سیګار؛ په یوه رغنیز پروګرام کې سلګونه میلیون ډالر ضایع شوي

0 1,033

سیګار یا د افغانستان بیا رغونې د څار امریکايي بنسټ وايي، په افغانستان کې د امریکا د دفاع وزارت د بیارغونې د یو پروګرام په ترڅ کې سلګونه میلیونه ډالر ضایع شوي دي.
د کاروبار او ثبات د عملیاتو د ماموریت په نوم دا پروګرام د ۲۰۱۰ کال څخه تر ۲۰۱۴ میلادي کال پورې د امریکا د دفاع د وزارت په چوکاټ کې پر مخ بیول کېده چې هدف یې په افغانستان کې له پوځي عملیاتو سره هم‎مهاله اقتصادي او انکشافي وده وه چې د امریکا کانګرېس ورته ۸۲۳ میلیونه ډالر منلي و.
سیګار زیاتوي، له دې پيسو څخه ۶۷۵ میلیونه ډالر په داسې پروژو لګول شوي چې ډېرې یې د امنیتي اندېښنو، خرابو طرحو او نورو ستوتزو له کبله نیمګړې پرېښودل شوې.
سیګار لیکي، د دې څلور کلن پروګرام په ترڅ کې د هغو ۳۱۶ میلیونو ډالرو څخه چې په مستیقمه توګه په افغانستان کې د بیارغونې د پروژو پر قراردادونو لګیدلي، یوازې ۲۲ فیصده یې چې ۷۰ میلیونه ډالر کېږي، پر داسې پروژو لګول شوي چې په بشپړه توګه پر معیارونو برابرې او سپارنې ته چمتو وې.
پاتې څه باندې ۲۴۶ میلیونه ډالر یې چې په مستقیمه توګه د لګول شویو پیسو په سلو کې ۷۸ برخه جوړوي، پر داسې پروژو لګول شوي چې یا نیمګړې او یا هم په بشپړه توګه کارولو ته چمتو نه ‎وې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply