غښتلی نظام، باامنه افغانستان / نصرت

0 672

پر ټولنه حاکمې ایډیالوژۍ کولای شي چې د فرد ذهن هماغسې وروزي لکه څنګه چې د دغو ایډیالوژیو غوښتنه وي، که نوره نړۍ د خپل هېواد او خلکو د چوپړ له‌پاره سره سیاسي او نورې مبارزې کوي نهايي موخه یې هېواد ته چوپړ وي، په تاسف سره باید وویل شي چې زموږ د ټولنې د وګړيو ذهنیتونه د ملي ګټو پر ځای شخصي ګټو ته ترجیح ورکوي. دلته که څوک د نظام ملاتړ کوي او یا یې پر ضد را ولاړېږي یوازېنۍ موخه یې د خپل جېب ډکول وي، که څوک په دولت کې دنده پر مخ وړي هم د مادياتو لهپاره کار کوي او که د مخالفو له ډل سره ولاړ وي، هم د مادیتو تمه لري.

دولتونه له ولسونو را پیدا کېږي او همدا ولسونه دي چې دولتونه رهنمايي کوي، که ولسونه د خپل نظام تر څنګ کلک ودرېږي، د نظام درې واړه «مقننه، قضایه او اجرایه» قوې به د ولس له هیلو سره سمې پرېکړې کوي. د دوی د روا غوښتنو منعکس کوونکې به وي او د دوی د هر درد له‌پاره به دوا وي.

که زموږ د ټولنې دیني عالمان دې سپېڅلي رسالت ته مټې را بډ وهي، په ډېرې اسانۍ سره کولای شي د ټولنې د وګړيو ذهنونه روښانه کړي، ځکه زموږ ټولنه یوه عقیدتي ټولنه ده او تر بل هر چا د مخه د دین د عالمانو خبره مني او دوی ته بشپړ درناوی هم لري. دیني عالمان کولای شي د منابرو له لارې داسې تبلیغ وکړي چې په هغو تبلیغونو کې نېغ پر نېغه د نظام ملاتړ وي، پر مخالفانو د الصلح خیر ناره وکړي او په یوه نه یوه طریقه دوی را پخلا کړي. دلته دولت ته هم په کار ده چې په دغسې ملایانو پانګونه وکړي او هم یې بشپړ ملاتړ وکړي.

د ملایانو تر څنګ د نظام د ملاتړ له‌پاره پر قومي سپين‌ږيريو او مخورو هم تمرکز په کار دی، ځکه چې افغاني ټولنه په جرګو او مرکو کې خورا تاریخي قدامت لري. دلته که هره لویه او وړه شخړه او یا د خیر فیصله را منځ ته شوې جرګو ډېر اسانه د حل لاره ورته پیدا کړې ده.
په لومړي قدم کې د دې ټولنې هر لوی او یا کوچنی فرد باید په ځان کې دا احساس را پیدا کړي چې دغه وطن زموږ وطن هم دی او پر موږ یې خدمت لازم دی، په دویم قدم کې دولت ته په کار ده چې د سپین‌ږيريو او قومي مخورو له لارې بین الافغاني مذاکراتو ته لاره پرانیزي، دولت د دوی له لارې کولای شي ځینې وړې خپه شوې ډلې را پخلا او د نظام ملاتړ ته یې وهڅوي.

مدني فعال هم باید له پامه و نه غورځول شي، دوی هم د ولس له منځه را پورته شوي او د ولس د روا هیلو د پوره کولو له‌پاره هلې ځلې کوي، دوی کولای شي چې ځوان ذهنیتونه ښه وروزی او حب الوطن حب من الایمان سپیڅلې ناره د دوی په ذهنيتونو کې تزریق کړي. نوي بلوغ ته رسېدلي ځوانان چې د ارواپوهنې په اصطلاح د طغیان او سرکشۍ په دوره کې دي، د دوی د روزلو له‌پاره باید روزنیز مرکزونه جوړ شي او یا هم په جوړو شویو روزنځایونو کې باید د دوی پر مثبتو روزلو تاکید وشي، دا خبره ځکه اړینه بولم همدوی دي چې د طغیان او سرکشي په مرحله کې دي او ډېر ژر غولول کېږي دې ټکي ته باید جدي پاملرنه وشي.

له ښه مرغه باید وویل شي چې د ښوونځیو ښوونیز نظام ته د هېوادنۍ مینې په نامه یو درسي کتاب ور زيات شوی او داسې کتابونو ته اړتيا ډېره پخوانۍ وه. دلته اړینه بولم چې د ښوونځیو مدیرانو، سر ښوونکيو او ښکونکيو ته ځانګړي ورکشاپونه جوړ شي او د هېوادنۍ مینې په ارزښت وپوهول شي او تر څنګ یې باید په مدیرانو تاکید وشي چې هر سهار د درسونو تر پیل مخکې د لاین پر سر پنځه دقیقې د هېوادنۍ مینې په اړه په خپله پر زده‌کوونکيو مقالې او شعرونه ولوستل شي، د ملي سرود زده‌کړه پر هر زده‌کوونکي یو لازمي امر وبلل شي.

مخکې مو د هېوانۍ مینې د مضمون یادونه وکړه، دغه کتاب باید په ټولو دیني مدرسو، خصوصي او دولتي پوهنتونو کې هم تدریس شي. د پوهنې ریاستونو او په ټوله کې د پوهنې وزارت ته په کار ده چې د هېوادنۍ مینې د مقاله لیکنې سیالۍ برابرې او سیالۍ ګټونکيو زده‌کوونکيو ته په یو لړ امتیازونو هم قایل شي.
د پورته کارونو په سر ته رسولو سره به مو د نظام مټې غښتلې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره به د سیالۍ ټغر برابر غوړېدلی وي.

غښتلی نظام، باامنه افغانستان

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply