سنجې‌دت پر ده د جوړ شوي فلم ځنډول غوښتي

0 1,421

په دې ورځو کې هنديان انتظار باسي چې د بالیووډ د بدمعاش او زورور سنجې‌دت پر ژوند جوړ شوی فلم ژر ننداره کړي.
د سنجې‌دت پر ژوند جوړېدونکي فلم کې رنبیر کپور د هغه په څېره کې راښکاره کېږي او لارښود يې راج کمار هیراني دی.

راج کمار غوښتل چې دا فلم د سنجې‌دت د پیدایښت د کالیزې په مناسبت نندارې ته وړاندې کړي، خو سنجې‌دت ترې غوښتي چې د مې میاشتې تر اتمې نېټې یې ننداره وځنډوي.
سنجې‌دت‌ له رنبیره هم غوښتي چې د ده غوښتنه ومني.

هغه دا غوښتنه ځکه کړې چې د ۱۹۸۱مېلادي کال د مې میاشتې اتمه نېټه د هغه له‌پاره ځانګړې ورځ ده.
په دې ورځ د هغه روکې فلم نندارې ته وړاندې شو او له سنجې‌دت څخه یې سنجو بابا جوړ کړ.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply