اندونیزیا افغانستان ته څه ورکولی شي؟/اېمل پیاوړی

0 777

اندونیزیا په نړۍ او سیمه کې یو ځانګړی نوم دی، هم د نړۍ د لوی اسلامي هېواد په توګه خپل حیثیت او شهرت لري او هم د اقتصادي او پرمختللي هېواد په توګه په نړۍ کې یاد او مشهور دی، نو د اندونیزیا هېواد دغو دواړو اړخونو او شهرتونو ته په کتو باید افغانستان ورڅخه خپله  اعظمي ګټه پورته کړي.

په افغانستان کې روانه بدمرغه جګړه چې هره ورځ زموږ تاسیسات په کې نړېږي، زموږ هېوادوال په کې شهیدانېږي او زموږ کورنۍ په کې ویر او غم اخته کېږي یوازې او یوازې په مستقیمه توګه له پاکستان څخه رهبري کېږي.

پاکستان کې د علماو په نوم د یاد هېواد د ای ایس ای څو تنخوا خواره سره جرګه شي او فتوا صادره کړي چې په افغانستان کې جهاد روا او په پاکستان کې ناروا دی. بیا نو د طالب او مطلوب په نوم یو څه لاسپوڅي چې وحشت او جنایت ته یې لا وار دمخه روزلي او هلته یې په ترهګریزو مرکزونو کې کېنولي دي مخ پر افغانستان را مارش کړي.

د هغوی له جهالت، ناپوهۍ او نادانۍ څخه په استفادې یې دېته ښه ولمسوي چې په افغانستان کې بهرنیان دي، په افغانستان کې شر او فساد دی، په افغانستان کې کفر او ناروا ده، نو که غواړئ چې دنیا او اخرت دواړه مو ښه (!) شي، نو ورځئ پرې. دغه جهال هم چې خدای عقل او فکر ورڅخه اخیستی مخ پر افغانستان را روان شي، یا تر پلازمېنې ورسېږي او یا هم په لاره کې چېرې ځان والوزوي.

مګر که افغانستان د اندونیزیا له ملګرتیا او اسلامي نړیوال رول څخه په استفادې د هېواد په کچه د ټولو خواو همغږي او همکاري راخپله کړي، نو په  ډېره اسانۍ کولای شي چې د پاکستان د ای ایس ای د معاش خورو ملایانو او چړیانو فتواوې د تل لپاره ناچله او بېرته د دوی پر مخ ور ووهي.

د اندونیزیا علما په دې برخه کې پوره وضاحت ورکولی شي او افغانستان د پاکستاني ملا او چړي له شر څخه ژغورلی شي، خو دا اوس په افغان ولس او حکومت پورې اړه لري چې د اندونیزیا له ملګرتیا څخه د ځان لپاره د ګټې اخیستلو ته څومره تیار او جوګه دي.

همدارنګه افغانستان د اندونیزیا له اقتصادي او هر اړخیزې ودې لپاره د خپل ځان لپاره هم الهام اخیستلی شي. که چېرې حکومت خپل اقتصادي پلانونه له اندونیزیا سره په همغږۍ پلان او تطبیق کړي، نو باور دی چې په دې برخه کې پام وړ لاسته راوړنې ولري، ځکه افغانستان د کانونو را اېستلو، د اوبو د مدیریت، د برېښنا د تولید، ځنګلونو او نورو برخو کې د پانګونې ګڼ فرصتونه لري چې له یادو فرصتونو څخه د ښې ګټه اخیستنې لپاره هم د اندونیزیاي متخصصینو له تجربو ګټه اخیستلی شي او هم اندونیزیایي پانګوال او تاجران په افغانستان کې پانګونې ته هڅولی شي.

لنډه دا چې په نن سبا کې اندونیزیا د افغانستان لپاره یو فرصت دی، طلایي فرصت او له دغه فرصت څخه باید هم د هېواد دسولې او ثبات د تامین، هم د اقتصادي ودې، هوساینې او نورو برخو لپاره اعظمي ګټه واخلي او دغه لوی فرصت ضایع کېدلو ته پرېنږدي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply