يو رنګين خوب چې ۲۴ کاله وروسته رښتيا شو

0 941

ټاکل شوې چې د راتلونکې جمعې په ورځ د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان (ټاپي) د ګازو د نل‌لیکې د غځېدو عملي کار د افغانستان په خاوره کې پیل شي.
د پرانیستې مراسمو ته تیاری په بشپړېدو دی او په هرات کې به د ترکمنستان پولې ته نژدې د څلورو هېوادونو او څو نړیوالو ادارو لوړپوړي چارواکي د کار پیل ناره پورته کړي.
افغانستان په خپل ټول تاریخ کې په لومړي ځل د څه باندې ۱۰۰ میلیارډه ډالرو سترې نړیوالې پروژې شاهد دی چې له کبله به یې د دغه هېواد ټولې سیاسي او اقتصادي معادلې بدلون وکړي.
دغه څه باندې ۱۸ سوه کیلو مټره اوږده نل‌لیکه به په ۲۰۲۰۰ کال کې ترکمن ګاز د هند او پاکستان بازارونو ته ورسوي.
د دغې نل‌لیکې ۲۱۴ کیلو مټره د ترکمنستان په خاوره کې بشپړه شوه او تر راتلونکيو ۲۲ کلونو پورې به د افغانستان له شمال څخه تر سپین بولدک پورې څه باندې ۷۰۰ کیلومټره نل‌لیکه او تر دې لږ زیاته د پاکستان په خاوره کې جوړه شي.
له پلان سره سم به د ۲۰۲۰۰ کال په لومړیو کې د منځنۍ اسیا د انرژي د بډایه ترکمنستان ګاز، د سوېلي اسیا انرژي ته تږو هېوادونو او مارکېټونو ته ورسېږي.

د افغانستان وضیعت او په سیمه کې روانو بدلونونو د دغې پروژې عملي کېدل د څه باندې ۲ لسیزو له‌پاره وځنډول، خو ښکاري چې افغانستان په رښتیني ډول د منځنۍ او سوېلي اسیا تر منځ د راکړې ورکړې په ټرانزیټي پله بدلېږي.
دا په سیمه کې د انرژي د لېږد لومړنۍ ستره پروژه ده چې پر افغانستان سربېره به، د هند او پاکستان د خوارو ولسونو اقتصاد ورسره اوچت شي.

د ټاپي د ګازو د نل‌لیکې امنیت به ۷۰۰۰ افغان امنیتي ځواکونه ساتي او فکر نه کېږي چې د طالبانو په ګډون به یې څوک مخالفت وکړي.
افغان حکومت پر خپله خاوره د دغې سترې نړیوالې پروژې د خوندیتوب ټټر وهلی او له هراته تر کندهاره یې ولسونو سره په دې تړاو له وړاندې ناستې او خبرې کړې دي.

د دغې شاوخوا لس میلیارډه ډالري پروژې له برکته به په افغانستان کې لسګونو زره خلکو ته نېغ په نېغه کارونه پیدا شي او د میلیونونو افغانانو روزګار به ورسره ښه شي.

دغه ۵۶ انچه نل لیکه به په کال کې ۳۳ میلیارډه کیوبیک مټر مکعبه ګاز هند او پاکستان ته رسوي.
د پروژې اوسنی عمر ۲۵۵ کاله ښوول شوی دی، خو ترکمنستان تمه لري چې د نویو ګازي زېرمو په موندنې سره به د پروژې عمر تر نیمې پېړۍ ورسېږي.

افغانستان ته به د ټرانزیټ د ټاکل شوي فیس پر بنسټ هر کال ۴۳۴ میلیونه ډالره فیس هند او پاکستان ورکوي. په دې سربېره به افغانستان له ټاپي څخه په کال کې تر ۵۰۰ میلیونه مټر مکعبه ارزانه ګاز هم ترلاسه کوي.

په افغانستان کې د دغې پروژې د عملي کېدو په چاره څه باندې ۲ میلیارډه ډالر لګښت راځي چې ترکمنستان یې د اسیايي بانک په ملاتړ د لګښت ټټر وهلی.
د ترکمنستان لومړي وزیر مکسات بابایوف ویلي چې سعودي عربستان هم په ټاپي پروژه کې پانګونې ته لېواله دی.

د سعودي لېوالتیا د ایران د نل‌لیکې د ناکامي له اړخه بلل کېږي چې د پاکستان تر پولې یې رسولی او په وروستیو لسو کلونو کې یې اسلام‌اباد هڅاوه چې له هند او افغانستان سره په ټاپي نل‌لیکه کې له شراکته تېر شي او د دوی ګاز واخلي، خو د امریکايي بندیزونو له کبله د تهران او اسلام‌اباد د نل‌لیکې یارانه جوړه نه شوه.

سعودیان تمه لري چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان په نل‌لیکه کې په خپلې پانګونې سره نه یوازې ایران څنډې ته کړي، بلکې په سیمه کې خپلې اقتصادي او سیاسي ریښې لا پیاوړې کړي.

د تېر کال په وروستیو کې العربیه ټلوېزیون د سعودي د نفتو د وزیر خالد الفالح له خولې له نورو جزیاتو پرته خبر ورکړ چې ریاض په ټاپي پروژه کې پانګونې ته پوره لېوالتیا لري او ویل کېږي چې سعودي به څه باندې ۵۰۰ میلیونه ډالره په دغه پروژه کې پانګونه وکړي.

بله خوا د اسیا پراختیايي بانک له عشق‌اباد سره د پنځه کلنې سټراټیجیکې ملګرتیا پر بنسټ د ټاپي د غځولو په برخه کې مالي، مشورتي او تخنیکي ملاتړ کوي.

د دغه بانک څه باندې ۲۳ په سلو کې ونډه د سعودي د شاهي دولت ده چې غواړي د ټاپي په پروژه کې برخه ولري.
د دغه بانک موخه دا ده چې د اسیا په دغه برخه کې چې په خپلو کې د بشپړې ښکېلتیا او فرهنګي او نژادي ملګرتیا بالقوه امکانات لري، داسې همکاري رامنځ ته او پیاوړې کړي چې له برکته یې د ټولې اسیا ملتونو ته خیر ورسېږي.

اسیايي پراختیايي بانک غواړي چې په هغه ۵۰۰۰ مېګاواټه برېښنا پروژه کې هم له ترکمنستان، افغانستان او پاکستان سره مرسته وکړي چې د ټاپي په خوا کې به ترکمن برېښنا پاکستان ته ورسوي.

بانک د کاسا زر پروژې ملاتړی هم دی چې د منځنۍ اسیا د انرژي زېرمو ته د سوېلي اسیا د لاس‌رسي او نښلېدو هڅې کوي.

په دې سربېره، همدا څو ورځې وړاندې ترکي کمپنیو هم د ټاپي د ګازو په دغې سترې پروژې کې پانګونې ته چمتو والی وښود.

په ترکمنستان کې دا مهال شاوخوا ۶۰۰ ترکي شرکتونه په کار بوخت دي او ولسمشر بیردي محمدوف لېواله دی چې سوېلي اسیا ته په غځېدونکې نل‌لیکه کې خپل تاریخي ملګری ترکیه هم ورګډه کړي.
ترکیه له پاکستان، افغانستان او هند سره هم ښې اړیکې لري او په ټولو ښکېلو هېوادونو کې ترکان سترې پروژې عملي کوي.
امریکا هم له ډېره وخته را هیسې د ټاپي د پروژې په عملي کېدو ټینګار کوي او د دغه هېواد پرمختیايي اداره هم د دغې پروژې له ملاتړو ده.

په نړۍ کې ډېر پر دې باور دي چې د امریکا ملاتړ او په افغانستان کې د واشنګټن ښکېلتیا د دې سبب او ضامن شوه چې ټاپي بالاخره عملي بڼه غوره کړي.

چین هم ظاهرا په دې برخه کې خوښي ښوولې او د ټاپي د ترکمنستان غاړې چارې هم یوې چینايي کمپنۍ بشپړې کړې، خو دغه هېواد په خپله د ترکمنستان د ګازو ستر پلورونکی هېواد دی او په ۲۰۱۱ کې یې د ټاپي دوه برابره ګازي نل‌لیکه له ترکمنستان څخه چین ته تېره کړه او دخپلې انرژي امنیت یې خوندي کړ.

چین کېدای شي لېواله وي چې د ترکمنستان ګازو ته هندوستان لاس رسی و نه لري، خو امریکا په دې برخه کې د هند په ګډون ډېر خوښ دی او نوی ډیلی هڅوي چې د منځنۍ اسیا په انرژي کې پانګونه زیاته کړي.
د منځنۍ او سوېلي اسیا د نښلېدو په برخه کې ټاپي او کاسا مهمې پروژې ګڼل کېږي چې د سیمې ټولې سیاسي معادلې بدلوي او شاوخوا ټول هېوادونه له یوه او بل سره له اقتصادي او سیاسي اړخه تړي.

په سیمه او نړۍ کې ډېر پر دې باور دي چې ټاپي یا له منځنۍ اسیا سوېلي اسیا ته د انرژي د لېږد پروژې د افغانستان په ګډون په سیمه کې ټیکاو او امنیت راوستای شي او د ډیلي او اسلام‌اباد تربګني کمولای شي.

د دغو پروژو پر مټ به افغانستان عملا د څو هېوادونو د ترانزیټ پر داسې مرکز او لاره بدل شي چې د سیمې سیال قدرتونه به د خپلو ګټو پر اساس ورسره معاملو ته غاړې ږدي او له برکته به یې دغه له ایرو را وتونکی هېواد د پرمختګ پر لاره روان شي.
افغانستان چې په خپله هم د پراخو طبيعي زېرمو شمتن هېواد دی، کولای شي په نژدې راتلونکي کې په خپله د انرژي او نورو معدني زېرمو په برخه کې د سیمې او نړۍ د ګڼو هېوادونو پانګې را جلب او په خپله سوېلي اسیا ته د انرژي په صادروونکي هېواد بدل شي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply