چې په تنګ شي نو په جنګ شي

0 818

افغانستان له نیمې پېړۍ وروسته بیا په پاکستان کې د پښتنو او بلوڅو د حق غوښتنې رسمي ناره پورته کړه. کابل له څلور لسیزو جګړو وروسته یو ځل بیا په پاکستان کې په رسمي ډول کوزو پښتنو ته د هغوی د ازادۍ غوښتنې د حقونو د دفاع او ملاتړ پیغام ورکړ. په اسلام‌اباد کې د پښتنو له روان لاریونه د رسمي ملاتړ اعلامیه له نږدې نیمې پېړۍ وروسته د ولسمشر په دفتر کې ولیکل شوه چې په سیاسي او سیمه‌یزو لوبو کې د افغانستان د بیا را پورته کېدو د نښې په مانا دی.
پاکستان په تېرو ۴۰۰ کلونو کې د افغانستان له دغه ډول نارې وېرېده او له همدې کبله یې افغانانو ته د سر پورته کولو اجازه نه ورکوله. په پاکستانۍ پلازمېنه کې د ۳۵ میلیونه ځپل شویو پښتنو د غوښتنو په ملاتړ کې د ولسمشر غني د ملاتړ اعلامیه په کور دننه په لویه کچه دافغانانو له خوا وستایل شوه او په اسلام‌اباد کې يې هم پارېدلو پښتنو تود هرکلی وکړ.

د غني له ملاتړه د اسلام‌اباد د لاریونوالو د هرکلي نارې له جوش او لولو ډکې وې او داسې برېښېده چې د پاکستان په زړه کې را جرګ شوي پښتانه دې د تاریخي افغانستان، نه جلا کېدونکې برخه وي. په اسلام‌اباد کې د راټولو شویو پښتنو اصلي چیغه د انقلاب او ازادۍ ده او د کابل په ارګ کې د دغې چیغې بدرګه د ولسمشر داود خان او پاچا ظاهرشاه بېرته د افغانستان ور ګرځېدل برېښي چې د ازاد پښتونستان داعیه یې توده ساتلې وه.

په تېرو ۱۷کلونو کې یو شمېر افغان مشرانو د دې ورځې په هیله د ډېورنډ د نه منلو خبره هره ورځ تازه کوله او د کوزو پښتنو په وینه کې یې د افغان رنګ لید. په دا تېره یوه نیمه لسیزه کې د ډېورنډ د نه منلو خبره له کابله کېده، خو دا ځل د افغان د یووالي غږ د کوزو پښتنو له خوا پورته شو، چې د پنجاب له‌پاره سترګواښ ګڼل کېږي. د پنجاب له خېټې د پښتنو د را ایستلو او ازادۍ نوی کمپاین د داسې نویو زلمیانو له خوا تر سره کېږي چې تر پرونه کمو پښتنو پېژندل، خو د سبا هیلې یې خورا هېښوونکې او له خوښۍ ډکې دي. له لسیزو لسیزو وروسته د کابل او پېښور د مشترک درد خبره په خپله لوی افغان ولس (لر اوبر پښتانه) کوي. افغانستان که په خپلو پښو ودرید نو لیرې یې مه ګڼئ چې د ا خواره واره پښتانه دې بیرته د خپل بابا ابدالي احمد شاه د ټولواکۍ د زمانې خاوره را خپله کړي. ان په افغانستان کې هم یوشمیر خلکو ته لیرې بریښیده، چې په کوزه پښتونخوا کې دې د ای اس ای له اویا کلن ستراتیژیک کار سره سره ځوان پښتون نسل چې ان ژبه ترې پرې شوه او هویت یې تر اخیستل شوی دومره سیاسي بیداري پاته وي. پاکستان ته کیدی شي، د کوزو پښتنو شعارونو هم دومره درد نه وې رسولی، چې د ولسمشر غني ښکاره رسمي ملاتړ په لیونۍ تبې اخته کړی.

د پاکستان په زړه کې د پښتنو له شعارونو «لر و بر یو افغان، ازادي ازادي، انقلاب انقلاب» د افغانستان د دولت ملاتړ کېدای شي، ډېرو ته کومه ساده خبره وبرېښي، خو دا ډول تاریخي دریځ د افغانستان د په پښو درېدو او د خپلې جلا شوې برخې د بېرته را ستنولو پر لور د مهم ګام پورته کول دي. افغانستان به په نږدې راتلونکي کې دغه هدف ته و نه رسېږي، خو د کوزو پښتنو دغه بیداري د لوی افغانستان د ټیکاو او د پنجابي حکومت د زوال د نښې په مانا ده. اسلام‌اباد په اویا کاله کې له بلوڅانو وروسته په لومړي ځل دغه ډول پښتون خوځښت په خپلو سترګو ویني او خپله هغه اویا کلنه پانګونه ورته صفر کیدونکې ښکاري چې د لر و بر یو افغان د فکر د مخنیوي له‌پاره یې کړې.

یوازې په تېرو ۱۷ کلونو کې پاکستان د پښتنو په ځپلو څه باندې لس میلیارډه ډالره ولګول چې اصلي هدف له افغانستان سره د کوزو پښتنو د دښمني پیاوړې کول او د دوی د هویت له منځه وړل دي.
ولسمشر غني د افغانستان د پښتنو د یو ځای کېدو په برخه کې داسې ګام پورته کړی چې کېدای شي، بل واکمن داسې جرات او زړورتیا نه وای کړې. د پاکستان په تړاو په افغانستان کې د ظاهر شاه پر واکمنۍ له دې اړخه ځکه ډېره نیوکه کېږي چې د پاکستان د جوړښت پر مهال یې د کوزو پښتنو د ازادي او له افغانستان سره د یو ځای کېدو په برخه کې پوره هڅه و نه کړه، خو ښاغلي غني پر داسې مهال د کوزو او برو پښتنو د یو ځای کېدو د شعارونو ملاتړ اعلان کړ چې افغانستان پخپله په سلهاوو بلاوو کې راګیر او د ظاهرشاهي دورې په څیر ځواکمن نه دی، خو ولسمشر غني د افغان ولس له حالاتو سره سم غږ پورته کړی او کېدای شي، تاریخ یې دغه ټکی هېر نه کړي چې د یوه رنځور هېواد ولسمشر پر بستر پروت حالت کې اویا کاله له مخه د خپلو وجود د بېل شوي غړي د غوښتنې ملاتړ وکړ.

په افغانستان کې واکمن او ولس د کوزو پښتنو دغه پارېدونکې بیداري ته نه یوازې د هغو پښتنو د ازادۍ د لومړنۍ هڅې په سترګه ګوري، بلکې فکر کوي چې د لسګونه میلیونه پښتنو دغسې چیغې د پورته کېډو پټ قوت او فکر به په سیمه کې اورپکيو ته ژر پر مخ څپیړې ورکړي.

پر دې سربېره د پښتون د حق نوی غږ د ای‌اس‌ای او پنجاب ټولې پروژې وننګولې چې څلوېښت کاله یې شپه ورځ ورته یوه کړې وه. په تېرو اویا کلونو کې د کوزې پښتونخوا ولس کله هم د پنجابي په غوږ کې دلر و بر افغا ن د یو ځای کېدو او یو افغان ناره نه وه شوې او د خوښۍ خبره دا ده چې د پنجاب تر توغ لاندې را لوی شوی ځوان پښتون نسل دلر و بر یو افغان دغه سوله‌یزه ناره اوس په اسانه قوت موندلای او هر وخت بدرګه کېدای شي.

په سیمه کې له روان وضیعته ښکاري چې افغانستان بېرته خپل تاریخي برم او عظمت ته په ورګرځېدو دی. د نړیوالې ترهګري په جګړه کې را ښکېل او ځپل شوي پښتانه نړۍ ته د خپل سوله‌یز تمدن ننداره وړاندې کوي او له ترهګرو خپله کرکه په ډاګه کوي. د پښتون ټبر روان اعتراض ښيي چې د پاکستان حکومت پر دوی ترهګر او ترهګري ور تپلې او د دغه قوم کپرۍ د خسو په څېر د خپلو سټراټېژیکو موخو له‌پاره کاروي، خو چې په تنګ شي نو په جنګ شي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply