د ملي امنیتي ځواکونو پرمختګ/محمد بشیر یوسفزوی

0 576

سره له دې چې روان (۱۳۹۶ )کال د افغانانو لپاره خونړی کال و، ځکه د افغانستان دښمنانو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ترهګریزو بریدونو او چاودنو په ترسره کولو سره زموږ هېوادوالو ته د سر او مال زیانونه واړول، خو د ستونزو باوجود په امنیتي برخه کې د مهمو پرمختګونو کال هم و.

سږنی کال هم د تمویل او تجهیز او هم د تحرک او د جنګ په جبهه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د بریاوو او پرمختګونو کال وو. که تېر کال دا وخت له اوس سره مقایسه شي، نو په اطمینان سره ویلای شو چې د افغانستان دفاعي ـ امنیتي قوتونه په ډېر بهتره حالت کې دي.

تېر کال دا وخت د دښمن فشار زیات و او د هېواد په بېلابېلو برخو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې جنګېدل، خو اوس خبره برعکس ده، ځکه چې د افغانستان دښمنان، ترهګرې ډلې، ګروپونه او د هغوی ملاتړي تر سخت فشار لاندې دي او دا مثبت تغییر به تر هغو ادامه ولري چې طالبان سولې ته غاړه کېږدي او د هغوی ملاتړي د تروریستانو له روزنې، پالنې او ملاتړ څخه لاس واخلي.

په روان کال کې زموږ دفاعي ـ امنیتي ادارې په دې وتوانېدې چې هم د افغانستان له دښمنانو سره په مېړانه جنګ او مبارزه وکړي او هم په خپلو اړوندو ادارو کې اصلاحات راولي. په نړۍ کې داسې مثالونه ډېر کم دي چې په یو وخت کې دې د جنګ په حالت کې په اړوندو ادارو کې عمیق اصلاحات راشي، خو زموږ اړوندې ادارې وتوانېدې چې حتی د جنرالانو په سویه کسان هم چې په فساد کې یې لاس و، عدلي، قضایي ارګانونو ته معرفي کړي. همدا سږ کال زموږ خاص قوتونه دوه برابره شول او هوایي قواوې به مو هم درې برابره شي.

د افغانستان دښمنان چې زموږ له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه په وېره کې دي او له هغوی سره د مخامخېدو همت او جرئت نه لري، نو ځکه یې سږکال په ښارونو، جوماتونو، تکایاو، لویو لارو او عامه تاسیساتو کې زموږ ملکي هېوادوال په نښه کړل او پر هغوی د مرګونو بریدونو د ترسره کولو له لارې یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې د خپلې ماتې د پټولو ناکامه هڅې وکړې.

افغانستان په روان کال کې په امنیتي ادارو کې ډېر مهم ساختاري اصلاحات هم لرل. د جنګ د لا ښه مدیریت او د افغانستان د دښمنانو د ځپلو په موخه سرحدي قواوې له کورنیو چارو وزارت څخه انتقال او له دفاع وزارت سره یو ځای شوې او نظم عامه به هم د دفاع وزارت برخه شي او په دې ډول به داخله وزارت او پولیس په خپل اصلي کار چې د قانون حاکمیت دی، متمرکز شي.

لنډه دا چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه ورځ تر بلې له مسلکي پلوه غښتلي او په نویو وسلو سنبالېږي. پیاوړي امنیتي ځواکونه د هېواد د دفاع، د دښمنانو د ځپلو، د قانون د حاکمیت او د هېواد د پرمختګ لامل کېږي.

زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړتیا د خلکو پام ور اړولی او پر هغوی د خلکو باور زیات شوی دی، څومره چې د خلکو باور او ملاتړ زیاتېږي، نو همغومره امنیتي او دفاعي ځواکونه لا پیاوړي او غښتلي کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply