پاکستان د افغان دښمنۍ لوړه بیه پرې کوي/محمد ودان روښان

0 581

څلوېښت کاله کېږي چې پاکستان موږ ته په خوږو او خوړو کې زهر راکوي، خو موږ یې دومره ګنګس کړي یوو چې دغه حالت نشو درک کولی او یا یې دومره وېرولي یوو چې له وېرې خپل د اعتراض غږ نشو پورته کولی، ځکه نو په تېر کې پاکستان ورځ تر بلې د افغانستان پر وړاندې خپله دښمني سخته او ډاګیزه کړه.

مګر بیا هم چا دا جرئت ونشو کړای چې پاکستان ته ووایي ولې یې د افغانستان پر وړاندې دغسې له بدۍ، بدبینۍ او دښمنۍ ډک دریځ اختیار کړی او هره ورځ د افغانستان د بربادۍ او د افغان ولس د بدمرغه کولو دسیسې جوړوي.

ولسمشر غني واک ته له رسېدو سره سم د افغانستان پر وړاندې د پاکستان دریځ او موقف په وضاحت او جرئت تعریف کړ. هغه په ډاګه وویل چې پاکستان له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې له افغانستان سره په نا اعلان شوې جګړه اخته دی. نوموړي د دغه اعلان ترڅنګ په ټینګار سره پاکستان ته خبرداری ورکړ چې که د افغانستان پر ضد خپله نااعلان شوې جګړه ونه دروي، نو افغانستان به هم په بالمثل عمل لاس پورې کړي.

ولسمشر غني په افغانستان کې د امنیت او ثبات تامین په دوه جلا بعدونو ووېشه یو له پاکستان سره د دولت په دولت د مذاکراتو او دویم له پاکستان سره د بین الافغاني مذاکراتو بعد. نوموړي له پاکستان سره سولې ته لومړیتوب ورکړ او ورته وې ویل: چې پاکستان دې له موږ سره د دولت په دولت له لارې د سولې او هر اړخیز مذاکرات وکړي.

جمهور رئیس غني دا هم وویل چې د پاکستان او افغانستان نېک مناسبات د سیمې د ثبات او په خپله د پاکستان لپاره زیات ګټور دي، ځکه چې پاکستان دا مهال د انرژۍ له قلت سره مخ دی او له بلې خوا خپلو صادراتو ته مناسب بازار لټوي، د پاکستان دغه دواړه اړتیاوې د افغانستان له لارې پوره کېږي، ځکه چې پاکستان مجبوره دی خپلې اړتیاوې د منځنۍ اسیا له انرژۍ څخه پوره کړي او همدارنګه منځنۍ اسیا د دوی د صادراتو لپاره غوره بازار او مارکېټ دی او د دغو دواړو لپاره د افغانستان موقعیت د دوی لاره ده.

پاکستان هغه مهال کولی شي چې هم خپلې اړتیاوې پوره کړي او هم خپل صادرات وپلوري چې له افغانستان سره اړیکې او دوستانه مناسبات ولري او همدارنګه د ترهګرو او ورانکارو ډلو له ساتلو او تمویل څخه لاس واخلي.

که چېرې پاکستان د افغانستان پر موقعیت فکر ونه کړي او خپل چلند بدل نه کړي، نو باور دی چې پاکستان به تاوان وکړي او له افغانستان سره د پاکستان اوسنۍ دښمني به په لوړه بیه تمامه شي، ځکه چې یو خو به یې د صادراتو مخه ډب شي، بل به خپلې اړتیاوې په اسانه او ارزانه پوره نشي کړای او تر ټولو مهمه دا چې افغانستان به د پاکستان پر ضد په نړیواله کچه خپلې هڅې جاري وساتي او د دی ډېر پخواني او ستراتیژیک ملګري به د پاکستان د اوسني چلند او له ترهګرۍ سره د اړیکو پالنې له امله پر هغه شکمن او دېته اړ کړي چې له پاکستان سره خپلې اړیکې وځنډوي او دا به د افغان دښمنۍ لپاره دپاکستان تر ټولو لوړه بیه وي چې پرې کوي یې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply