په حکومت کې د جنګسالارانو د شتون ناوړي پایلي /بصیر عاصم

0 807

که د یوې خوا بهرنیانو د جمعیت اسلامي په شمول نوري جگړماري ډلي پر افغان ولس د اقلیتونو د حق او د مساوي واک په پلمه وتپلې د بلي خوا مخکنی ولسشمر کرزی یادي جګړماري ډلي هغه وخت لا نوري ښه تقویه او زیات واکونه په ځانګړی توګه په امنیتي او دفاعي ادارو کي چي د یوه هیواد د ملا د تیر حیثیث لري ورکړل کله چي د طالب د بغاوت څپې په پراخېدو شوې ، ممکن ښاغلي کرزی ددې ډلو په نارضایت کي د طالب بغاوت تر څنګ د بل بغاوت د راټوکیدلو ویره محسوس کړې وه ، داسي ښکارېده چې د ښاغلي کرزی په اندیښنه طالبان هم پوه شوي وه چي په ۲۰۱۲ کال کي يي د مجاهدینو واک ته د رسیدو د کلیزي په پلمه مجاهدینو ته په خطاب کي په یوې اعلامې کي وویل چي که د دوۍ (طالبان) بغاوت نه واي حکومت به پخوا لا دوۍ د خپلو ادارو شړلي واي. په واک کي ددغه جګړمارو ډلو شمولیت به ظاهراً د ولسمشر کرزی اندیښنه د یو بل بغاوته رفعه کړې وه خو دا يي هیره کړې وه چي ددغه جګړمارو ډلو قومندانان د طالبانو په څېر پاکستانی استخباراتو نوکران پاته شوي دي همدا ډلي وې چي په ډېر وحشیانه توګه يې ددې هیواد سلګونه زره وګړي ووژل او هیواد يي په کنډواله بدل کړ څنګه به د باور وړ وي چي دغه ډلي به د خپلو بادرانو د امورو اطاعت ونه کړي ، د پخوا په څېر به د پاکستانی استخباراتو چوپړ ته ژمني پاته نه شي ، یا به د څو لکو تر کالدرو د معصومو هیوادوالو وینو ته اهمیت ورکړي ، هغه وخت چي د وزارت داخله او دفاع محرم اسناد او پلانونه د طالبانو پر انټرنیټي سایټونو را څرګند شوه ، د نظامي کارډونو او نظامي یونیفورم سره په رنجرو کي د کابل د امنېې قومندانۍ او داخله وزارت ته ترهګر ورسول شوه ، د ښاغلي کرزی پلان او هیله يې معکوسه ثابته کړه . ده چي له څه ویره لرل په حقیقت کي ګواښ تر هغه لا خطرناک وه . هغه جګړماري ډلي چي ښاغلۍ کرزی يي د بغاوته ویریده تر بغاوت په خطرناک شکل د نظام په منځ کي د سرطان بڼه غوره کړه. تر بهرینو اطباعو تر تښتولو او بیا د پاکستان پر استخباراتي ملیشو ( طالبانو) پلورلو او د امنیت له پلوه کابل تر ټولو خوندي سیمو پوري د بمونو او بارودو ډک موټرونو رسولو پر هیڅ هغه څه صرفه ونه کړه چي په کولو يي دوۍ ته پاکستانۍ کالداري ورتلې. په دفاعي قوه کي يي نتیجه دا وه چي د پوځ سرتیرو په هلمند ، قندوز ، اروزګان …. د ترهګرو سره ان په ځینو سیمو کي تر یوې میاشتۍ مقاومت ورسته د لوږي او اکاملاتو نه رسولو له امله ځني لوپرو ترهګرو ته تسلیم شوه د ځینو سره چي د بخت ملتیا وه د تیښتي زمینه په لاس ورغله . د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کي په یوه ورځ د پوځ څلویښتو سرتیرو هغه وخت د شهادت جامونه پر سر پورته کړه چي د قرارګاه قومندان صاحب چي د یوې جګړماري ډلي په واسطه ګمارل شوۍ وه د ترهګرو د یو لوۍ احتمالي برید په اړه د ملي امنیت ریاست د هغه خبرداریو پروا ونه کړه چي ددغه ریاست له خوا د دریو ورځو پرلپسې ورکول کیده.

دايي یو څو مثالونه دي ان که هغه څه چي مو سترګو لیدلي دي ولیکو ښاي په څو مقالو کي هم خلاصه نشي. راځو دې ته که چيري یادي ډلي د حکومت برخه نه وای نو د سره د ترهگرو دومره پیچلي او سخت بریدونو ناشوني وه ، ځکه دا د یو عادي افغان وګړی او یا هغو ترهګرو چي په کلیو په ډاډه زړه خوب نشي کولاي یا د لیوانو تر غارو د بیري نشي راوتلاي تر وس وتلې ده چي هم به د نظامي مجالسو خبریږي او هم به د منظم پلان په اساس د بریدونو دپاره حکومتي وسایط وکاروي یا داچي د داخله وزارت او دفاع وزارت محرم اسنادو ته لاس رسی ولري ، یا داچي د بمونو ډک ټرکونه د کابل زړه ته ور ورسوي ، همدا رنگه په سپینه ورځ د مخورو وژني تښتوني او په منظمه توگه غلاوي هم د یو عادي افغان د وسه وتلې ده ، که یادي ډلي د حکومت برخه نه واي نو نه به طالب ترهگره ډله دومره قوي واي نه به د هیواد امنیت د اوس په پرتله دومره خراب وضعیت کي واي . اوس هم اوبه تر ورخه نه دي تیري شوي په امنیتي ادارو اصلاحات د ترهګرۍ او اداري فساد د مرګ په معنا دی ، کله چي امنیتي ادارې مسلکي شي نو په نورو دولتي ادارو کي څوک د تعقیب او توقیف له ویري فساد نشي کولاي ، کله چي فساد نه وي ترهګر په خپل قوت په بمونو سنبال تر ښارونو نشي راتلاي ان ددې وړتیا به هم د لاسه ورکړي چي یوه لیري پرتې ولسوالۍ ته سقوط ورکړي.
بصیر عاصم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply