په هر واده کې د «مالک جانه مالک جانه» سندره /ودان روښان

0 845

خدای مې دې غاړې نه بندوي پنځه یا شپږ کلن ماشوم به وم چې زموږ د یو کليوال په واده کې یې سیل راووستلی و، هغه دا چې اوس خو په ودونو کې د موسيقي ډلې داسې سازونه غږي چې د یوې اونۍ له پاره واده ته دوربلل شوي میلمه غوږونه کڼوي خو پخوا به ځینو کسانو یانې ټولو نه په ودونو کې د سیمه ییزو سازیانو ډله راوستله هغه ته به خلکو سیل ویلي پلاني په واده سیل راوستلی و یا یې ساز راوستلی و. دغه سیل ته به له ډېرو لرې کلیو ان دوساعته په پلي مزل ځوانان تلل. ترډېره به ځوانان د کورنیو له مشرانو پټ سیل ته تلل او له نیمې شپې وروسته به بېرته خپلو کورونو ته ستنېدل هغه هم په پټه. د سیل کیسه به پرېږدم خو د خپل کلي هغه واده ته به راوګرځم چې پیل کې مې یې خبره وکړه، هغه داسې و چې د واده خاوند د سیمه ییزو سازیانو په ډله کې ډول چي، ارمونیه چي تنبورچي او سرینده یي رابللي و او ربابي په ډله کې نه و. هغه وخت به کله د سازیانو په ډله کې تنبورچي او ربابي دواړه او کله یو له دغو و. په دې ډله کې ډېرې سندرې ارمونیه چي ویلي، تنبور چې به هم کله ناکله وارتېراوه، ډولکي خو هسې هم ترې معاف وي خو یو ځل یې پنډ او غټ سرینده یي ته نوبت ورکړ. سرنده یي هم له واره د خپل پنډ ځان خلاف په نري اواز مالک جانه مالک جانه… سندره شروع کړه چې ورسره سیل ته راغلو ډېرو خلکو یو بل ته وکتل او ځینو لا ورو وویل چې دده بله سندره زده نه ده. جنګ جګړې او مصیبت په وطن راغی نه هغه سیل پاتې شو او نه هم سیل والا، کارونه د خدای دي چې زموږ د کلي له یاد واده شاوخوا شل کاله وروسته مې په کابل ښار کې د یو خپلوان د زوی سنتي په لمانځغونډه کې بیا هماغه د سازیانو ډله ولیده، ټیک د شل کاله مخکې په شان نورو سازیانو سندرې ویلي چې خو چې څنګه د همغه پنډ سرینده یې وار ورسېد له ځنډ پرته یې په مالک جانه مالک جانه… برید وکړ نو ماته هماغه وخت رایاد شو چې ساز ته هغې زمانې راغلو کسانو ویلي و دده بله سندره نه ده زده.
ښه مې یادېږي چې په شپیتمو کلونو کې چې په کابل ښار کې د باران، ګل سرخ… څه او څه په نومونوځینې هنرې ډلې جوړې شوې وتلي کومیډین حاجي محمد کامران د کاکا شیرو هنري ډلې په نوم یوه په زړه پورې لنډه تلویزیوني ډرامه جوړه کړې وه چې تراوسه یې خلک یادوي. په همدغو هنري ډلو کې هم یو سندرغاړی و چې یوه سندره ډېره ضبط کړې او هغه دا چې « که یارانه راسره نه کړې دومره خو وایه چې مین درباندې یمه» که به په کوم هوټل کې واده یا به چېرې کنسرت او ددغه سندرغاړي هنري ډله به هلته بلل شوې وه نو ده به لومړی همدا که یارانه…. سندره غږوله.
دې ورته زموږ په کلي کې یو سړی و کریم جان نومېده خو له ده کم عمره کسانو به کریم جان کاکا ورته ویل. دی ډېر ښه او ساده سړی و خو مېرمن یې چې مزارۍ نومېده او خلکو مزارۍ کاکانی بلله او هغه د تکړه لیکوال خدای بښلي ډاکتر اکرم عثمان خبره:«چل قاضي کور حریف نیش زبان درازش نبودند» ډېره لانجه ماره ښځه . د مزارۍ کاکانی د کلي په هره خبره کې کار و ډېرې پټې او ښکاره …ماملې یې درلودې، د کلي په ډېرو مسلو کې چې له دې او ددوی کورنۍ سره یې هیڅ راز تړاو هم نه درلوده ځان ته د لاسوهنې او ان لانجې حق ورکاوه. یوازینی ځای چې د ټولو ښځو له دې دې ډلې مزارۍ کاکانی پر مخ یې دروازه تړلې وه هغه د کلي جومات و چې یوازې د کلي نارینه و به د کلي او ان سیمې مسلو په اړه پرې خبرې او پرېکړې په کې کولې. خو مزارۍ کاکانی دغه بندیز هم په یو نه یوډول مات کړی و او هغه داسې چې کله به د کلي په جومات کې د کومې مسلې په اړه احتمالي خبرې کېدې نو دې به کریم جان کاکا کیناوه او خپلې ټولې خبرې او لارښوونې به یې ورته وکړې او په کلکه به یې ترې وغوښتل څه! بلکې امر به یې ورته وکړ چې په جومات کې به دا خبرې کوې. کریم جان کاکا به هم چې کله جومات ته ننوت نو خپله ورکړل شوې دنده به یې په ډېره ایماندارۍ او زړه ورتیا سر ته رسوله. که به خلکو هغه مسله چې کریم جان کاکا هغه د چا خبره ورته ډک کړای شوی و یا به بله کومه مسله هم وه نو کریم جان کاکا به ټکي په ټکي د مزارۍ کاکانۍ خبرې کولې بل څه ته یې غوږ نه کېښوده او نه یې بل څه اورېدل.
اوس د افغانستان ولسي جرګه یو څو کیلان هم ټیک د مالک جانه… که یارانه… سندرغاړو او کریم جان کاکا په شان دي. دغه وکیلان هره غونډه چې څنګه د قران کریم څو ایتونه او ملي سرود پای ته ورسېږي بس همدغه د « شناسنامه های الکترونیکي» خبره راپورته کړي. دا که په ولسي جرګه کې د کډوالو په اړه کومه مسله وي یا په هیواد کې د بهرنۍ لاسوهنې، که د قانون کومه طرحه وي یا بله هره مسله چې وي خو دوی همدا ببولاله غږي چې درشناسنامه الکتروني کلمه افغان نباشد… اوس زه وېرېږم چې دا مسله لکه مالک جانه مالک جانه شل کاله دوام ونه کړي.
داسې ښکاري چې دغو کسانو د کریم جان کاکا په شان مزارۍ کاکانۍ ته ورته له کومې سرچینې دنده اخیستې چې که د ولسي جرګې په غونډه کې هره مسله یادېده دوی به شناسنامه یادوي او په دې مسله به د خلکو غوږونه کڼوي.
له حقوقي او قانوني پلوه د هغو کسانو دریځ چې افغان کلمه نه مني د اساسي قانون پر بنسټ د تابعیت پرضد بغاوت دی او باید تر عدلي او قضایي څار لاندې ونیول شوي دا ځکه چې د افغانستان اساسي قانون څلومې مادې پر بنسټ د افغانستان ټول اتباع افغانان بلل کېږي. دغه راز، د افغانستان اساسي قانون ۴۸ ماده وایي چې کار د هر افغان حق دی. همدا ډول، د افغانستان اساسي قانون ۶۲ مادې لومړی بند د افغانستان ولسمشر نوماند شرطونو په اړه وایي: دافغانستان تبعه، مسلمان، له افغان مور اوپلاره زېږدلی وي…
په دې توګه لویه څارنوالي باید هغه کسان راکش او تر قانوني پوښتنې لاندې ونیسي چې اساسي قانون نه مني.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply