اسلامي هېواد/ زبیر افغان

0 844

له ډېری هغو ډلو، ګوندونو او اشخاصو چي د اسلامي نظام د احیاء لپاره مبارزه کوي اورم چي د اسلامي نظام په شتون کي به د اسلامي هیواد سرحدونه یوازي له کافرانو سره وي، د مسلمانانو تر منځ سرحد د اسلام له مخې نه سته. دوی وايي، سرحد جلاوالی راولي او مسلمه امت بیل نه بلکي یو امت دی او د دوی په اند هر څه یا ډېر څه يې سره مشترک دي، نو بېلوالي ته اړتیا نه سته او د اسلامي لارښوونو خلاف هم دی.

دا څو ورځې مخکي مي پر طلوع ټلویزون د حزب اسلامي افغانستان د مشر ګلبدین حکمتیار مرکه اورېده. جناب حکمتیار صاحب هم په خپله مرکه کي دا لوړه خبره تکرار کړه. د ده په ټکو چي زه اصولا او اعتقادا د ټولو اسلامي ممالکو تر منځ د مرزونو قایل نه یم.

حکمتیار صاحب دوه ټکي یاد کړي: لومړی اصول او دویم اعتقاد. اصولو باندي نه پوهېږم چي د جناب حکمتیار صاحب به څه ترې هدف وي. د اسلام اساسات يې موخه وه؟ د خلافت یا اسلامي نظام لپاره جوړ سوي اصول يې هدف وو، که به جناب حکمتیار صاحب خپل اصول لري لکه د حدیثو په اړه چي يې نوي اصول او تګلاره ټاکلې ده.

خو د اعتقاد له ټکي موږ پوهېږو چي خبره دیني او شرعي لور ته بیايي. مانا هم اصول دا نه ایجابوي او هم يې شریعت اجازه نه راکوي چي د مسلمانو هیوادونو تر منځ دي سرحدونه ومنم.

دلته د اعتقاد او ایمان له مخې ګورو چي ایا رښتیا هم شریعت یوازي داسي اسلامي هیواد غواړي چي سرحدونه يې صرف له نامسلمانو سره وي او نور ټول مسلمان اقوام پکي را ټول وي!؟

راځئ لېږ را سره تم سئ او دا لیکنه تر پایه ولولئ چي ایا اعتقادا په شریعت کي داسي څه سته؟ ایا دا رسول الله کړي؟ قران کریم يې امر کړی؟ او بالاخره په واقعي ژوند کي داسي ممکنه هم ده؟ دلته به له شریعته بیا تر تاریخه ځغلنده نظر وکړو چي د دې یادو خبرو په اړه ځانونه پوه کړو.

لومړی د اسلامي شریعت تر ټولو له باوري متن قران کریم څخه پيل کوو. قران کریم په دې اړه وايي؛

وَإِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ إِلَّا عَلَى قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ مِيثَاقٌ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ (الانفال: ۷۲)

ژباړه: او که له تاسې د دین په اړه مرسته وغوښتل سوه، نو مرسته يې وکړئ مګر هغه قوم چي ستاسو او د هغوی تر منځ تړون وي او الله ستاسو د اعمالو لیدونکی دی.

د (کم) درې واړه ضمایر مسلمانانو ته راجع دي. له (الدین) څخه اسلامي دين مراد دی، ځکه نو الله د هغه په خاطر مسلمانانو باندي د خپلو ديني وروڼو مرسته فرض کړې هم ده. په (استنصروکم) کي سین او تاء د طلب لپاره دي. مانا که له تاسو ديني وروڼو د مرستې غوښتنه د همدې دين په اړه وکړه، نو پر تاسې يې کومک لازمي دی اما یو هغه قوم استثنا دی چي تاسو تړون ور سره لرئ.

له یوه قوم سره د ځينو مسلمانانو تړون او د نورو دوښمني په هغه صورت کي امکان لري چي د دې دوو یا زیاتو ډلو رهبري د مختلفو کسانو په لاس کي وي د واک ساحې يې هم سره بېلي وي، ځکه یوه رهبري داسي نه سي کولای چي هم دې تړون ور سره لري او هم دي په عيني دې حال کي جنګ ور سره مخته وړي. په یوه جغرافیه کي مختلفې رهبرۍ اسلام غندلې دي. رسول الله ویلي دي چي که مسلمانان پر یوه امیر راغونډ وي او بل کس د امارت دعوه وکړي د مسلمانانو اجماع څېرل غواړي نو سر يې قلم کړئ. (مسلم، کتاب الاماره، باب اذا بویع لخلیفتین: ۱۸۵۳) له دې مالومېږي چي دوه مختلف سیاستونه د یوه قوم په اړه  نه د یوې رهبرۍ کېدای سي او نه له یوې جغرافيې دا کار امکان لري. له دې ثابته سوه چي مسلمانان له دې سره چي یو دین لري، یو امت دي او ديني وروڼه قران بللي دي، اما له دې سره کولای سي چي یوه ډله مسلمانان دي له یوه نامسلمان قوم سره تړون ولري او په عين حال کي دي بله ډله مسلمانان له همدې نامسلمان قوم سره د دین له امله په جنګ اخته وي.

دلته له قران کریم څخه ثابته سوه چي د یوه دین در لودونکی امت هم د سیاست، جغرافيې، اړیکو، ګټو، اقتصاد او… له مخې له یو بل څخه بیلېدای سي.

په نبوي سنتو کي هم عینا دا تګلاره واضحه سوې ده. د قران کریم همدې هدایت ته په کتو رسول الله کله هم څوک مجبور نه کړل چي د ده د واک په ساحه کي ژوند وکړي یا د خپل واک ساحه د ده د واک له سیمې جلا نه کړي. یو مثال يې د هغه وخت د حبشې پاچا نجاشي (اصمحه) دی. پر مسلمانانو چي په مکه کي د ژوند کړۍ تنګه سوه نو د رسول الله په اجازه يې له مکې د وتلو پرېکړه وکړه. د مسلمانانو دا لومړني مهاجرینو د اصمحه تر واک لاندي حبشې ته ولاړل.

اصمحه همالته په حبشه کي مسلمان سو او د رسول الله د یوې میرمنې ولور يې هم ادا کړی دی. له ده سره مسلمان مهاجرین تر هغو پاته سول چي په مدینه کي رسول الله د خیبر غزا ته راوتلی و. د خبیر د غزا مهال له حبشې مهاجر راغلو چي د رسول الله تره جعفر هم پکې و. رسول الله ویل، زه نه پوهېږم د خیبر په فتحه خوشاله يم که د جعفر په راتلو؟ (بخاري، کتاب المغازي، باب غزوه خیبر: ۴۲۳۰)

زموږ په تېر تاریخ کي له یو څو کلو پرته چي مسلمانان ډېر کم وو، د مسلمانانو د واک ساحه زیاتره پر عربي ټاپووزمه وه، موږ داسي هیواد در لود چي پولې يې یوازي له نامسلمانو سره مالومې وې، خو د څلورم خلیفه له وخته چي مسلمانان سره وویشل سول بیا تر ننه همداسي ويشلي پاته دي او ورځ تر بلې یې تر خپل منځ د سرحدونو ډېروالی مخ پر زیاتېدو دی. د دې یو لامل دا هم دی چي پخوا انسانانو ديني هویت خوښاوه. مختلف قومونه، د جلا فرهنګونو لرونکي اقوام، په بېلو بېلو سیمو کي پرتې قبیلې په د همدې یوه دین له امله سره متفق وو، مسلمان، یهودي، عیسوي، هندو، مجوسي او… به يې هویت او دا په ټوله شا و خوا سیمه کي عمومي کلتور و چي تر ملي او قومي هویتونو خلګو ته همدا ديني هویت ښه برېښېده. له همدې امله هغه مهال دا د یوه هیواد، یوه نظام او یوه امیر خبره سمه مالومېده. دا چي شرعي متن هغوی له خپلو حالاتو سره سم تعبیر کړی وو، نن بیا اړتیا ده چي انساني اړتیاوو ته په پام نننی فرهنګ په نظر کي ونیول سي.

څلورم خلیفه په حجاز کي خلافت در لود او امیر معاویه په شام کي، تر علي رض وروسته حسن همدا واک په لاس کي واخیست او وورسته امیر معاویه ته تسلیم سو. د معاویه رض تر مرګ وروسته بیا خلافت دوه ځایه سو، یو لور ته یزید او بل ته حسین بن علي رض.

د یزید تر مرګ وروسته يې زوی معاویه له امارته انکار وکړ او بیا عبد الله بن زبیر په حجاز کي خلافت اعلان کړ او مختار په عراق کي د خلافت لپاره هڅې شروع کړې، خو ورسره جوخت مروان هم شام ته ولاړ او د هغوی مخالفت ته يې ملا وتړله. اخېر د شام امارت د ابن زبیر او مختار پر خلافتونو غالب سو او د څو کلونو په مخه بیا مسلمانانو تر یوه امارت لاندي ژوند کاوه، ډېر ژر بیا د بېلوالي نښې را ښکاره سوې. سلیمان بن عبد الملک د خپل ورور ولید د وخت زیاتره مشران مړه کړل او ډېر نور يې بندیان یا له واکه ګوښه کړل. په دې توګه یو ځل بیا د اموي امارت خلاف د مخالفت څپه تېزه سوه او د خراسان سیمې يې ترې لاندې کړې چی د مروان الحمار په وخت کي يې د اموي خلافت وروستۍ نښه هم له منځه یووړه او عباسیان واک ته ورسېدل.

د عباسیانو په دوره کي عبد الرحمان نومی کس له هغوی جلا سو او سوونه کاله يې خپل بېل امارت یا خلافت په هسپانیه کي جوړ کړی و. د عباسیانو په دوره کي وورسته بیا فاطميان هم را پيدا سول او د بېل خلافت بنسټ يې کښېښود. دا مهال چي د مسلمانانو د واک ساحه زیاته پراخه وه، د لېري سیمو امیرانو زیاتره چارې په خپله خوښه مخ ته وړې او خلیفه یا امیر هسي سيمبولیک حیثیت درلود. یوه ښه بېلګه يې د خراسان پر سیمه د محمود غزنوي خپل‌سری حکومت و چي د خلافت امر ته يې غاړه نه ښووه. حتا کله چي به يې اړیکې ورسره خرابې سوې نو د پيلانو په وسیله يې د خلافت د نړولو ګواښونه هم کول.

کله چي پر مسلمانانو د صلیبیانو او بیا چنګیزیانو له لوري لوی یرغلونه کېدل؛ نو خلافت یوازي په نوم پاته وو او هر ځای د واک محدودې جغرافيې مالومې وې. د هسپانيې پر ګدۍ څو نااهل ناست وو او په ډېرو کمو وسایلو او کسانو يې پر نوره نړۍ د خلافت خوبونه لیدل. په بغداد کي ناست بې‌وسه خلیفه چي خپله مسلمانانو يې خلافت نه مانه، ده هم پر ټوله نړۍ د اسلام خپرولو او اسلامي نظام نافذولو تشې خبرې کولې او د چنګېز لور ته خپل‌سري پاچا خوارزم هم په خپله شنه بې‌عقلي نه یوازي ځان د اسلامي دنیا د خلافت مستحق باله، بلکي د نامسلمانو د ځمکو د لاندي کولو شوق يې هم کاوه.

کله چي هسپانیه صلیبیانو تر ستوني تېروله، زموږ اسلامي خلیفه همداسي رډبډ ورته کتل. خلافت او د ټول مسلمان شموله هیواد تشو له حقیقته لېري ادعاوو د هغوی هيڅ دوا نه کړل او د هغه وخت خوني ښامار همداسي ژوندي تر ستوني تېر کړل. تر هسپانيې وروسته دې اژدها شام او فلسطین ته سر را ښکاره کړ. دلته يې ځايي امیران په وړاندي جنګېدل او د اسلام خادم په بغداد کي خپلې عیاشۍ کولې. هېره دې نه وي چي هر خلیفه ته  قریشیت لازمي وي او (الائمة من القریش» حدیث به په هر مجلس کي ویل کېده، ځکه دوی په همدې شریعت کارونه واک غصب کړی و، همدې دین‌کارو موږ تر اوسه غولولي یو چي یو امت او یو لوی هیواد  مسلمانانو ستونزې حلولای سي. نه ځمکني حقایق په نظر کي نیسي او نه تېر تاریخ ته ګوري. ډېره بده لادا چي د خپلو شخصي ګټو په خاطر دین او شریعت، خدای او رسول، قران او سنت لا هم بدناموي.

له خوارزم سره د چنګیز اخته کېدا او بیا د هغه د پاچاهي تر نیولو وورسته بغداد ته د هلاکو خان ورتګ، د بغداد ورانونې او د مسلمانانو قتل عام بیا هم مسلمانان را ويښ نه کړل او همداسي يې تشې خیالي ادعاوي کولې. هر مسلمان چي په به غم کي را ګیر سو نو بل ته به يې د هغه د مرستې توصیه کوله چي له ده سره کومک وکړي، مسلمانان ټول سره یو جسد دي او ټوله ځمکه د هر مسلمان ده، مګر دا خبره به د یوه چارواکي او امیر د خپلو عیاشیو په وخت کي په یاد نه وه. مصر د مسلمانانو په واک کي و، خو همدا مهال د بغداد مسلمانانو د هلاکو خان له لاسه په وینو کي رغړي.

هلاکو نه یوازي بغداد ختم کړ، بلکي د مصر لور ته هم ور وړاندي سو چي د سلطان قطز له لوري يې سخته ماته وخوړه او وروسته سلطان بېبرس نور هم خپل سرحدونه مضبوط کړل او صلیبیان او چنګیزیان يې دواړه وځغلول.

عینا لوړ ټول کارونه عثمانیانو د خپل عروج پر مهال وکړل او د زوال مهال ټولو مسلمانو هیوادونو هم هغه څه ورسره وکړل چي له تېرو خلافتونو او عیاشو امیرانو سره يې کړي وو. همداسي يې یوازي د نړۍ مقابلې ته ایله کړ. خلافت په ډيموکراټه ترکیه بدل سو او دا دی تر ننه يې موږ وینو چي خلګ يې ارام ژوند لري او په اسلامي هیوادونو کي یو قوي هیواد بلل کېږي. نن چي په ترکیه کي بیا د خلافت خیالونه زیات سوي دي، موږ يې وینو چي له ګاونډو مسلمانو هیوادونو او قومونو سره په لانجه اخته دي او یوه امنه ترکیه په بې‌امنه خلافت اړول غواړي. دا یوازي ځغلنده کتنه وه. که نه د زیاتو حقایقو لپاره د ابن خلدون تاریخ ته سر ور ښکاره کړئ چي د مسلمانانو په تاریخ کي د لکونو مسلمانانو وینې څنګه خپله مسلمانانو تویې کړې دي؟ د بغاوتونو په لاملونو کي یو ستر لامل همدا و چي د هر ځای خلګو پر خپله سیمه خپل واک غوښت، د اسلامي نظام او خلافت په نامه يې د نورو واک په داسي حال کي نه سوای زغملای چي واک به ټول د شرعي متونو په مرسته یوې خاصې کړۍ انحصار کړی و.

نن باید مسلمانان ځمکني حقایق له پامه و نه غورزوي. تېر تاریخ ته به یوازي د یوه لارښوو په سترګه ګورو. څوک چي حقیقتونه نه درک کوي، د خلګو د اړتیاو په پام کي نیولو پر ځای خیالي خلافتونه جوړوي، نو د مسلمانانو تیر تاریخ به ورسره تکرارېږي. د هر قوم او په یوه خاصه جغرافیه کي د اوسېدونکيو له نورو بیل لومړیتوبونه او ضرورتونه وي. هره زمانه خپلې غوښتنې لري. د عروج او زوال هم خپلې تقاضاوي وي. امکانات، وسایل او هدف ته رسېدا هم انسان باید حتما په پام کي وساتي.

ننني شرایط د خلافتوالو له غوښتنو سره جوړ نه دي. دوی خو مخکي لا د خلافت لپاره ځيني شرایط تراشلي دي. نن د امیر یا خلیفه لپاره قریشیت لازمي نه دی. عربوالی هم اړین نه دی. د عربو پر ځمکه هم ضرور نه دی. نن د مسلمانانو څه د پاسه څو پنځوس هیوادونه دي. د هر یوه رهبري، سیاست، لومړیتونه، غوښتنې او … سره جلا دي. حتا ځيني اسلامي هیوادونه له خپلو مسلمانو هیوادونو سره لاس و ګرېوان دي. په داسي شرایطو کي څنګه ممکنه ده چي د مسلمانانو تر منځ دا شته سرحدونه دي ټول له منځه یووړل سي او ټول امت دي تر یوه رهبري لاندي را غونډ کړل سي؟ په مسلمانانو کي دومره تفرقې او ډلې پيدا سوې دي چي تر یوه چتر لاندي يې را ټولول هيڅ امکان نه لري. یوه ډله بله کافره بولي. پر ضد يې جهاد واجب ګڼي. دا یوازي د سنیانو تر منځ نه دي، نه یوازي د شيعه تر منځ دي، بلکي یوازي د سلفیانو تر منځ دومره اختلاف دی چي حتا د یوه وژل او مرګ ورته روا ښکاري.

په دغسي یوه صورت کي چي نه ګټې، نه سیاست، نه د زمانې غوښتنې، نه جغرافيي موقعیتونه، نه اقتصاد، نه بې‌انډوله نظامي ځواک او نه هغه اسلامي تعبیر چي خلافتوال يې له امله د ټولي اسلامي نړۍ یووالی غواړي، دا تقاضا کوي چي دا نن شته پولې دې ختمې سي او ټوله اسلامي دنیا دې یو لوی اسلامي هیواد وګرځي. له اسلامه نن نه لس تعبیره دي او نه سل، هره یوه مسلمانه ډله د بلې له لوري کافره ده؛ نو په یوه رهبري او یوه خاصه جغرافیه کي يې را یو ځای کول امکان نه لري. خلافتیان دي هسي زموږ د هیواد پولې د نورو د ګټو لپاره نه ورانوي او نه دي د بل پولې په موږ خرابوي. موږ خپل لوی افغانستان غواړو، نور مو نه د بل له ملک سره کار سته او نه دي بل د اسلام او دین په نوم پر موږ تیری کوي.

نه د پنجاب د ګټو لپاره د خپلې خاورې د استعمال اجازه چا ته ورکوو او نه د عربو د خیالي خلافتونو لپاره زموږ ځمکه او وګړي دومره ارزانه دي چي لا به هم وژل کېږو. عرب دي خپل عربي خلافت په خپله خاوره کي حاکم کړي او پنجاب دي نور د پاکستان د ژغورنې لپاره موږ د اسلامي نظام، اسلامي امیر او شرعي تعبیر په نوم نه خطاباسي. که يې همدا هدف وي لومړی دي په خپل هیواد کي دا هر څه تر سره کړي، هیرامنډيي رنډۍخانې دې بندې کړي او له هغو څخه په اخیستونکي ټيکس دي د مسجد جوړول، د قراني زدکړو لپاره مدرسې وادنول او په افغانستان و کشمیر کي جګړه‌‌مارو ته پريمانه د پیسو بنډلونه ور کول، بس کړي.

زموږ په خپل هیواد کي د اسلامي نظام ټولو غوښتونکو نور خپل امتحان ورکړی. ملا، طالب، جهادي، توپکي،  ديني روشنفکره، سني، شیعه، سلفي، پنجپیري او بل هر خلافتوال و امارتوال. نور دا تشې خیالي ادعاوي باید بس کړي. که څوک د خپل هیواد د جوړولو اراده لري نو تر نورو نومونو لاندي هم دا کار کولای سي. نه دي دین کاروي او نه دي سیاست دین ته ور ګډوي. افغان ملت په خپل تاریخ کي دومره بدې خاطرې له هیچا نه لري لکه له دې خلافتوالو چي يې لري. دلته نه یوازي دا چي وطن وارن سو، ملت سختې ستونزې ولیدې، افغانان ټولي نړۍ ته بدنام سول، د سیمې او نړۍ استخباراتي لاسونه مو خپل هیواد ته را اوږده کړل، له دې ټولو بدیو سره مو دین او شریعت هم بدنام کړل. دا هر څه مو د دین د خدمت په خاطر شروع کړي وو، خو اخېر دین ته تر ټولو ډېر زیان هم دې خلافتوالو ورساوه. د نورو هیوادو خلافتوال دومره احمق هم نه دي چي د خپل هیواد سرحدونه د بل د ګټو لپاره وران کړي. نه پوهېږم زموږ په خلافتوالو څه ټکه را لوېدلې چي هر وخت يې ملي ګټې د بل تر ګټې قربان کړې او بیا يې دې هر څه ته د شریعت د غوښتنې نوم ور کړی!؟

۲۰۱۸/ ۲/ ۵

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply