د تذکرو د وېش مخه څوک او ولې نیسي؟/ ګلرحمن رحماني

0 1,120

د نړۍ پرمختللي هیوادونه اوس د خپل هر وګړي په هکله معلومات لري، هغوی پوهېږي چې خاوره کې یې څومره خلک اوسېږي او په کومو چارو بوخت دي او  د هوساینې لپاره یې حکومت پوهېږي چې  باید څه وشي تر څو خلک په سوله او ارامي کې ژوند وکړي ، خو افغانستان چې د دې نړی یوه وچه برخه ده تر اوسه پکې د وګړو کره او هر اړخیزه سر شمېرنه  نده شوې دا چې ولې مختلف  لاملونه یې لرل.

څو ځله هڅې وشوې چې د وګړو سرشمېرنه وشي، خو دغه کار د بېلابېلو عواملو له وجې ندی تر سره شوی، خو کله چې نوی نظام ( د ملي یووالي حکومت ) راغی د خلکو هیلې ورسره زیاتې شوې چې شاید دا ځل به مونږ پر دې باندې بریالي شو چې د تابیعت تذکره او تر څنګ سرشمېرنه وشي ، سره له دې چې حکومت په دې برخه کې خپلې هڅې وکړې، مګر د ولسي جرګې او د خینو کړیو له لوري ورته په دې لاره کې خنډونه رامنځته شول چې له امله یې تر اوسه دا کار نیمګړی پاتې دی.

د تذکرو د وېش پر وړاندې لوی خنډونه موجود و ځینو به ویل چی په تذکرو کې دې د یوه شخص د نوم تر څنګ د هغه ملت ، ملیت او دین هم ولیکل شي، ځینو بیا د ملت له لیکلو سره مخالفت درلوده. ځینو ویل چې دین دې ولیکل شي، ځینو بیا د ملت له لیکلو سره مخالفت وښوده ، په دی هکله په ملي شورا، سیاسي او فرهنګي غونډو کې زیات بحثونه وشول ، حتی د دې موضوعاتو په اړه ولسمشر د دې لپاره چې د وګړو د احوالو د ثبتولوپه قانون کې تعدیل راشي، په برښنایی تذکرو کې د ملت، ملیت او دین د لیکلو لپاره تقنیني فرمان صادر کړ، ولسي جرګه کې دغه فرمان رد شو خو د مشرانوجرګې  تصویب کړ بیا وروسته د مشرانو او ولسي جرګې په ګډه کمېټه کې تقنیني فرمان تصویب او نافذ شو.

تر دی ګام وروسته تمه وه چی دغه ملي بهیر پیل شي کوم چې پر مټ یې کېدای شي د وګړو کره شمېره په ډاګه شي، خو سپیدار ماڼۍ ددې ملي بهیر پر وړاندی بل خنډ واچاوه هغه دا چې اجرائیه ریاست وايي، تر څو پورې چې په دې هکله ملي هوکړه شوې نه وي د بریښنايي تذکرو د وېش لړۍ نه شې پیلېدای .

عام ولس کې باور دا دی چې د افغانستان دښمنان نه غواړي چې د وګړو کره شمېره معلومه شي، نو ځکه د دې پروسې پروړاندې خنډونه جوړوي، که چیرته بریښنایي تذکرې یا پیژندپاڼې ووېشل شي، نو تاوان یې چاته دی ؟ او ولې يي پر وړاندې خنډونه جوړوي؟

ځینی هغه کړۍ چې همېش په وراني او کشمکشونو کې خپلې ګټې لټولې دي، دوی نه غواړي چې تذکرې ووېشل شي، ځکه په برېښنایي تذکره کې زمونږ اړوند ټول معلومات وي،که تذکرې ووېشل شي، نو د جنایتونو کچه به راټیټه شي، د مجرمینو په پېژندلو او نیولو کې به مرسته وشي، د ټاکنو پروسه به په شفافیت ترسره شي، خلکو ته به د روغتیایي او نورو لومړنیو خدماتو او اسانتیاو په برابرولوکې همکاري وشي، امنیتي ستونزې به حل شي ، عدالت به پلی شي، قانون به عملي شي او نړیوال به په افغانستان کی پانګی اچونی ته وهڅول شي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply