افغانانو ته خواست کوم بيرته خپل وطن ته لاړ شئ/خواجه آصف

0 888

 :
افغانانو ته خواست کوم بيرته خپل وطن ته لاړ شئ
پاکستان کې افغان کډوال د سيمې امنيت ته ګواښ دی.
زموږ عزت خپل وطن ((خپلې مور)) ته په بيرته راګرځېدو ((راتلو)) کې دی

خپل کمونيست وکمونېسته يې شهيدان، خو زموږ کمونيستان خو لا څه ان چې طالبانو وداعشيانو يو بل له اسلامه بهر، سرومال وناموس يې د دوی ځانته روا وبلل

د ميرزا اسلم بيګ خبره :
بېنظيرې موږ ته وويل چې جلال اباد ونيسئ او کابل وسېځئ!
بې ضميره وبېوجدانه کرزی به پينځه وخته ورخلاص وو. بېنظيره يې مسلمانه خور او لوفر څښتن زرداري يې مسلمان ورور وو. طالبان يې هم مرور وروڼه ول. له سليم ساپي سره په مرکه کې هم د پاکستان لپاره امريکا ته په غېږه ورته، خو هماغه مشرف بيا دلته په برتانيا کې له ګارډين سره په مرکه کې په زغرده ويلي وو چې ما طالبان د کرزي د حکومت د کمزوري کولو او خپلې نيابتي ((تپل)) شوې جګړې لپاره بيرته رامينځته او پر پښو ودرول، نن دی وايی چې ((امريکا وپاکستان په افغانستان کې په جنګ کې خپلې ګټې لټوي))، خو دا هم بايد هېره نه کړي. داسې ويل کيږي يوه ورځ چې دی چا – چا ته ورپېژندلو، نو ورته يې ويلي وو چې ((دی فلانی دی او د فلاني خان زوی دی)). د غيرمسلمو د ماليه پيسو tax money ته هم دومره سپک نظره وو، ان تر دې ويل کيږي يوه ورځ د يو چا د وررو په ۵۲ ميليونه ډالري معامله کې عربو ته په غېږه ورغلی وو او هلته يې هم په هغه ناروا کې هم خپله برخه واخېسته، نو دی څنګه ځانته ملي شخص وايی؟ پوښتنه خو يې ترې ونه کړه، بلکې ملا يې وروتړله.

که له يو لورې زموږ د هغه وخت تېروتلي کمونيستان د لينن د سرو کتابونو په تشو وعدو تېر وتلي وو چې موږ به ځانته داسې خيالي نړۍ جوړوو، نو له بل لورې بيا زموږ اسلامپال، ستميان وماويستان هم د چين وامريکا د شنو کتابګوټو په تشو خيالي وعدو ځانته جنت ګټه، نو نن پايله دا شوه چې ځانمرګي او وينه تويونه په پاکستان کې ناروا، خو په افغانستان کې روا ده. قرآن پاک اسلامي لارښود د ټولې نړۍ ((اسلامي – غيراسلامي نړۍ)) لپاره دی، خو داسې برېښي چې د پاکستان لپاره لکه چې بل اسلامي لارښود راغلی دی، کنه مجال د دې خبرې نشته. اسلامي اوامر ((احکام)) او نواهي ((منکرات وحرام)) د ټولو لپاره يو شان ته دي، نو پاکستاني سياسي ملايان يا په ټوله کې د پنجاب بنسټ establishment پر کوم استناد دا خبره کوي چې ځانمرګي بريدونه په پاکستان کې حرام دي؟ نړۍ پوهيږي چې د Panjabi Establishment خبره د ملا له خولې راوځي. خبره خو شيطاني ده، خو صبغه يې اسلامي ده يا په بله مانا د ملا له خولې راوځي چې له اسلامي ارزښتونو ((قرآن وحديث)) سره په ټکر کې ده.

اوس چې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت د رسمي اعلاميې له مخې د پردۍ جګړه او جعلي جهاد شو، لکه په پيل کې چې ورته مولانا محمد خان شيراني اشاره کړې چې :

مولانا محمد خان شيراني :
د پاکستان په ښوونيز ((تعليمي)) کې د قرآن کريم د جهاد په باره کې اياتونه د امريکا د ډاډمنتيا لپاره شامل کړل شوي وو، چې د کمونېزم پر خلاف خلک چمتو کړای شي.
قاضي حسين احمد :
د امريکا ته : زه ستاسې ملګری يم ستاسې پر ضد څرګندونې د عامو خلکو ارامولو لپاره دی.
مولانا سميع الحق :
د امريکې د ماتې په خاطر له روسانو پيسې او وسلې اخېستل روا دي.
مولانا فضل الرحمان :
مولانا فضل الرحمان د ښاغلي کرزي په وخت کې ويلي وو چې که افغانستان له موږ ((پاکستان)) سره د سرحد ستونزه ومني موږ به يې د امنيت تضمين وکړو.

The Five Evils who destroyed Afghanistan:
Former interior minister of Pakistan , General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Alo Bhutto . He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.

Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood , Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan . I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started “to destabilize” and “burn Afghanistan”.

Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

General Akhter Abdur Rehman:
General Akhter Abdur Rehman who was the head of ISI during Zia ul Haq era, once said KABUL MUST BURN.

The Rise of Taliban
Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:
“The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”

څښتن تعالی هر څوک ازمايی، هر څوک به د خپلو کړووړو پايله ووينې. د محاسبې ورځ شته چې دا زموږ د ټولو مسلمانانو مؤمن به ده. کمونيستانو، اسلامپالو، ماويستانو، ستميانو، سياستوالو، روحانيونو، ديموکراتانو او متنفذينو هر چا دې ملت ته خپل ازمايښت ورکړ. الله تعالی به له هر چا سره حساب وکړي. دا بايد روښانه کړم چې د بنده په حق کې چې هر چا له هر چا سره څه ظلم وتېری کړی وي، بايد هغه ته خپل حق وروسپارل شي او بيا ترې معذرت وغوښتل او بيا له هغې وروسته له څښتن تعالی نه. دا ځکه چې الله تعالی د بنده حق چا ته نه بښي، څو چې بنده يې بنده ته ونه بښي. پلمې به نه لټوو.

نن زياتره زورواکي چې ملت او بيت المال يې چور کړی وايی چې ما ته دولت بښنه کړې او يا پلاني راته بښنه کړې او مال يې د هغه غصب کړی وي برابره خبره ده چې هغه منقول يا غيرمنقول وي. زياتره لوړپوړي دولتي چارواکي او زورواکان وجهادي لنډه غر نن همدا پلمه کوي چې دا يې د ځان او کورنۍ په تاوان دي. خسرالدنيا والآخرة کې راځي. خوښه يې خپله چې خپله حسابي اوس پر خپل ژوند په دنيا کې خلاصوي او که وروسته آخرت ته يې سپاري؟ خو دا بايد ورته روښانه وي چې الله تعالی چا ته د چا حق نه بښي.

***​***​***

[[پاکستاني چارواکي وايي چې ترهگر په پاکستان کې د افغان مهاجرينو په کمپونو کې پټنځايونه لري او غواړي چې افغانستان دې د مهاجرينو د بيرته تگ لپاره اقدامات وکړي.
خواجه اصف وويل چې د افغانستان حکومت بايد د سرحد امنيت هم ټينگ کړي چې ترهگر په ازادانه توگه د فعاليتونو نه منع شي. هغه زياته کړه چې که د گډې پلې امنيت ټينگ شي نو دا به د دواړو ملکونو لپاره ښه وي.]]
خواجه آصف ويلي، پاکستان کې افغان کډوال سيمې امنيت ته ګواښ دی.

ټپۍ :
پر جمعه ګل مې فساد وکړ
دی مې وده کړ زه ترې غلې ووتمه

د پاکستان مجاهد پوځ (؟!) او د پاکستان د ديپلوماسۍ دستګاه په مهارت سره کولای شي د افغان جهاد مفاد او منفعت وساتي.

د خواجه آصف د دې خبرې ځواب دې اوس تفخيميان ((مودوديان / جماعت اسلامي))، ديوبنديان ((ف و س))، ستميان، اخوانيان وماويستان، ((د قرآني پلوشو والا)) ((سام)) ووايی. د پښتونخوا د ملتپاله مشر ښاغلي محمود خان اڅکزي پر خبره چې هغه وخت افغانان همدې پنجاب يعنې پاکستان د نړيوالو په ملاتړ د خپل هېواد پرېښوولو ته يې مجبور کړل. که له يو لوري هلته د هغه وخت د کمونيستي حکومت او د بهرني اشغال تر ګوزارونو لاندې ول، نو له بل لورې همدې پاکستان په لوی لاس د همدې جهاديانو ((ماويستانو، ستميانو او اخوانيانو)) پر مټ د امريکا او ملاتړيو په بېساري ملاتړ مجبور کړل چې خپل هېواد پرېږدي او دلته يې د راشن او نغدي مرستو وعدې ورکولې. که له يو لوري هلته له جګړې سره لاس وګرېوان ول، نو له بل لوري بيا دلته پنجاب هم بيا د خپلو لاسپوڅو ګوندونو او ملاتړيو په مرسته سره ووېشل، ان تر دې چې هر يو ته يې خپل شخصي زندانونه هم خلاص کړي ول. وسلې او موټرې يې ورته په واک کې ورکړې وې او مخورې سټې يې پرې پر هدفي وژنو کې له مينځه يووړلې. نن راته هماغه پنجابی وايی چې ((افغان کډوال د سيمې امنيت ته ګواښ دی))، نو نن دې هغه څوک نر شي او ځواب دې يې ووايی چې ويل به يې ((د پاکستان مجاهد پوځ (؟!) او د پاکستان د ديپلوماسۍ دستګاه په مهارت سره کولای شي د افغان جهاد مفاد او منفعت وساتي)). د هغه جهاد منفعت نن دا شو چې نن موږ ترهګر شو. د مودودي له تفسير تفخيم القرآنه او د ديوبنديانو او د مودوديانو له ديني بنسټونو نه نن همدا پايله راووته چې افغان مجاهدين، د ازادۍ ننګيالي نن ترهګر او د سيمې امنيت ته ګواښ شو. رښتيا چې د پاکستان مجاهد پوځ او د پنجاب د ديپلوماسۍ دستګاه ښه په مهارت سره وکولای شول چې هم يې وجنګولو، هم يې راباندې وطن وران کړ، هم يې په خپلو کې سره په جنګ واچولو، هم يې راباندې خپل خلک ووژل او هم يې راباندې ځان اتومي کړ، هم يې راباندې خپل ځان له هر پلوه پر مالي واقتصادي ونظامي پر ځان بسيا کړ. له عربو تر عجمو مسلمان وکافر يې ټول د چندو او بسپنو په نوم وڅنډل، هم يې د همدې خپلو اسلامي بړېڅو او لاسپوڅو يا لروبر اسلامپالو پر لاس ووژلو، هم يې کافر وکمونيستان، هم يې مجاهدين، هم يې مهاجر، هم يې د ازادۍ ننګيالي، هم يې ګيلمجم و د شمال ټلواله، هم يې طالب، القاعده و داعش او هم يې ترهګر کړو چې نن يې د بهرنيو چارو وزارت نړۍ ته وايی چې ترهګر په کمپونو کې پټ دي او د سيمې امنيت ته خطر دی. خپل ځان يې سپينه پرېښته کړه او بدنامي هم موږ ته راجع کوي، نو اوس دې د وړانده ملا عمر احمقان، د حقاني ډله او لروبر سختدريځه اسلامپال يعنې ستميان، اخوانيان او ماويستان ((سام)) پرې سوچ وکړي چې هماغه متل رښتيا کيږي چې :
هندو ستړی خدای ناراضه

زموږ د افغانانو د پنجاب په چوپړ کې قسم خوړلي تاريخي دښمن بابر د بوټو ياور ته ويلي وو چې ورشه بوټو ته ووايه چې دی ((بابر)) راغلی او ورته ووايه چې ((هلکان مې درته دلته راوستي دي)).

کډوال :
تر هغه چې وطن کې يې سوله راغلې نه وي پاکستان کې دې ورته د اوسېدو اجازه ورته ورکړل شي.
خواجه آصف :
د کډوالو کمپونو کې ترهګر ميشت دي او له همدې کبله، موږ د افغانستان له حکومت څخه د کډوالو د بيرته ستنېدا لپاره د ژر اقدام غوښتنه کوو.

هيله و وړانديز :
په پای کې له ښاغلي غني څخه د ولس هيله دا ده، لکه څنګه چې تاسې په خپله تېره وينا کې ورته اشاره وکړه ((تر څو چې افغانان خپل هېواد ته راغلي نه وي افغانستان نيمګړی دی)). دا يوه مسلمه خبره ده. دا چې تاسې واقعًا پر ځان شپه و ورځ يوه کړې ده او سخت کار کوئ او د افغانانو راستنېدنه ستاسې د کاري فعاليتونو په سر کې ده، نو ستاسې پاملرنه دغې ټکي ته بيا بيا رااړوم چې د افغان کډوالو ستونزه څومره چې ژر کېدای شي بايد حل شي چې د پنجاب دغه د ناروا بله پلمه هم ختمه شي. ډېری افغانان پر دې باور دي چې خلک به خپلو ملي – اسلامي واخلاقي ارزښتونو او مسووليتونو او هېواد پالنې ته متوجه شي، اوس خو ايله د پنجاب ايله جارو ملېشو د سياسي ملايانو د پوځي واستخباراتي چارواکيو لارښوونو او فتواو ته سترګې نيولي دي چې دغه د ناروا فتواو ته يې هم نوره پلمه پاتې نه شي.

د ښاغلي خليلزاد پر خبره چې افغانان حق لري هغه چا ته چې صدمه رسېدلی ((زيان ليدلی)) پاکستان پرې نړيوالې جنايي محکمې راکاږي. اوس چې جهاد جعلي شو او جګړه د پردۍ وه، نو ولې پاکستان پر موږ باندې د پردۍ جګړه وکړه او ولې يې راباندې جعلي جهاد کړی؟ لروبر پښتنو او ټولو افغانانو ته چې له هر پلوه زيان رسېدلی په کار خو دا ده چې پاکستان او سياسي ملايان يې نړيوالې جنايي محکمې ته راکش کړي چې ولې ورسره دغسې دوه ګونې لوبه وشوه؟ او نن ولې موږ ترهګر او د سيمي امنيت ته خطر شو؟ ولې د کډوالو مساله سياسي کيږي؟ هغه اسلامي خواخوږي څه شوه؟ هغه د ازادۍ ننګيالي اوس ترهګر او د سيمې امنيت ته خطر شو؟

په درنښت
سيد حسين پاچا

خواجه اصف: افغانانو ته خواست کوم بيرته خپل وطن ته لاړ شئ
https://www.pashtovoa.com/a/please-afghan-go-back-to-your-country/4240654.html
په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان خبرې ناکامې شوې

په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان خبرې ناکامې شوې


پاکستان: د افغان کډوالو وخت نور پای ته رسېدلی
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=63216
متيس: امريکا د افغانستان د نيولو نيت نه لري
http://www.taand.com/archives/103233

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply