ښکلا ته نه، ښکلا بښوونکي ته وګورئ / محمداکبر نیازی

0 672

د وسپنې یوه ټوټه تر هغې چې وسپنه ده، د یوې ستنې  پورته کولو توان هم نه لري، خو یو مقناطیس (اهن ربا) د خپل وزن دولس برابره وزن پورته کولای شي.

په ښکلاګانو باندې د تمرکز له قدرت څخه په ګټنې د خپل وجود مقناطیس ژوندی کړئ، که په هر لوري او پدیدې ډېر تمرکز وکړئ،  ټول وجود به مو په همدې ډول شي. کله چې یوې ښکلې سیمې ته ګورئ او تمرکز پرې وکړئ، نو موسکا به مو خپله په شونډو خوره شي. که وغواړو چې په ښکلاګانو  ډېر تمرکز وکړو او خپل ټول پام یې په لور وګرځوو، نو په دې سره مو دا تاثیرات په ټول وجود غالبیږي.

د بدرنګۍ پرځای ښکلا او بدمرغي پرځای نیکمرغۍ او خوښۍ ته پام، د غم او ناخوښۍ پرځای د خوښۍ، د تیاره او بې خونده ژوند پرځای د روښانه او پرمختللي ژوند په هکله فکر کول، د مادیاتو پرځای په معنویاتو ټینګار، د منفي افکارو پرځای مثبت افکار کارول او ورته نور کارونه زموږ لپاره هیڅ ستونزمن نه دي، که د ورته منفي کارونو او افکارو پرځای موږ له مثبتو هغو کار واخلو، ممکن په ژوند کې له هېڅ ډول ستونزو سره مخامخ نه شو، ځکه کله چې منفي کار ته هم په مثبت ډول  وکتل شي، له ناکامۍ څخه مو د بریالیتوب په لور بیایي.

هڅه وکړئ د ښکلا پرځای ښکلا بښوونکي ته ارزښت ورکړئ، بدیو او بدرنګیو ته ډېر مه ګورئ، د خپل زړه دروازه د نیکو او ګټورو شیانو په لور پرانیزو، د بدیو او بدرنګیو پرمخ درنه څپېړه ورکړئ، پریږدئ، چې له  موږ لرې لاړه شي، هغوی ته هیڅکله په پرانیستې ټنډه مه ګورئ، په دې توګه  کولای شئ ځان د نړۍ تر ټولو بختور او نیکمرغه انسان جوړ کړئ.

په ډېر لږ وخت کې به له کمترۍ او بداخلاقۍ خلاص شئ او د وجود ټولې نمیګړتیاوې به مو پوره شي.

مثبت فکر وکړئ او ژوند ته مو ښکلا  ورکړئ، له میو ډک ګیلاس ته وګورئ، که مو خوښ شو، نو ګټه ترې واخلئ او که بدرنګه وو، بیا یې لرې وغورځوئ، د هرڅه په هکله مثبت بحث وکړئ او که په دې ډول خپلې چارې پرمخ یوسئ بیشکه تاسو یو بریالی او خوښ انسان یاست، ځان به د نړۍ په ښکلاګانو کې ووینئ، دا چې تاسو د ښه فکر خاوند یاست نړۍ هم درته ښکلې ښکاري هغه نړۍ چې ښکلا په کې اوج ته رسېدلې، ښیګڼې، مهرباني، زړه سواندي، ملګرتیا او… د هر انسان ځانګړنې دي. هرانسان په کې د مینې تږی دی، هرچا د اخلاقو څادر پرځان هوار کړی، یو د بل خوشحالولو په هڅه کې دي، په دې نړۍ کې هر انسان نورو ته د مینې ورکولو تږی دی. که پورتني ګامونه واخلو، نو بیا به په ژوند کې هیڅکله دا کلیمې تکرار نه کړو، چې ( نه شم کولای، نه کیږي ، زما د وس کار نه دی) د دې ټولو کلیمو پرځای به وایو چې: ( کولای شم، دا کار ترسره کولای شم، وبه شي) ژوند خوږ او ښکلی دی، ملګري ملګرتیا کوي، هر کار په خپل وخت ترسره کیږي، له هرچا سره سفر کول ډېر خوند لري.

د فردي تحول او ودې یو تن مشهور مدرس وین دایر په خپلو خاطرو کې لیکي: ما مې خپل پلار بیا هېڅکله ونه لید، هغه خپل درې ماشومان او میرمن پریښودل او لاړ، بیا مو هیڅکله پیدا نکړ، مور مې له پلاره ډېره کرکه کوله، خو زموږ په حق کې د هغې دا کار یوه ستره جفا وه، زما په اند پلار مې فکر کاوه، چې په دې ځای کې اوسیدل یې له وروسته پاتې والي پرته بل هیڅ ګټه نه لري، نو ددې لپاره چې ژوند یې پرمخ ولاړ شي له دې ځایه لاړ. زه تل په ښیګڼو پسې ګرځم او باور لرم چې دا جوهر د هر انسان په وجود کې شته، خو زما لپاره تر ټولو د بدمرغۍ خبره داده چې هیڅکله مې د پلار پیداکولو لپاره وخت پیدانکړ، ځکه چې ماته ښوول شوي وه، چې له هغه کرکه وکړم، دا چې وروڼه مې له ما مشران وه، نو هر وخت به یې زموږ پلار یادوه، خو زه په دې وخت کې دومره کوچنی نه وم او له هیڅ شي او چا مې کرکه نه کوله او اوس هم له چا کرکه نه کوم. زما په اند د هغه ژوند زما لپاره ځکه یو عبرت وه چې پوه شوم په کومو کارونو پسې لاړ شم او له کومو لاس واخلم.

د مینې او پرمختګ لپاره یو بل وستايئ، د نورو له ښیګڼو مننه وکړئ او چا چې درسره مینه کوله قدرداني او درناوی یې وکړئ او هغوی ته چې له تاسو کرکه کوي، هم مینه ورکړئ، ځکه کرکه هغه انسانان کوي، چې د مینې په خوند نه پوهیږي او یا یې دا خوند نه وي څکلی. ژوند ښکلی دی او هڅه وکړئ چې په دې ښکلاګانو کې ځان ډوب کړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply