ښوونځي دې د معیارونو په اساس ونومول شي/محمد روښان ښاد

0 639

د ولسمشر کرزي د واکمنۍ پرمهال د پرېمانه بهرنیو امکاناتو له امله د هېواد په بېلابېلو سیمو کې دومره ښوونځي جوړ شول چې د کمیت له پلوه یې د هېواد په تاریخ کې ساری نه لیدل کېږي، خو د کیفیت له پلوه لا هم ګڼې ستونزې لري.

د دغو ښوونځیو د جوړولو پرمهال یوه لویه تېروتنه دا وشوه چې په ګڼو سیمو کې ښوونځي د ژوندیو او نامطلوبو اشخاصو او افرادو په نومونو جوړ شول، حتی داسې ښوونځي هم ماته معلوم دي او د داسې اشخاصو په نومونو جوړ شوي دي چې هغوی عملاً په اختطاف، غلا، غصب او نورو جرمونو کې مستقیم دخیل دي او یا په سیمه، ولس او خلکو کې ښه شهرت نه لري.

دغه کار د هېواد ښوونیز نصاب ته دوه تاوانه واړول، لومړی تاوان یې دادی چې د نامناسبو اشخاصو او افرادو د معارف حیثیت او باور ته زیان ورساوه او دویم تاوان یې دا  دی چې همدغه نامناسب اشخاص د دوی په نومونو نومول شوي ښوونځي خپل شخصي جایداد او ملکیتونه بولي او یاد ښوونځي یې انحصار کړي دي.

د سیمې خلک او کلیوال د هغه د شر له امله د ښوونځي د ښه والي له امله هیڅ ډول اقدام یا نه کوي او یا یې نه غواړي، ځکه همغه نامطلوب شخص چې ښوونځی یې په نوم نومول شوی دی، هغه دغه ډول اقدام ته شخصي رنګ ورکوي او له یادو اشخاصو او افرادو سره عقده یي چلند کوي.

حکومت ته ښایي چې د ښوونځیو په اړه له سره یوه دقیقه ارزونه وکړي. د دې لپاره دې یو باصلاحیته پلاوی وټاکي. یاد پلاوی دې د هېواد له ولایتونو، ولسوالیو او کلیو څخه دا ارقام را ټول کړي چې څومره ښوونځي دي او د کومو اشخاصو په نومونو نومول شوي دي.

د یاد پلاوي د معلوماتو له راټولولو وروسته دې دا معلومه کړي چې څومره ښوونځي د ژوندیو کسانو په نومونو نومول شوي دي. کله یې چې د دغو ښوونځیو شمېر معلوم کړ، نو اتومات دې د یادو ښوونځیو نومونه له هر ډول دلیل پرته بدل کړي. حتی که د ډېر نېک او صالح سړي په نوم خو چې ژوندی وي هم ښوونځی نومول شوی وي نو د هغه له نوم څخه دې بدل کړي.

په دویم قدم کې دې د اشخاصو په نومونو د ښوونځیو د نومولو لپاره یو لړ معیارونه وټاکي، مثلاً حداقل ښوونځی د داسې چا په نوم وي چې نېک شهرت ولري، د هېواد او زون په کچه مطرح او پېژندل شوی شخصیت وي، په ژوندونې یې حداقل یو یا څو داسې کارونه ترسره کړي وي چې له امله یې ولس او هېواد ته خیر رسېدلی وي. د مړینې یې لس یا شل یا دېرش کاله وتلي وي او داسې نور معیارونه.

کله چې معیارونه وټاکل شول، نو وروسته دې هغه معیارونه په هغو کسانو تطبیق  کړي چې په نومونو یې ښوونځي نومول شوي دي، چا چې دغه معیارونه نشو پوره کولی، نو د هغوی په نوم نومول شوي ښوونځي دې د هېواد د نورو هغو مستحقو مشاهیرو په نومونو ونومول شي، چې تر نورو ډېر مستحق وي، خو هېر شوي وي.

د واضح معیارونو له مخې د هېواد د ښوونځیو نومول به دوه ښېګڼې ولري، یو به د هېواد پر ښوونځیو د نامطلوبو کسانو انحصار له منځه لاړ شي او له بل اړخ به د هېواد د ملي شخصیتونو، مشاهیرو او مستحقو کسانو حق پرځای او د دوی شخصیت او خدمتونو ته درناوی وشي.  

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply