په غزني کې ګڼ کسان راټول دي، نه يې توره را اخیستې نه ټوپک/ نصیر احمد احمدي

0 876

په غزني کې ګڼ کسان راټول دي، نه يې توره را اخیستې نه ټوپک. درې شواروزه په خاورو کې ناست دي، لوږې، تندې، يخني ګرمي… ته يې ځانونه ورکړي.
وايي چې په توره شپه کې په کور را وختل، نه يې ماشوم ته وکتل، نه يې تور سرې او نه سپين ږيري ته.
مړ يې کړم، ټپي يې کړم، خلک يې رانه بوتلل…
په دې هم نه پوهېږم چې ولې؟
قاتل مالوم دی، مقتول مالوم دی، ظالم مالوم دی، مظلوم مالوم دی. کلي مالوم دي. ادرس مالوم دی…
نو ته چې ځانته دولت وايې، د عدالت چیغې وهې، په هره خبره کې قانون، قانون یادوې…ولې چوپه خوله يې؟!
ولې د دې خړو، پړو کلیوالو غږ نه اورې؟ ولې اقدام نه کوې؟!
ړوند يې که ځان نه پوهوې؟!
ته چې زما د مړی، ټپي، بندي… پر ما د شوي ظلم پوښتنه نه کوې، ان ځان هم نه راباندې پوهوې، نو څنګه باور درباندې وکړم، څنګه در نږدې شم، څنګه دې خپل وګڼم؟؟؟؟
پر موږ خو ښه زړور يې، ټک نه وی درباندې شوی، له عسکر کوټه، اتلس کیلومتره لیرې پراته خوار ولس ته توبونه سیخ کړې.
فاصلې به ولې نه پیدا کېږي!!!!!!!!!!!!!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply