پر ټولنيزو رسنيو باور خام شوی

0 889

د درېیمې نړۍ په هېوادونو کې تر ډېره له ټولنیزو رسنیو څخه یوازې د افواهاتو او شایعاتو له‌پاره زیاته ګټه پورته کېږي، خو دا بدبختي اوس یوازې په دې نړۍ کې محدوده نه ده، بلکې د دویمې درجې هېوادونه هم په‌کې لوی لاس لري.

تاسې به هم د ټولنیزو رسنیو له شایعاتو او خبرونو تر پوزې راغلي یاست، همدا دلایل دي چې د یوې تازه سروې له مخې، په ټوله نړۍ کې پر ټولنیزو رسنیو د خلکو باور تر حده زیات را کم شوی دی.

د بریټانیا له‌خوا په یوه شوې څېړنه کې موندل شوې چې اوس تر ډېره خلک پر فېسبوک، واټس‌اپ، ټویټر او نورو باور نه کوي.
څېړنه ښيي اوس تر ډېره خلک ټلوېزیون او راډیو ته غوږ نیسي او د هماغو تحلیلونو او خبرو پر اساس واقعیت درک کوي.

په څېړنه کې اندېښنه ښوول شوې، که چېرې د ټولنیزو رسنیو مشهورې ادارې په خپلو وېب‌سایټونو کې د افواهاتو او شایعاتو د خپرېدو مخه و نه نیسي، نو شاید دا باور تر دې هم را کم شي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply