نور نو چاړه د ولس هډوکي ته ورسېده

0 1,167

وړمه ورځ د سيمه‌يزو ارګانونو خپلواکې ادارې رسنيو ته په يوه لېږل شوې خبرپاڼه کې وويل چې د هېواد پنځو ولايتونو ته نوي واليان ټاکل شوي او ژر به خپلې دندې پيل کړي.
پنځو ولايتونو نوي واليان پيدا کړل، خو نوې څېرې نه.
د همدې خبر د خپرېدو پر سبا د سمنګان والي ښاغلي عبدالکريم خدام دواړه پښې په يوه موزه کې ننه‌ايستې او اعلان يې وکړ چې ولسمشر د ده د ګوښه کولو واک نه لري.
ښاغلي خدام ويلي دي چې د ده د ګوښه کولو واک او اختيار د جمعيت ګوند په لاس کې دی او هره پرېکړه چې هغوی وکړه، دی به يې ومني.
عجيب حکومت دی، عجيبه يې واليان دي، يو وځي نه، بل ننوځي نه. له جمعيت ګونډ څخه يې هېواد، خلکو او اساسي قانون پلار جوړ کړی دی چې څه يې خوښه وي، هغسې به کېږي.

په دې وطن کې يوازې د جمعيت ګوند دی؟ دا نور خلک پسونه دي؟ دا حکومت دوی په ټېکه اخيستی دی؟ د دې خاورې او وطن قباله د دغه ګوند له پيروانو سره ده؟ ولس دوی د خپل برخليک توی وړی واک ورکړی دی؟
په سترګو کې ختل هم حد لري. نور نو چاړه د ولس هډوکي ته رسېدلې ده. حوصلې تر وروستۍ کچې په ختمېدو دي. خلک تر پزې راغلي او تنګ شوي دي او په دې خو همدا خلک هم ښه پوهېږي چې خلک يو وار په جنګ شي، بيا يې ارامول دومره سخت دي لکه دا حوصله چې څومره کوي.
دا خلک عجيبه باد وهلي دي، نه مړېږي، نه شرمېږي، نه يې عقده سړېږي، نه له خدايه ډارېږي.

که دا ومنو چې د طالبانو د رژيم پر مهال دغه خلک محروم وو، خو دا دی شپاړس کاله په واک کې پاتې شول، هر څه له دوی سره وو، په درست وطن کې د دوی واک او اختيار چلېده، ټولې چوکۍ په دوی ډکې وې، اوس هم نوي سلنه حکومت د دوی په لاس کې دی، اخېر غواړي څه؟
که عقده وای هم اوس به سړه وای. که محروميت وای هم اوس به تمام وای، که بله ستونزه وای هم اوس به ختمه وای، خو دا خلک په دې وطن کې د نيم ولس شتون نه مني.
انسان حيران شي، د يوې غاړې دومره لويه حوصله او د بلې غاړه دومره سپين‌سترګي، خو موږ پر دې باور يوو چې نور نو دغو سپين‌سترګيو ته د ولس حوصله تمامه ده، حکومت بايد پوه شي چې نور يې د غاړو خلاصولو وخت راغلی دی.

که حکومت په لومړي سر کې د عطا حساب ور خلاص کړی او پر کور کښېنولی وای، نن به د سمنګان والي دا جرات نه وای کړی چې د ارګ پرېکړه يې ننګولې وای.
که حکومت د عطا د چټياتو او مزخرفو اخطارونو پر وړاندې چوپ نه وای پاتې شوی، اوس به خدام د خدای امر منلی او کور ته تللی وای.
حکومت نه پوهېږي چې د دغسې مخالفانو زياتېدل ورته بالاخره خطرناک تمامېدای شي.
عطا به څه کولای شوای يا نه، که خدام ورسره يو ځای شي کيسه يو څه د خرابېدو خوا ته ځي.
سبا به بل والي غبرګې پښې په يوه موزه کې ننه‌ايستې وي او د مرکز پرېکړه به نه مني، بله ورځ به قوماندان نه ګوښه کېږي، جنرال به تقاعد نه مني، فاسد چارواکی به څارنوالي ته نه ځي، ځکه دوی خو جهاد کړی، مقاومت يې کړی دی اوس خو بايد يوه پېړۍ د دې ولس پر اوږو سپاره وي.

دوی که نه پوهېږي، حکومت خو پوهېږي چې د خلکو له حوصلو سره داسې بې‌خونده لوبې څنګه انجام لري.
حکومت بايد نور وخوځي او يا په ښکاره ووايي چې په وس يې پوره نه ده او خلک دې تمه نه ورڅخه کوي.
نور به نو خلک بيا له دغو کسانو سره حساب تصفيه کړي او موږ باور لرو چې خلک تر حکومت هم ښه په حساب ورسره پوهېږي، هم ګوتې سمې ورسره ماتولای شي.
که د دوی حافظه نه وي خرابه شوې، ښايي د دوی هم د تېرو حسابونو ځينې خاطرې په ياد وي چې يو وخت د ولس له قهر سره مخ وو.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply