د ترورېزم په بهانه د پښتنو ځپل / رفيع الله زيار

0 538

پاکستان له امريکا څخه د ترورېزم د ځپلو په نوم ميلياردونه ډالر واخيستل، خو د وحشت د ژرندې له پلونو يې پښتانه و ايستل او د ترورېزم جرړې يې د خپلو ناوړو ګټو د تعقيب په موخه لا قوي او پرېښودې.

پاکستاني چارواکو د پاکستان له رامنځته کېدو سره سم د پښتنو د ځپلو، کمزوري کولو، بې علمه ساتلو او بې اتفاق کولو پلان درلود، ځکه پښتنو په خاص ډول قبايلي سيمو د پاکستان قانون ته غاړه نه ايښوده او بل پاکستان په دې سيمه کې د افغانستان د پراخه نفوذ څخه په ويره کې و او غوښتل يې چې ددې نفوذ مخه له هر ډول امکاناتو او زور څخه په استفادې ونيسي. که څه هم پاکستان د قبايلو سيمو نيولو ته ډول، ډول له توطيو ډک پلانونه جوړ کړل، خو په هغه کچه بريالي نه و لکه دوى چې ترې تمه لرله او ويې نه شو کولى چې دغه سرشاره پښتانه تر خپلې سينې لاندې راوړلي.

پاکستان د خپل تاريخ په اوږدو کې له ډيورنډ هغې غاړې پښتنو او د دوى له غرنۍ جغرافيې څخه د سپر او د هر ډول وحشي عملونو د مرکز په توګه ګټه اخيستي ده. د پاکستان اى ايس اى چې هر ډول توطيه د افغانستان او نورو په مقابل کې پلان کړي، له همدې ځايه کار اخلي، چې قرباني يې پښتانه مشران، د پښتنو خويندې، ميندې او اولادونه دي، خو پنجاب د پاکستان د ساتنې په نوم خپلې ګټې وړي، خلک يې ارام ژوند کوي، لوڼې او زامن يې د زده کړو مراکزو ته ځي او هم د ټوپک له ډزونو او د بمونو د درنو چاودنو له غږونو په امان دي.

کله چې شوروي اتحاد پر افغانستان يرغل وکړ، نو لومړى ځل اى ايس اى د سي اى اې مشرانو ته مشوره ورکړه چې د مجاهدينو لپاره د وسلو ډيپوګان، د روزنې مرکزونه او د تبليغ مدرسې بايد له ډيورنډ کرښې سره نږدې جوړې شي او همداسې وشول. دا سمه ده چې افغان ملت د شوروي پر وړاندې سپېڅلى جهاد وکړ، خو د پاکستان موخه بيا دا وه، چې که څه غذاب راځي هم، نو لومړى قرباني به يې پښتانه وي او پنجاب به په امن کې پاتې وي. د شوروي اتحاد په يرغل کې چې څومره بشري قوه ضايع شوه، هغه هم پښتانه وو او دا کار د پاکستان په ګټه و.

پاکستان له هغو پښتنو مشرانو څخه کلک په ويره کې و، چې د اى ايس اى په دام کې نه راتلل. پاکستان دغه مشران په نښه او د ډيورنډ له کرښې سره نږدې يې د دوى د ترور لړۍ پيل کړه تر څو د دوى د نظريې مخالف مشران چې په پښتنو قبيلو کې يې ژور نفوذ درلود، له منځه يوسي. همداراز يې د طالبانو د واک پر مهال د منظمو لېستونو له مخې افغان سياستوال او نور مشران د کمونيستانو په تور نيول او وژل يې.

خو پاکستان ته د پښتنو د بربادۍ او د دوى په سيمه د خپل حاکميت د لا ټينګولو چانس هغه وخت په لاس ورغى، چې کله د ترورېزم ناوړه پديده رامنځته شوه. دا ټولو ته معلومه ده چې پاکستان د ترورېزم د توليد مرکز دى چې په دې کې له لشکر طيبه او جيش محمد څخه د هندوستان او له حقاني شبکې څخه د افغانستان په مقابل کې کار اخلي او دې ته ورته ډلې د خپلو ناوړه اهدافو د تر لاسه کولو لپاره هم حمايه کوي.

کله چې د طالبانو حکومت سقوط وکړ، نو اى ايس اى يو ځل بيا د پښتنو په غرونو کې د ترورېزم د روزنې او تمويل مرکزونه ايجاد او له هغه ځايه به يې د خپلو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره د جګړې ميدان ته ليږلي. له ډيورنډ کرښې سره نږدې د پښتنو په سيمو، ښارونو او نورو ځايونو کې د پښتنو د وژلو او وحشت لړۍ پيل شوه، چې په زرګونه پښتانه مشران او سياستوال يې قرباني شول. په دې ناولي جګړه کې د پښتنو مال او سر پيمال شو. د دوى ښځې، ماشومان او بوډاګان د بمونو له چاودنو، د توپونو له درنو غږونو، بمباريو او د وينو په ليدو رواني ناروغان شول چې اوس هم ګڼې ستونزې ګالي.

پاکستان لکه وړاندې چې اشاره ورته وشوه، د ترورېزم په نوم له امريکا څخه په ميلياردونو ډالر تر لاسه کول، خو د ترورېزم د ځپلو پر ځاى يې پښتانه وځپل او له خپلو مېنو يې بې ځايه کړل.

د پاکستان په تاريخ کې چې ددې هېواد پوځ پرې زياتې پيسې واخيستې او د پښتون د يوې لويې قبيلي د تباهۍ لامل شو، هغه په شمالي وزيرستان کې د “ضرب عضب” خونخوار عمليات و. په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ دغه عمليات تقريباً دوه کاله دوام وکړ. دې عملياتو ته هېڅ رسنۍ نه دي پرېښودل شوي، بلکې کومې ويډيوګانې او راپورونه چې خپاره شول، هغه د اى ايس اى له لوري د رسنيو په واک کې ورکړل شوي و او کوم خبريال سيمې ته نه دى پرېښودل شوى.

د ضرب عضب په عملياتو کې د ټولو جنګي قوانينو په خلاف د پاکستاني پوځ له لوري ښارونه چور شول ، د خلکو شتمنۍ يې لوټ کړې، کورونه يې ور ونړول او ددوى اولادونه، ښځې، ماشومان او بوډاګان يې په تورو غرو کې لوڅې پښې له سيمو وشړل چې ځينې يې افغانستان ته رواوښتل او ځينې نور د پاکستان په نورو ښارونو کې بې سرپنا شپې ورځې تېروي.

د پاکستان استخباراتو د عملياتو له پيل څخه مخکې د خپلې خوښې تروريستي شبکې و ايستي او خوندي ښارونه کې يې ځاى پر ځاى کړې. دې عملياتو د زرګونو پښتنو او شمله ورو مشرانو ککرۍ ورېبلې او ډېر لا ژوندي بې درکه دي.

په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په عملياتو کې د پاکستان د اطلاعاتو له مخې (٢١٠٠٠) تنه نيول شوي، ګڼ شمېر وژل شوي او ٢٠٠ نور مختلف عمليات تر سره شوي دي، خو په دې کې بيا هم ترورېزم له منځه نه ځي، نو ښکاره خبره ده، چې د ترورېزم په نوم پښتانه ځپل کېږي او د دوى پر وژنه پاکستان له امريکا څخه ميلياردونه ډالر اخلي.

پښتنو چې په پاکستان کې کوم حرکت کړى، هغه ددې ظلمونو پايله ده. د سوات او باجوړ د هغو پښتنو وژلو او ټکولو تاو دى چې د پاکستان د پوځ تر بوټونو لاندې به رغړېدل او د نقيب مسيد د هغو سپېڅلو وينو رنګ دى چې بې ګناه توى شوې او په شهدات ورسېده. که پښتانه دغه حرکت يو برخليک ټاکونکى حرکت نه کړي، نو کېداى شي چې په راتلونکې کې نور هم د ترورېزم، وحشت او بربريت ښکار شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply