پښتانه او بلوچان د پنجابيانو په لومو کې / عبدالرحيم مسلم دوست

0 1,378

له يوې اوونۍ راپه دې خوا د پښتني قبايلو مظاهره په اسلام آباد کې روانه ده چې په کراچۍ کې د يو پوليس افسر له خوا د نقيب الله مسید (مسعود) د بې ګناه وژنې له کبله پيل شوې وه او اوس د پښتنو د ورکو بنديانو تر پوښتنې او نورو غوښتنو پورې غځېدلې ده.

پوښتنې دا دي چې آيا د پښتنو حقوق په همدغو څو غوښتنو پورې محدودې دي؟ د پښتنو حقوق چا غصب کړي دي؟ له کومه وخته غصب شوي دي؟ ولې غصب شوي دي او څرنګه يې لاس ته راوړی شي؟

افغانان او په ځانګړې توګه پښتانه هغه وخت آزاد، خپلواک او سرلوړي وو چې د ميرويس نيکه، سلطان محمود غزنوي، احمدشاه ابدالي….. غوندې ننګيالي او نوميالي سرکښان يې حاکمان وو او له مشهده تر ډيلي يې حکومتونه کول.

د افغانانو او پښتنو حقوق تر ټولو مخکې انګرېزانو هغه وخت غصب کړل چې له هند او افغانستان نه يې دوه ټوټې ځمکه رابېله او د پاکستان په نامه يې ياده کړه.

انګرېزانو ته د پښتنو سرکشي، چاته سر نه ټيټول او ناپوهي معلومه وه او د همدې پښتنو له لاسه يې ماتې خوړلې وه، نو ځکه يې د پاکستان واک هغو پنجابيانو ته په لاس کې ورکړ چې د خپلو انګرېز بادارانو هر امر او غلامي مني ، په هر قالب کې ځايېږي او په هيڅ هم نه شرمېږي. افغانان او پښتانه د ديندارۍ او پاکزړۍ له کبله ډېر ځله په ډېره ناوړه توګه استعمال شوي دي.

له دين سره پوخ تړاو او بې کچې مينه يې انګرېزانو ته څرګنده وه، نو له همدې کبله يې د دين په نوم څو څو ځله راپارولي او استعمال کړي دي. په پاکستان کې تعليم، ترقي، پوځي لوړ پوړي افسران، حکومت،د کوري ډور غوندې لويې لويې پروژې او سرکونه، کارخانې او هرڅه د پنجاب دي؛ خو د کشمير په سياسي جنګ کې پښتانه او بلوچان جنګوي او بيا د جنګ په ورځو کې باد هم ورلاندې کوي چې دا داسې غيرتي قوم دی او داسې ننګيالی دی او داسې توريالی دی……(واذا تکون کريهة ادعی لها===واذا يحاس الحيس يدعی جندب).

پاکستان انګرېزانو د دين په نامه جوړ کړ؛ خو قانون يې انګرېزي، رسمي ژبه يې انګرېزي او فرهنګ يې انګرېزي دی. وګړي يې مسلمانان دي؛ خو د يو حکومت او دولت په حيث يې له دين سره هيڅ ډول اړيکې نشته بلکې پاکستان تل د اسلام په خلاف استعمال شوی دی. دا به ډېره لويه غلطي او سادګي وی چې څوک ووايي: پاکستان آزاد دی. پاکستان اوس هم د انګرېزانو مستعمره ده، اوس هم د انګلستان (برطانيې) په اوامرو چلېږي، اوس يې هم متقاعدو پوځيانو ته برطانيه د تقاعد تنخاګانې رالېږي…… په دې وروستيو کې چې کله پاکستان په تورخم کې دروازه جوړه کړه، نو د پاکستان د بيرغ په خواکې ورسره د برطانيې (انګرېزانو) بيرغ هم پورته او نصب شو؛ د دې بې له دې بله کومه معنی کېدای شي چې پاکستان اوس هم د انګرېزانو مستعمره ده؟

پنجابي چارواکو چې کله د ډيوړنډ په انګرېزي کرښې د اغزنو تارونو لګول پيل کړل؛ د برطانيې انګرېزي افسران راغلل او له خپلو پنجابي غلامانو سره يې معاينه ترسره کړه، ددې څه معنی ده؟.

د پښتنو مشر عبدالغفار خان اګر چې پښتانه د تورې له استعمال نه راوګرځول او د عدم تشدد ناکامه مبارزه يې وکړه او ډېر زندانونه او کړاوونه يې وګالل؛ خو هغه ننګيالی شخص و چې د (لراوبر يو افغان) نعره يې پورته کړه، د پاکستان د جوړېدو خلاف و، تر آخره يې پاکستان نه مانه او دا وصيت يې وکړ چې ما د غلامانو په دې ځمکه مه خښوئ او په افغانستان کې مې خښ کړئ. افسوس چې نا اهله وارثانو يې په فکر، مبارزې، هڅو او تاريخ د بطلان کرښه راښکله، د هغه شعارونه او نعرې يې پرېښودې او په بشپړه توګه پنجابيانو ته تسليم شول. اوس د عبدالغفارخان وارثان يواځې د پښتنو په نامه ناوړه سياست کوي او بس.

د افغانانو د کړاوونو، ستونزو او بربادۍ پيلامه خو له هغې ورځې نه لا په زياتې چټکۍ او ژورتيا پيل شوه چې په افغانستان کې د داود او په پاکستان کې د ذوالفقار علي بوټو حکومتونه وو او د اسلامي پاڅون غړي پاکستان ته لاړل، هلته يې د نصيرالله بابر په توسط له حکومت او پوځ سره پخې اړيکې جوړې شوې، ځوانان به له غرنيو لارو پاکستان ته اووښتل، هلته به له لږ وخت تمرين او روزنې وروسته له ټوپکو او بارودو سره افغانستان ته راستنېدل او جنګېدل. بيا د روسانو له يرغله خو پاکستان دومره ګټه پورته کړه چې د ټولې نړۍ جېبونه يې ووهل. زمونږ د نا اهله رهبرانو دا حال و چې تر سټڼګر راکټونو پورې وسلې او پيسې يې د پاکستان په لاسونو له امريکا نه اخيستې، په غاړه به يې امريکنی جمپر و، په خېټه کې به يې د امريکا ډوډۍ وه… خو د پاکستان جنرالانو او کرنيلانو به ورته ويل چې تاسو مجاهدين ياست، تاسو مسلمانان ياست…. له کافرانو سره خبرې او مذاکرات مه کوئ…. ستاسو په ځای به مونږ ورسره خبرې کوو. د افغانانو خپل غږ نه و او نمايندګي به يې پنجابي چارواکو کوله!!!. حال دا چې دا په کوم اسلام کې دي چې له کافرانو سره خبرې او مذاکرات ناروا دي؟. کافرانو ته له خپل اسلامي دريځ نه مه تېرېږه، خبرې او مذاکرات هم له اسلامي هداياتو سره سم وکړه. له همدې کبله د جنرال حميدګل،جنرال اسلم بېګ، پروېز مشرف او نورو اعترافونه مخې ته راغلل چې مونږ په افغانستان کې مجاهدين او طالبان استعمالوو!!!.

په دې کې هيڅ شک نشته چې د افغانستان جهاد په سپېڅلې عقېدې پيل شو او د شوروي اتحاد د ړنګېدو او نورو وياړونو لامل شو؛ خو مطلوبې پايلې يې ځکه لاس ته رانغلې چې په دا جهاد د پنجابيانو په ناولو لاسونو کې ولوبېد او د اسلام جهاد د کفر د ګټو لپاره استعمال شو!!!. دا خبره د لمر په څېر څرګنده ده او که څوک ترې انکار کوي، نو لمر به په دوه ګوتو پټوي. عجيبه خبره ده چې جنرال اسلم بېګ او جنرال حميد ګل اعتراف کوي چې مونږ ته بېنظير بوټو ويلي وو چې جلال آباد فتحه کړئ او کابل وسوځوئ. که دا جهاد يواځې د مخلصو مجاهدينو په لاس کې وای، نو د بېنظير بوټو غوندې د سيکولرې ښځې پکې څه کار و؟!.

د اسلام آباد جنرالان او کرنيلان مونږ ته په افغانستان کې اسلام غواړي او په پاکستان کې انګرېزي قانون!!!. او بيا يې ددې لپاره د ملا فضل الرحمن ډېزلي، حافظ سعيد، ملا سميع الحق، سراج الحق…. غوندې ملانما ګان ساتلي دي او اسلام نما تنظيمونه يې ورته جوړ کړي دي چې ناروا فتوې ورکوي، په اسلامي نصوصو کې څرګند تحريفونه کوي….. چې په انګرېزي پاکستان کې جهاد ناروا او په افغانستان کې فرض دی!!! او تل د پنجاب ګټو ته د اسلام جامه وراغوندي، د (زخرف القول غرورا) په لباده کې يې وړاندې کوي او ساده ګان مسلمانان پرې غولوي. د قيامت په ورځ به د دې ملايانو حشر له بلعام باعور سره کېږي او په جهنم کې به له جنرال ضياؤالحق، جنرال اختر عبدالرحمن، جنرال حميدګل، عمران خان،نوازشريف او نورو مجرمانو سره يو ځای وي او دا د قرآن او حديثو په رڼا کې وايم. خبره اوږده شوه د قبايلو او پښتنو مسائل او ستونزې په دې نه حلېږي چې په سلا آباد کې مظاهرې وکړي. مظاهرې د ضمير په خاوندانو اغېز کوي او پنجابي چارواکي د احساس والا ضمير نه لري. د پښتنو، بلوچو افغانانو په لسګونو زره بنديان د (آی ايس آی) په پټو زندانونو کې ورک دي او د هيڅ قانون لاندې نه دي. له هندوستان نه يې چې سترګه سوزي، نو بندي ته يې د هغه د کور کسان ورپرېښودل او لا دايې هم وويل چې دا مونږ د انساني همدردۍ په بنسټ وکړل!!!.

خو دا په زرونو افغانان او بيا په ځانګړې توګه پښتانه او بلوچان ورته انسانان نه ښکاري چې په کلونوکلونو په تورو زندانونو کې ورک دي!. زه او زما ورور د (آی ايس آی) مجرمانو د نورو سوونو افغانانو په څېر په امريکايانو وپلورلو او کله چې مونږ را ازاد شو او د (ماتې زولنې) په نامه کتاب مو وليکه نو ما ددې کتاب په جرم بيا دوه نيم کاله د (آی ايس آی) د تورو تمبو شاته تېر کړل؛ خو کله چې په تبادلې کې را آزادشوم؛ له هغه وروسته د (آی ايس آی) مجرمانو زما دوه زامن (عبدالاحد او عبدالوهاب) په 22/5/2013 م کې نيولي دي او تر اوسه د (آی ايس آی) په تورو زندانونو کې ورک دي. د پنجاب مجرمان داسې ګڼي چې ګنې مونږ به افغانان او بيا پښتانه او بلوچان رانيسو، بنديانوو به يې، وژنو به يې، خرڅوو به يې، حقوق به يې خورو……

خو دوی به هيڅ نه وايي او مونږ ته به پوره غاړه ږدي!!!. او دا ځکه ګڼي چې زمونږ نا اهلو رهبرانو همداسې روږدي کړي دي. خو داسې هيڅکله نه شي کېدای. که د پنجاب مجرمان خپله دا کرغېړنه پاليسي بدله نه کړي او د هرچا حقوق ونه پېژني او ونه مني؛ دوی به هم ددې وخيم عواقب هرو مرو ويني.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply