د نشه یي توکو له منځه وړل

0 647

 

د نشه یي توکو له منځه وړل

په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو له پیل او پراخېدو سره د نشه یي توکو کښت او قاچاق هم زیات شو، دلیل یې دادی چې تروریزم او نشه یي توکي یو له بل سره تړلي دي، ځکه ترهګري له نشه یي توکو څخه تمویلېږي او همدغه ترهګري ده چې د نشه یي توکو کښت، قاچاق او کاروبار ته زمینه برابروي.

ترهګري او نشه یي توکي دوه هغه شومې او بدې پدیدې دي چې د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات د تهدیدولو ترڅنګ د خلکو ژوند هم ګواښي. د دغو معضلو د خطرونو د دفعه کولو لپاره د سیمې او نړۍ په کچه د دواړو پر وړاندې جدي مبارزه پکار ده، ځکه دغه مبارزه په تنهایي او یوازې د یو یا څو هېوادونو په کچه مطلوبه پایله نه شي لرلی.

په تېرو شپاړس کلونو کې د اول ځل لپاره افغانستان په دې وتوانېد چې له مخدره موادو سره جدي مبارزه پیل کړي، ځکه په دې وروستیو کې په هلمند ولایت کې د نشه یي توکو د پروسس څو فابریکې ویجاړې شوې. د هیروینو د فابریکو د ختمولو په برخه کې عملیات ډېر کامیاب و او دا عملیات به په هغو برخو کې چېرې چې دغه توکي پروسس کېږي ادامه لري.

د نشه یي توکو د پروسس د فابریکو له منځه وړل په حقیقت کې د ترهګرۍ د مالي منابعو وچول دي. زموږ خلک چې هره ورځ د تروریستي بریدونو او د ترهګرو د جنایتونو قرباني کېږي، نو معلومدار چې د نشه یي توکو او ترهګرۍ پر ضد مبارزې لومړۍ او مستقیمه ګټه زموږ خپلو هېوادوالو ته رسېږي او دا زموږ د حکومت، امنیتي او دفاعي ځواکونو او همدارنګه د ولس لومړنی او مهم مسوولیت دی چې تر هر څه د مخه د خلکو ژوند خوندي کړي او هغوی د ترهګرۍ او نشه یي توکو له زیانونو څخه په امان کړي.

د مخدرو موادو اصلي ګټه بین المللي قاچاقبران کوي چې هغوی له دغې لارې ترلاسه شوې یوه برخه پیسې بېرته د ترهګرۍ په تمویل لګوي او زموږ بزګرو ته یې تر ډېره حده بدنامي پاتېږي. او د دې زیان زموږ ولس ګالي، ځکه په ترهګریزو فعالیتونو کې زموږ ملکي وګړي قرباني کېږي او د دوی جایدادونه او کورونه په کې نړېږي.

افغان حکومت کوښښ کوي چې د نشه یي توکو بدیل بزګرو ته ورکړي تر څو هم بزګر حلال رزق ترلاسه کړي، هم یې حاصلات زیات وي او هم بې خطره او بې ضرره وي،ځکه تر هغو چې مناسب بدیل ونه لټول شي، نو بزګر به په اسانۍ د هغو له کښت څخه مخ وانه ړوي.

زموږ لپاره یو زراعت محوره صنعتي انقلاب ضروري دی چې د دهقان او ټولو نورو خلکو په ژوند کې بنیادي تحول راشي. زموږ د ولسي تړون پروګرام چې اووه سوه شل میلیونه ډالره ورباندې مصرفېږي، د دهقان د ژوند بهتري یې یو اصلي مقصد دی. د کلیوالو د ژوند د بهتري لپاره د افغانستان د اوبو د مدیریت، د بندونو د جوړولو او د دهقان د محصولاتو د بازاریابي لپاره بنیادي ګامونه اخیستل شوي دي او دا به تر هغو پورې ادامه پیدا کوي چې په هیواد کې زراعتي انقلاب کامیاب شي.

 

محمد روښان ښاد

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply