کلونه وشول چې د برېښنايي تذکرو غم هر سړی په زړه ګرځوي، ځينې پکې د شته ستونزو غم اخيستي دي، د ځينو فرمايشونه پکې نه دي منل شوي، نور يې د ځنډولو غم په زړه وړي او پاتې يې بيا دې ته زړه خوري چې ولې نه توزيع کېږي.
په لوی سر کې د افغان او اسلام کلمې وې چې ځينو غوښتې او د سر په بيه يې غوښتې، خو ځينو نورو بيا دلايل ويل چې دې دوو کلمو ته په تذکرو کې د يادولو اړتيا نهشته.
دوه درې کاله په همدې جنجال تذکرې وځنډېدې.
بيا د قوم ستونزه وه چې ځينو پکې د قوم يادونه مهمه بلله او ځينو نورو بيا يوازې په افغان ليکلو ټينګار کاوه.
هغه ستونزه هم حل شوه، ارګ اعلان وکړ چې په تذکره کې به د افغانستان د ټولو قومونو نومونه ليکل کېږي، خو دې اعلان غم جوړ کړ.
ځکه ځينو د ځينو قومونو پر حق خېټه اچولې وه، غوښتل يې هغوی هم د ځان په ډله کې تېر کړي، خو اوس چې د هر قوم نوم ليکل کېږي، د دوی برخه بيا خواره شوه او اوس چيغې وهي چې نه، قوم بايد نه وي ليکل شوی.
دا خلک ملنډې وهې؟
چې د قوم يادونه نه غواړې، نو بيا دې ولې لومړی وار چيغې وهلې، لاريونونه او ګواښونه دې کول چې بايد خامخا په تذکره کې د قوم نوم وي، يو کال دې دغه مهمه پروسه په همدې پوچو غوښتنو وځنډوله، که يې هغه وخت له زړه د قوم يادول نه غوښتل، نو اوس خو بايد غلي کښيني او که يې هغه وخت له زړه غوښتل؛ نو اوس بد کوي چې پورته پورته غورځي.
برېښنايي تذکرې د افغانستان لهپاره په اوسنيو حالاتو کې تر حد زيات مهمې دي او ځنډول يې له دې خاورې او ولس سره خيانت دی.
که دغه تذکرې ووېشل شي، د افغانستان دقيق نفوس مالومېږي، د قومونو شمېر، د هغوی ژوند، اړتياوې او نور بيا دومره نه جنجالي کېږي، لکه اوس چې دي.
که دغه تذکرې ووېشل شي، د افغانستان د هر انسان بشپړ مالومات به پوره پکې خوندي وي، پردي خلک به نهشي کولای چې د اوسنيو کاغذي پرپړو غوندې تذکرې په اساني جوړې کړای شي، خپل او پردی به مالوم شي، غل به نه ورکېږي، جنايتکار به په اسانۍ تر ګرېوان نيول کېږي.
د دغو نويو تذکرو په وېش سره به د فساد کچه بېخي راټيټه شي او افغانستان به د عصريتوب، ټيکنالوجي او کمپيوټر پر لور يو بل ګام پورته کړي.
په دې سربېره، پرېمانه ګټې دي چې د نويو برېښنايي تذکرو په وېش سره، خاورې، ولس او نظام ته رسېږي.
د دومره سترو ګټو ځنډول، هغه هم د يوې کوچنۍ سيمې او څو مغرضو کسانو د فرمايشونو لهپاره بدترين او لوی خيانت دی.
د دې پر ځای چې د دغو تذکرو وېش وځنډول شي، لا بايد هڅې وشي چې په ښه توګه د هېواد تر لېرې پرتو سيمو پورې خلکو ته ورسول شي.
موږ په مخ کې ټاکنې لرو، که دغه تذکرې توزيع شي، په ټاکنو کې د پراخو درغليو مخه نيول کېدای شي.
اوس بايد ټولې هڅې پر دې وشي چې څنګه د دغو تذکرو اړوند مواد خوندي کړل شي، څنګه د ملي يووالي د لا ټينګولو په برخه کې ورڅخه ګټه واخيستل شي او څنګه ژر تر ژره په ښه توګه تر خلکو پورې ورسول شي.
که په دغه برخه کې څوک ووړ خيانت هم کوي، راتلونکي نسلونه به يې پر قبرونو ناړې توکي.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320