/محمد روښان ښاد/پر اساسي ستونزو د ښاغلي اتمر او سعودي مقاماتو بحث

0 605

 

ښاغلی محمد حنیف اتمر د ملي یووالي حکومت له مهمو او کلیدي شخصیتونو څخه یو دی. نوموړی چې دا مهال د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار په توګه مهمه دنده په غاړه لري، د نوموړي د ستراتیژیک فکر، دقیقو پلانونو او برنامو او کوټلو ګامونو له برکته په تېرو درې کالو کې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه تر پخوا لا زیات مسلکي، غښتلي او پر وسلو او وسایلو سنبال شوي دي.

د ملي امنیت سلاکار ښاغلی اتمر که له یوې خوا د هېواد د زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو د مسلکیتوب، بې پرېتوب، تجهیز، تمویل او غښتلتیا لپاره په ملي او بین المللي کچه په هڅو بوخت دی نو بل لورته د ترهګرۍ د ځپلو، د نشه یي توکو د قاچاق د مخنیوي او د مافیایي کړیو د کمزوري کولو او له منځه وړلو لپاره هم عملي هلې ځلې کوي.

ښاغلی محمد حنیف اتمر چې د همدې اونۍ په پیل کې د سعودي د ولیعهد په رسمي بلنه د یاد هېواد پلازمېنې ریاص ته سفر وکړ، نو هلته یې له سعودي مقاماتو سره په جلا جلا کتنو کې د افغانانو د اساسي ستونزو په اړه چې د دوی ژوند او هېواد یې له ستونزو او ناامنۍ سره مخ کړی دی بحث او خبرې وکړې.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار سعودي عربستان ته د خپل سفر په دویمه ورځ د یاد هېواد د کورنیو چارو وزیر شهزاده عبدالعزیز بن سعود بن نائف بن عبدالعزیز سره له ترهګرۍ سره د ګډې او جدي مبارزې، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پر لارو چارو او بین الافغاني مذاکراتو، د نشه یي توکو د تولید او قاچاق د مخنیوي او همدارنګه په سعودي عربستان کې د افغان کارګرو او تاجرانو د شته ستونزو د هواري په اړه بحث او مذاکرات وکړل.

دا هغه لویې ستونزې دي چې افغانان ورڅخه نن سبا سخت ځورېږي او د هېواد بقا یې له سوال سره مخ کړې ده، ځکه ترهګر او مافیایي ډلې غواړي چې افغانستان په دوه سیاسي جغرافیو ووېشي، خو د افغاسنتان مېړني امنیتي او دفاعي ځواکونو هغوی ته نه یوازې د دې اجازه ورنه کړه، بلکې د ترهګرو او وسله والو مخالفینو دغه هیله یې له خاورو سره خاوړې کړه.

سعودي مقاماتو په دغو یادو برخو کې له افغانستان سره د همکاریو په اړه ښاغلي اتمر ته ډاډ ورکړ او له دې امله یې د افغانستان د خلکو او په ځانګړي ډول د امنیتي او دفاعي ځواکونو اتلولۍ وستایلې چې دوی د نړۍ او سیمې د امنیت او ثبات د تامین په موخه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه پرمخ بیایي.

افغانستان په اوسنیو جنګي شرایطو کې چې د پاکستان له لوري په تحمیل شوې جګړه کې طالب وسله والو او ترهګرو سره ښکېل دی تر بل هر وخت د سعودي عربستان همکارۍ ته زیاته اړتیا لري، ځکه سره له دې چې دغه جګړه هیڅ دیني مشروعیت او انګېزه نه لري، خو د سعودي عربستان د علماو فتوا چې لا دمخه یې څو څو ځله دغه جګړه ناروا بللې په دې برخه کې زیاته مرسته کولی او د روانه جګړه لا پیکه کولی شي.

باور دی چې سعودي عربستان ته د ښاغلي اتمر سفر به پر پاکستان او وسله والو طالبانو فشار لا ډېر کړي او هغوی به دېته اړباسي چې د جنګ پرځای له افغانستان سره د سولې او مذاکراتو لاره اختیار کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply