اېمل پیاوړی/د ملي امنیت د سلاکار سفر به پر پاکستان او طالبانو فشار نور هم زیات کړي

0 669

 

افغانستان له څه کم دوه لسیزو راهیسې د پاکستان او طالب وسله والو له لوري د تحمیل شوې جګړې له امله ځورېږي او په دغه جګړه کې زموږ ګڼو هېوادوالو خپل ژوند، د کورنۍ غړي او شتمنۍ له لاسه ورکړي، ملي تاسیسات ویجاړ شوي، د ژوند اسانتیاوې او فرصتونه یې ضایع شوي او لا هم بدمرغه جګړه او د دغې جګړې پرمخ بېونکي زموږ د هېواد او هېوادوالو د بدمرغه کولو ناوړه هڅې کوي.

بل لورته د ملي یووالي حکومت مشرتابه په دوه جلا سنګرونو کې د ترهګرۍ، طالب وسله والو او د دوی د ملاتړو پر ضد په دوه جلا سنګرونو کې د هېواد د دفاع او ساتنې برحقه مبارزه کوي. د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د برحقه مبارزې په سنګرونو کې طالب وسله والو او ترهګرو ته عملاً ماتې ورکړې او له همدې امله هغوی د مخامخ جګړې پرځای په ښارونو او عامه ځایونو کې د خلکو وژنې ته مخه کړې.

بل لورته د ملي یووالي حکومت مشرتابه د سیمې او نړۍ په کچه د طالب وسله والو، ترهګرو او د هغوی د ملاتړو پر ضد د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع جوړولو په هڅه کې دي. افغان حکومت کوښښ کوي چې پر طالب وسله والو او پاکستان هم د جګړې په ډګر کې فشار زیات کړي او هم یې په نړیواله کچه ترفشار لاندې راولي.

د ملي یووالي حکومت د مشرتابه د دغو هڅو او هلو ځلو له برکته پاکستان لا وار دمخه د امریکا، اروپا او نورو هېوادونو ترفشار لاندې دی او هغوی ورته د ترهګرۍ د پالونکي او تمویلونکي هېواد په سترګه ګوري. مګر حکومت یوازې په دغه فشار بسنه ونه کړه، بلکې غواړي چې ورځ تر بلې پر پاکستان دغه فشار زیات شي.

سعودي عربستان ته د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر سفر پر پاکستان او وسله والو طالبانو د فشار زیاتولو څرګند ثبوت دی، ځکه تر هغو چې د ترهګرۍ پټنځایونه، روزنځایونه، ملاتړي او تمویلونکې سرچینې ویجاړې او وچې نه شي، نو یوازې د مخامخ جګړې له لارې ترهګري او جګړه له منځه نشي تللی.

ښاغلي اتمر سعودي مقاماتو سره په کتنو کې یو ځل بیا هغوی ته دا خبره په ډاګه کړه چې ترهګر او طالب جنګیالي په پاکستان کې پټنځایونه لري. دوی ته روزنه او جنګي وسایل ورکول کېږي. جګړې ته لمسول کېږي او پراخ ملاتړ یې کېږي. چې د پاکستان د دغو کړنو زیان، تهدید او خطر یوازې تر افغانستان نه، بلکې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ور غېځدلی دی او که یې مخه ونه نیولی شي، نو د دغې جګړې او اور لمنې به تر لیرې هېوادونو پورې خورې شي.

ښاغلي اتمر سعودي مقامات دېته راضي او قانع کړل چې د ترهګرۍ پر ضد جدي مبارزه کې د افغانستان هر اړخیزه همکاري وکړي او هغوی دا څرګنده کړه چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د افغانستان د برحقه مبارزې ملاتړ کوي او په دې برخه کې سعودي عربستان هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

که چېرې سعودي عربستان د ترهګرۍ ضد مبارزه کې په صداقت د افغانستان تر څنګ ودرېږي، نو باور دی چې له امله به یې پر وسله والو طالبانو او پاکستان فشار نور هم زیات شي، ځکه سعودي عربستان د سیمې پر هېوادونو او په ځانګړي ډول پاکستان باندې ځانګړی اغېز لري او پاکستان به هیڅ وخت هم د سعودي عربستان ضد دریځ اختیار نه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply