زه څنګه ډګروال شوم؟/ نقیب احمد تل

0 849

زه څنګه ډګروال شوم؟
یوه تازه تقاعد شوي برید جنرال راته نکل کاوه، چې کله مو کابل فتحه کړ؛ نو څه موده وروسته په نظامي برخه کې سم له واره ډګرمن مقرر شوم، یو بل ملګری مې له ما وروسته د ډګروالۍ په رتبه وګومارل شو. موږ دواړه د بل ملکي ماموریت نه وو، ځکه چې سواد مو نه درلود، ما ته کینه راتله چې دی څنګه ډګروال او زه ډګرمن یم!؟ زما یو کریچ او دوه ستوري دي او دده یو کریچ او درې ستوري دي!
یوه ورځ مې ورته وویل چې ته څنګه ډګروال شوې؟ ویل یې ته هم ډګروالي غواړې؟ ما ویل هو کنه! ویل راځه مړه دا خو کومه سخته خبره نه ده! په کابل کې یوه دوکان ته ورغلو، څو روپۍ مو ورکړې او یو ستوری یې راته بل ولګاوه، له همدې سره زه هم ایسته ډګروال شوم!
هغه بل ملګری مې د کرزي په واکمنۍ کې دوه رتبې مخکې ولاړ، هغه تورن جنرال شو او زه برید جنرال پاتې شوم؛ خو له ښه مرغه چې اوس دواړه تقاعد شو.
متقاعد جنرالان!!!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply