د افسرانو تقاعد نازولي ډېر وژړول/سرلوڅ مرادزی

0 929

د بلخ له ولایته د عطانور له ګوښه کېدا وروسته چې نوموړی اوس هم لکه د طالبانو او یا داعش پشان پخپلسر ځان د هغه ولایت ځایناستی والي بولي، له دفاع وزارت څخه د یو شمېر جنرالو تقاعد اسلامي جمعیت او نظار شورا له نورو مخکې او زیاته په کوکارو کړه!

د تامل خبره دا ده، د مامورینو او یا افسرانو تقاعد چې دولت کې یوه عادي او نورمال بهیر دي، ولي ځینې ډلې د دولت په وړاندې ګواښوونکي غبرګون ته لمسوي او دا ډلې ولې په داسې مواردو کې هم مرکزي حکومت ته د ګواښ او شر په عینکو کې ګوري!؟

دولت وايي داسې څه يي یوخوا ځوانو افسرانو او کادرونو ته چې د کار واک او وړتیا لري، د کار زمینې د برابرولو په نیت کړي او بلخوا هغه افسران چې د عمر له مخې يي وخت پوره شوی او باید تقاعد واخلي، د دوی د تقاعد په اړه يی قانون چلند کړی دی.

پوښتنه دا ده خپله تقاعد شوي افسران چوپ، قانع او راضي ښکاري؛ خو اسلامي جمعیت، نظار شورا او د دوی خواخوږي رسنوال او قلموال له افسرانو زیات تاوده او په میدان ورګډ دي؟

البته له چا پټه نه ده، د مرکزي حکومت په وړاندې د دې ډلو ستغ، شډل او نامدني غبرګون چې له هرې پلمې غواړي ګټه پورته کړي، په تقاعد شویو افسرانو کې د د وی د خپلو ګوندي او تنظیمي ملګرو په اړه دی، نه د نورو تقاعد شویو افسرانو په تړاو!

ویل کیږي په ۱۶۴ تنه تقاعد شویو جنرالانو کې، ۲۸ تنه یوازې له پنجشیر څخه دي. په دې ډله کې زیات ویر د یونس قانوني د ترورزی عتیق الله بریالی، جنرال بابه جان، مومن خان او ګل حیدر خان په اړه کیږي او د دوی نومونه له نورو مخکې یادیږي.

د بلخ لیری شوی والي عطانورچې هره ورځ مرکزي حکومت ته د ګواښونو په ژبه ځان ښۍ، په دې اړه يي هم ژبه له نورو اوږده ښکاري. نوموړی وايی:« 95 درصد از 164 جنرالیینییی.» او زیاتوي« جنرال عتیق الله خان بریالی (جنرال به تقاعد سوق داده شده) دو ماستریییار جوان است اما به تقاعد سوق داده شده است»افغان پيپر بریښناپاڼه.

خو عطا نورهېروي په هغه مجاهدینو کې چې نوموړی يی راپېژني، هیچا د وینې په بیه «از کشور دفاع» نه ده کړې، بلکې داسې مجاهدینو د احمدشا مسعود په ګډون چې دوی د پیغمبرۍ کچې ته لوړ کړی، یا د پردیوهېوادو لپاره جاسوسي کړې او یايی په ښه حالت کې هم د جیګ منزلونو، سرایونو، د نیشه يي توکو او وسلود قاچاق لپاره وینه توی کړې ده!

عطانور ته باید بیا وریاده شي، هېواد د داسې مجاهدینو د تش پنوم جهاد سره کنډواله شوی او بیا بیا په پردیو خرڅ شوی او لا خرڅيږی پسې.

عطا نور دا هم وايی«به عاملان این اقدام می گوییین روزها را فراموش نمییرون میید، این موارد بی پاسخ نمی ماند!»

خو عطا نور ته دا هم وریادوم، د دفاع د پخواني وزیرجنرال! کمکي بسم الله جان، د پچو دوسیه اوس هم په څارنوالۍ کې خوندي ده او د څېړنو وخت يي راتلونکی دی.

د پوهنې په وزارت کې د یونس قانوني غلا، چور او د دوبۍ په هوايي ډګر کې د ضیا مسعود د ۵۲ میلون ډالرو دوسیه هم څېړنې ته منتظر پرته ده. بلخوا د عطار نور ټوله شتمني هم چې پلارګنۍ يي په مزار کې په سوال شپې سبا کولې، له افغانانو او مرکزي حکومته پټه نه ده او د حساب ورځې راتلونکې دي.

له عطانور او نورو جهادیانو څخه چې هره ورځ جهاد او مقاومت د پیغور په بڼه د افغانانو پر مخ باسي او د همداسې جهاد په کچکول کې، څو لسیزي د افغانانو سرونه ټولوي او ویني بهوي، له بده مرغه ځینې روشنفکران هم وروسته نه دي!

د تقاعد شویو جهادي او پنجشیري جنرالانو په ویر کې د داسې روشنفکرانو له ډلې څخه یو وايی« !» اریايی بريښناپاڼه

څو ورځې وړاندې د فبرورۍ په دوهمه، د عبدالرشید دوستم له نوم سره اړوند د جرمونو نړیوالې محکمې افغانستان کې د جنګي جنایتونو په تړاو سپارل شوي اسناد تر ارزونې لاندې نیولي.

تمه ده، هغه کسانو چې د افغانانو ویني بهولي نه یوازې د هاګ په نړیواله محکمه کې عدالت ته ودریږي، بلکې په کور دننه هم تر پوښتنې او ګرویګنې لاندې ونېول شی او مجازات شي.

د جرمونو د نړیوالې محکمې او بلخوا د افغانانو د قهر اوغوسي په مهال؛ د عطانور، دوستم او نورو جنګي مجرمینو په تړاو، سړي ته د ګېدړې او بزګر قصه وریادیږی.

وايي چې یو ګېدړ د بزګر د جوارو په پټي روږدی شوی وو. هره ورځ به چې بزګر د جوارو پټی ته ورغی، ګېدړ به يي جوار خوړلي وو. بله ورځ يي ګېدړ ته تلک کېښود او ګېدړ په تلک کې بند شو. په تلک کې کې ښکېل شوي ګېدړ چغې او کوکارې پیل کړې، چې نور ګېدړان يي مرستې ته ورشي. کله چې نور ګېدړان وررسیږي، بند شوي ګېدړ ورته فریادونه کوي چې لاسونه او پښې مې ډېر درد کوي او زښت په تکلیف یم.

خو نور ګېدړان ورته وايی چې موږ هیڅ مرسته نه شو کولای، درد او تکلیف خو به ته هغه مهال وګوري چې د جوارو خاوند خبر شي او تاپسې د سپو او کوتکو سره یوځای راشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply