پنځه کاله؛ اکثره د جنازې په زنګ له خوبه پاڅیدلی یم/سميع الله صديق

0 804

د افغاني سرې میاشتې په چوکاټ کې مې د بشري ماموریت پنځه کاله پوره شول، د دې ماموریت په اوږدو کې له سخته ترخو شېبو سره مخ شوی یم.

د افغاني سرې میاشتې ټول سروکار له مصیبت ځپلو،فقر ځپلو او له خپلو کورونو بېځایه شویو وطنوالو سره دی، له بلې خوا زما د ماموریت ډېره برخه د غزني په ولایت کې وه، چې سخت جګړو او دربدریو ځپلی ولایت دی.

زه به اکثره سهار د لمانځه پر مهال د جنازي د انتقال پر زنګ را ویښېدم او یا به د ورځې په شروع کې ضرور لومړی تلیفون د جنازې د انتقال په اړه راته کېده.

د دې مودې په اوږدو کې اکثرا له داسي حادثو سره مخ شوی یم، چې خپله مې باور نکېږي چې بشر دې له داسي حالت سره مخ شي، د انسانونو ټوټې مو د جګړې له ډګره راټولې کړې، دا زموږ لپاره مهمه نه وه چې د جګړې پر ډګر د چا جسد پروت دی، موږ د خپلې ادارې د اصولو له مخې یواځې بشریت ته خدمت کاوه، پرته لدې چې و ووایو په کومه ډله یا لوري پورې اړه لري.

داسي ورځې ډیري راغلې چې لسګونه جنازې به مو د جګړې له میدانه را اوچتې کړې، هلته به سړي ته دا احساس ډېر ښه کېده، چې جګړه څومره له وحشته ډکه ده..!جګړه څرنګه زموږ ځوانان تالا کوي او په جګړه کې زیان څوک ویني..!

هغه څه،چې زه ورسره تقریبا هره ورځ مخ شوی یم او واقعا دردولی یې یم،بلکې هر انسان باید و دردوي ، هغه دا چې سهار به د دفتر په انګړ کې لسګونه کونډې کتار ناستې وې او د خپلو اولادونو د یوې مړۍ ډوډۍ مرسته به یې غوښتله، دا خو زموږ په هیواد کې د اکثریت حال دی، خو د درد ځای دا و،چې دا کونډې به یو تعداد د جګړې د یوې غاړې د زلمو کونډې وې او بل تعداد د بلې غاړي، هغه زلمي چې یو  بل یې وژلي و،کونډې یې یوځای د مرستې لپاره په یوه انګړ کې را غونډې دي.

کله چې به مو جنازه د جګړې له ډګره انتقال کړه، د کورنیو د غړو احساس او درد به د زغم وړ نه وو، مور،پلار،ورور.. به په چیغو ژړل او موږ به د دې حالت ننداره کوله، ډېر وخت داسي شوي، چې مور او پلار به دسرې میاشتې په دفتر کې د خپل وژل شوي اولاد د جنازې انتظار کول، نو تاسو فکر وکړئ موږ هم د دې انتظار برخه و، ټول یې احساسولای شو چې دا به څرنګه حالت وي؟

زه ټولو لري پرتو سیمو ته تلم، د خپل بشرپاله ماموریت لپاره مې هر راز ستونزو ته ځان ورکړی و او د خپلې ادارې د اصولو په چوکاټ کې مې له چا ویره نه کوله، ځکه موږ خپل ټول فعالیتونه په پوره بې طرفۍ او استقلالیت سره مخته وړل، موږ د سور،شین او سپین فرق نه کاوو، یواځې د بشریت خدمت ته مو ملا تړلې وه، اکثره سیمې په داسي حالت کې وې چې په ۲۱ پیړۍ کې یې حالت د نورو سیمو د خلکو لپاره یوه افسانه کېدای شي، هلته چې اوس هم هیڅ نوعه خدمات،تعلیم،مصؤنیت…نشته، موږ همیشه دې واقعیتونو ته انعکاس ورکاوه، هر ځای چې به مو قع پیدا کړه او پوهیدو به، چې دلته کیدای شي د دې خلکو د درد د درمان لپاره څه پیدا شي دا واقعیتونه به مو روښانه کول، د تاسف ځای دا دی،چې هیڅ چا د دې خلکو په ناخوالو هغسي غوږ نه ګرول لکه څرنګه چې لازمه وه.

ما په ټولو مجلسونو کې دا خبره کوله،چې څرنګه کیدای شي له دومره امکاناتو سره موږ په یوه ولسوالۍ کې هیڅ صحي مرکز ونلرو، حتی یو نفر د صحت په چوکاټ کې په یوه ولسوالۍ کې فعالیت ونلري؟ خو هیڅ توجه چا نکوله، او بالاخره مو د افغاني سرې میاشتې په چوکاټ کې د اکثرو محرومو سیمو لپاره د یوه یوه صحي مرکز غمه وخوړه، چې د دې سیمو محرومیت ته هیڅ هم ندي، اما تر دې زیات مو له وسه څه نه کېدل.

له څلور نیمو کلونو وروسته د مرکزي سهیل لویدیځ زون د رئیس په توګه وټاکل شوم، د ادارې لزوم دید و، د خپلې رهبرۍ د اعتماد منندوی یم، زه هم خوښ وم چې دلته نسبتا ارام یم،خو دلته د ۶ هغو ولایتونو (پکتیکا، پکتیا، وردګ، لوګر، خوست او غزني) مسؤلیت را پر غاړه شو،چې وضعیت یې تر غزني ولایت کم ندی، په لومړی هفته کې مو په شپږو ولایتونو کې تر ۱۰۰ زیاتې جنازې انتقال کړې، چې دا شمېر باید هر افغان ته د تعجب او جګرخونۍ وړ وي، دا یواځې هغه جنازې دي چې زموږ لخوا انتقال شوې، زموږ د تجربې له مخي موږ د جګړې دریمه برخه جنازې انتقالوو، چې لویه برخه یې د جګړې ښکیلې خواوې په خپله له ځان سره وړي، زه د مرکزي زون اړوند ټولو ولایتونو ته ولاړم،له ولسوالیو او لري پرتو سیمو څخه مې لیدنه وکړه،د مرستو د توزیع او د رضاکارانو د ټریننګ په پروګرامونو کې مې ونډه واخیسته،په ټولو ولایتونو کې بشري حالت،جنګي بیځایه شوي،فقر او ناداري داسي حال ته رسېدلې چې له زغمه وتلې.

زه په خپله دنده افتخار کوم،چې حد اقل د خپل وس او توان په اندازه د خپلو مظلومو او جنګ ځپلو هیوادوالو خدمت کوم، خو ډېر له دې څخه مایوسه یم، چې کله هغو چارواکو او مسؤلینو ته د ساحې د دربدرۍ او ناوړه بشري حالت په اړه معلومات ورکوم چې په امنو ساحو کې په خپلو دفترونو کې ناست دي او هیڅ غوږ نه ګروي، زه تل په ساحه کې په دې فکر کوم، چې کله ستون شم نو د دې بوږنونکي حالت په اړه به ټولو چارواکو او مسؤلینو ته وایم او طبعي ده هغوۍ به یې په اړه لازم او جدي اقدامات وکړي، خو کله چې د هغوۍ له ساړه برخورد سره مخ شم زیات مایوسه شم.

زه هیله لرم، زموږ ټول هیوادوال د دې ناوړه او بدبخته حالت او زموږ د محرومو سیمو د دربدره خلکو د حالت د انعکاس او مدوا په برخه کې خپله ونډه واخلي، ترڅو د دې بیچاره او ناداره ولس په وضعیت کېش نسبي بدلون راشي.

موږ له بشري ناورین سره مخ یو، خو د لیدلو او اوریدلو څوک نه لرو.

د دې بشري ناورین په کابو کولو کې هر افغان په خپله اندازه مسؤل دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply