په افغانستان کې د پاکستان درې ماډله جهادونه / بريالی وياړ

0 841

کله چې په افغانستان کې سلطنتي نظام حاکم و څلوېښت کلونه جګړه په ټپه درېدلې او د هېواد ټولې شاوخواوې تر قانوني حاکميت لاندې وې. د سلطنتي نظام تر ړنګېدو وروسته کله چې افغانستان په لومړي ځل د شهيد سردارمحمد داود خان پر مشرۍ د جمهوري نظام څښتن شو ورسره په څنګ کې کورنۍ بلاوې لنګې شوې.
زه د سلطنتي واکمنۍ له پرځولو او ورسره د ولسمشريز دولت پر را منځ ته کېدو او د هېواد د سياسي واکمنانو له لوري پر تاريخي تېروتنو خبرې نه کوم، ځکه هغه زما د بحث موضوع نه ده. تاريخ شاهد دی کله چې د جمهوري نظام پر ضد د انقلابي پاڅون کوونکو له لوري تکه سره کودتاه وشوه، د پاکستان له‌پاره دا تر ټولو ښه خبر و.

پاکستان يو وار د سلطنتي واکمنۍ پر نسکورېدو د زړه له کومې خوشاله شو او سياسي ساه يې واخيسته، تر هغه را وروسته دويمه خوشالي ورته د ولسمشريز دولت پر ضد کودتا وه چې د هېواد لومړنی ولسمشر او د هغه ټوله کورنۍ پکې شهيده شوه.
پاکستان چې له تاريخه د افغانستان سکنی او تر ټولو مضر دښمن پاتې شوی، داسې ورځې ته په کمين کې ناست و چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه پيل شي او دی يې په لمبو کې خپلې خځلې وسوځوي. متاسفانه همداسې وشول.
کله چې د شوروي سرو لښکرو پر افغانستان يرغل وکړ، له دې سره په هېواد کې د کورنۍ جګړې زنګ ووهل شو. پاکستان له موقع څخه په استفادې د افغان مجاهدينو ملاتړ ته ودرېد او د جګړې له‌پاره يې د مرستې لاس ورکړ. د دې تر څنګ څه کم څلور ميليونه افغانان د شوروي تر يرغل وروسته پاکستان ته کډوال شول او هغه مهال يې پاکستان ښه په ورين تندي هرکلی ووايه.

بس له همدې ځايه د افغانستان شکېدلي ګرېوان ته د پاکستان تېرې منګولې ور ولوېدې او داسې چانس په ګوتو ورغی چې ده يې کلونه کلونه انتظار کړی و. لس کلونه شورويانو په افغانستان کې تېر کړل، خورا سختې جګړې وشوې. د شوروي له ماتې وروسته پاکستان بيا هم هڅه وکړه چې مجاهدين يو خپلواک قدرت ته و نه رسېږي او دوی يې پر اوو ډلو ووېشل.
دا چې مجاهدينو ولې له بريا وروسته يو منظم حکومت جوړ نکړ، د دې پړه يوازې د پاکستان نه بلکې خپله د همدغو جهادي ډلو د مشرانو پر غاړه هم ده چې د قدرت تندې په سر نيولي وو، په خپلو کې په جګړو کې سره ښکر په ښکر شول. د پاکستان له لوري د افغانستان د تباهي بهير روان ساتل شوی و، مجاهدين يو له بل سره په غومبر اخته وو.

بيا هم د يوې بلې قوي برنامې له مخې د پاکستان له لوري د طالبانو په نوم يوه بله جهادي ډله د ځمکې پر مخ را وختله او د هغو مجاهدينو پر ضد جګړې ته ور ستنه شوه چې د شوروي ځواکونو پر ضد يې کلونه کلونه جهاد کړی و. دا يو عجب تصادف و. دا وخت مجاهدينو داسې يو حالت را منځ ته کړی و چې هر افغان يې په له منځه وړلو خوشاله و او د ټول هېواد تمه دا وه چې يوه بله ډله راپيدا شي او د مجاهدينو ريښې وباسي.
طالبانو په مجاهدينو پسې توپکونه ور واخيستل، مياشتې مياشتې يې جګړې وکړې. بالاخره يې د هېواد له دريو ولايتونو پرته پر ټول هېواد حاکميت پيدا کړ او نږدې پنځه کاله يې د اسلامي امارت په نامه پر افغانستان واکمني وکړه. دا واکمني يې هم د يوې بلې بلا خولې ته ور لوېده او په ظرف د ۲۴ ساعتونو کې يې تر ستوني تېره کړه.

دا بلا امريکا وه چې عامل يې اسامه بن لادن و، اسامه ځان د القاعده ډلې مشر ګاڼه او افغانستان ته په اصطلاح د جهاد له‌پاره راغلی و. د طالبانو مشر ملامحمد عمر چې عقل يې په پښو کې ترې پاتې شوی و ټينګ شو چې دا مېلمه دی او د امريکا له لوري يې د اسامه د ور سپارلو غوښتنه رد کړه. همدا پلمه شوه چې افغانستان ته يې د امريکا د راتګ چانس په لاس ورکړ.

دلته اصلي موضوع د امريکا په نيويارک کې د هغو ودانيو وه چې الوتکې پکې وجنګول شوې، سلګونه کسان يې ووژل او زرګونه يې ژوبل کړل. له دې سره يوه نړيواله غوغا خپره شوه. اسامه له افغانستانه اعلان وکړ چې دا بريدونه موږ کړي دي. دا د امريکا مسووليت شو چې د خپلو خلکو هغه قاتل ونيسي هغه چې په افغانستان کې له طالبانو سره يو ځای اوسېده.

امريکا په لنډو ورځو کې د طالبانو رژيم نسکور کړ، افغانستان ته يې خپل ځواکونه را داخل کړل او دلته يې يو حکومت را منځ ته کړ. طالبان بېرته د هماغه پاکستان غېږې ته ستانه شول چې د دوی پر ضد يې امريکا ته پوځي اډې ورکړې وې او له هماغه پاکستانه يې د دوی امارت چپه کړ. طالبان چې ځانونه يې د پاکستان د استخباراتو په سيوري کې پناه کړي وو، بيا يې يوې بلې جګړې ته ماسۍ په پښو کړې.

طالبان جګړې ته اماده شول، پاکستان يې ملاتړ وکړ. طالبانو د پاکستان په امر د افغانستان پر ضد د جګړې له‌پاره پايڅې پورته کړې، افغانستان ته را داخل شول او دلته يې له ماشومانو، ښځينه‌وو او سپين‌ږيريو نيولې، د ټولو پر ضد د توپکونو خولې ور سيخې کړې. نږدې يوه نيمه لسيزه کېږي طالبان بيا هم د جهاد تر نامه لاندې د افغان ملت پر ضد جنګېږي. هغه جهاد چې دا څلوېښت کلونه کېږي په افغانستان کې روان دی.

اوس حالاتو ته په کتو سره ښکاري چې تاريخ تکراريږي. د تاريخ داسې تکرارېدل چې پاکستان د امريکا تر پرله‌پسې اخطارونو وروسته خپله «مېوه» طالب پرېږدي او د داعش شا ته درېږي. طالبان اوس د پاڼ او پړانګ تر منځ قرار لري يا به داعشيت مني، يا به وژل کېږي او يا به له جګړې لاس اخلي.
څلوېښت کلونه پوره کېږي چې په هېواد کې د جهاد په نامه جګړه روانه ده. متاسفانه چې نه طالب د مجاهد جهاد ومانه، نه مجاهد د طالب جهاد ومانه، او نه دوی دواړو د داعش جهاد ومانه او نه داعش د دوی وال قبول کړ. درې ډلې خلکو دلته جګړې وکړې، درې واړو د جهاد عنوان ورکړی و، خو يوه يې هم د هغې بلې جهاد نه مني.

د جهاد په نوم د افغان وژنې دا تنور په پاکستان کې ګرمېږي، په انګار کې يې افغانان د سونتکو په څېر سوځول کېږي. افغانان دې نور له تاريخه درس واخلي. بيا دې نه د پاکستان پر ګاونډيتوب باور کوي، نه دې د جاهلو، سرزوريو او قاتلو ډلو هغې جګړې ته د تقدس په سترګه ګوري کومې ته چې دوی د جهاد عنوان ورکړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply