‌اباد اړباسي چې له افغانستان سره اړیکې ښې کړي.
چین په دغه برخه کې د عینک د مسو کان ته پیاز په ګنډه وهلی او غواړي چې د مسو د دغه ستر کان د استخراج چارې په راتلونکيو کلونو کې پیل او خام توکي له سیپیک سړکه کابل ته په ورغځېدونکې لاره باندې واستوي.
افغانستان په ختیځ کې د پاکستان او په شمال کې د ازبکستان له لارې د چین سترو لارو ته ورنښلي.

په لېرې سیمه‌ییزه کچه هند او سعودي عربستان تر بل هر وخته ډېر له افغانستان سره سیاسي او اقتصادي همکاري ته لېواله دي.
یو یې د پاکستان سیال دی چې د افغانستان په تړاو سیاستونو کې نوی ډیلی تر اسلام‌اباد مخکې شو او ریاض له تهران سره په سیالۍ کې حالات په خپله ګټه روان کړي دي.
په نړیواله کچه امریکا تر بل هر وخت د افغانستان د سیاست ننګه کوي او د کابل پر سیمه‌ییزو سیالانو پاکستان او ایران یې د فشار بټنې ته زور ورکړی دی.
دا د افغانستان په تاریخ کې له ۲۰۰۱۱ وروسته ستر نړیوال او سیمه‌ییز فرصت دی چې د ډالري مرستو د دوام په خوا کې کابل ته یو ځل بیا په لاس ورغلی دی.
پر ارګ را چاپېر سیاستوال هڅه کوي چې له دغه ډول چانسونه اعظمي ګټه پورته او د افغانستان کړکېچ ته د پای ټکی کېږدي.

ولسمشر غني او نژدې ملګري یې هڅه کوي چې پر پاکستان فشار دومره زیات شي چې له کبله یې په افغانستان کې وسله‌وال طالبان د خبرو مېز ته راولي.
په واشنګټن کې واک ته رسېدلې کړۍ سره هم د کابل تماسونه خوندور شوي او هڅه کېږي چې د کابل او امریکا د ګډې جګړې تار پیدا او د درېدو مزی یې را کش کړي، خو په کور دننه افغان حکومت په بې‌ساري ډول له یو شمېر نویو ننګونو سره مخامخ کېدونکی دی.

د سیمه‌ییزو حکومتي چارواکيو د ګوښه کولو او ځای پر ځای کولو بهیر د ۲۰۱۴ له ورستیو راهیسې ستونزمن و، خو د بلخ والي ارګ د نظام د اعتبار او بې‌باورۍ له ننګونې سره مخامخ دېوال ته درولی.
د دغه دېوال نړول د ارګ د دېوالونو د ټینګیدو په مانا او استحکام یې د ښاغلي غني د ملي وحدت د حکومت د پښو د سستېدو او د وقار د غورځېدو په مانا دی.
په داسې حال کې چې ټول د ولسمشر د بهرني سیاست بري ته ګوته په غاښ او نړیوال حالات د افغانستان په ګټه بولي، خو د هرې ورځې په تېرېدو سره د کورنیو لانجو غوټې زیاتېږي او ډېر څه قومي رنګ خپلوي.

د افغانستان د ملي هویت مسله یا په تذکرو کې د افغان کلیمه د یو شمېر کسانو له‌خوا په لوی لاس لانجمنه کړای شوه او هغو چې دغه ملي مسله یې سړک ته را ووایسته یو شمېر نور مجبوره کړل چې په مخالفت کې یې صف جوړ او افغانستان یې د تاریخ پر داسې ګړنګ درولی چې کېدای شي، راتلونکي نسلونه یې د سیاسي او ټولنیز زیان له اړخه دغه نسل ته د ښېرا خوله خلاصه کړي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply