له خپل استاد سره کوم ډول چلند باید وشي، تر څو ښه زده کړه ځنې وکړای شئ؟ /سرور ستانکزی

0 1,273

استاد څخه د ښې زده کړې لپاره ډېره اړینه ده چی هغه سره ښه اړیکه ولرئ، د ښې اړیکې درلودلو لپاره تاسو باید څو شیان عملي کړئ نن دا شیان تاسو ته په سلسله وار ډول تشریح کوم، پدې هیله چی د ګټې وړ مو وګرځي:
اول. نظم باید په دوامدار ډول وساتئ؛ زه کله چی اتم صنف کې وم، یوه ورځ مې استاد څخه پوښتنه وکړه چی ستا کوم ډول شاګرد ډېر خوښ دی؟ هغه ځواب کې وویل؛ هغه شاګرد چی نظم ولري، معنیٰ زما د تشریح پر وخت کې غوږ ونیسي، پر بعضو څیزونو کې زما د امر تابع وي، شاګرد هغه وخت پوښتنه وکړي چی زه د پوښتنو وخت ورکړم. هو زه د خپل استاد دا خبرې تائیدوم، دا هغه څیزونه دي چی د استاد د خوښۍ سبب ګرځي او کله چی استاد خوښ وي، هغه لا ډېر کوښښ کوي تر څو خپلې ډېرې تجربې له شاګردانو سره شریکې کړي.
دوهم. ما د مکتب پر دوره کې ډېر شاګردان لیدلي؛ کله چی استاد د کوم سوال په ځواب کې عاجز راغلی، له هغه څخه وروسته شاګردانو د استاد د ناپوهۍ په هکله منفي تبصیرې کړي او داسی ویل شوي چی زمونږ استاد پر هیڅ خبر ندی، خو دا مو هیر دي چی د نړۍ پر مخ هیڅ بنده له علم پوره ندی، هر څوک نیمګرتیاوې لري، معنیٰ کله چی تاسو استاد څخه پوښتنه کوئ، لُمړی باید د پوښتنې د مطرح کولو مثبته طریقه زده کړئ، بل دا چی له استاد څخه د هرې پوښتنې د ځواب سل فیصده توقع پر خپل وخت هم مه کوئ.
دریم. تاسو هڅه وکړئ چی استاد مو بعضې وخت وهڅوئ، هغه ته ووایئ چی استاده نن مو تشریح ډېره ښه وه، مونږ ډېر څه درڅخه زده کړل، د تشریح ډول مو ښه وه او داسې نور …. دا خبرې استاد سره مثبته انګیزه پیدا کوي، استاد لا نور هڅوي تر څو د درسونو په ښه تشریح او د استاذۍ په نورو څیزونو کې مثبت تغیرات راولي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply