د طالبانو سکوت بې څه نه دی/اېمل پیاوړی

0 706

 

ملي یووالي حکومت د جوړېدو راهیسې په تېرو درې کالو کې وسله والو طالبانو ته بیا بیا د سولې بلنه ورکړې او د دې لپاره یې د بین الافغاني مذاکراتو وړاندیزونه ورته کړي دي، مګر طالبانو د حکومت د سولې ټول وړاندیزونه له کوم معقول دلیل پرته رد کړي دي.

مګر وسله والو طالبانو ته د سولې لپاره د حکومت په دا ځلي وړاندیزونو باندې طالبانو سکوت اختیار کړی دی. د طالبانو سکوت دوه ماناوې لرلی شي. لومړی دا چې طالبان په دغو وړاندیزونو رضایت او سولې ته تمایل لري او دا وړاندیزونه په ټوله مانا ورته معقول ښکاري او ورته د منلو وړ دي ، خو دوی یې د پاکستان له وېرې په وضاحت او صراحت سره د تائید جرئت نه لري. یا دا چې د طالبانو پاشلی مشرتابه په دې اړه په خپلو کې په سلا مشورو بوخت دي، تر څو د حکومت د دغو وړاندیزونو لپاره خپل رسمي دریځ اختیار او اعلان کړي.

د دوی د سکوت دویمه مانا داده چې دا ځل د حکومت د سولې وړاندیزونه دومره عالي او منطقي دي چې له طالبانو څخه یې حتی د هغو د ردولو استدلال او منطق هم اخیستی دی. طالبان د دغو وړاندیزونو ردولو ته هیڅ پلمه او دلیل نشي موندلی، ځکه حکومت دومره معقول وړاندیزونه کړي دي چې په هغه کې یې د افغانستان دښمنانو او د مفي فکر خاوندانو ته هیڅ د نیوکې او (خو) ځای نه دی پریښی.

د ولس توقع داده چې طالبان خپل سکوت مات کړي او د سولې دغه غږ او بلنې ته لبیک ووایي، سوله دیني او ملي فریضه ده چې زموږ د بې ګناه هېوادوالو د وینې تویېدو، د هېواد د وراني، بربادي او ویجاړي او ټولو بدبختیو مخه په کې نیول کېږي.

د سولې، امنیت او ثبات تامین اوس په ملي غوښتنه بدل شوی او د افغانانو ټول اړخونه، حکومت او د سولې شورا په هېواد کې د باعزته او سراسري سولې لپاره یوې ګډې اجماع ته رسېدلي دي. دغه اجماع، د اساسي قانون مطابق د هېواد د ټولو اتباعو د حقوقو په ساتنه او د ښځو په شمول د ټولو اقشارو، سیاسي او جهادي مشرانو او د اقوامو په مشارکت ولاړه ده.
د افغان ولس باور دادی چې دا ځل به طالبان د سولې په بلنه او د ولس په غوښتنه په سړو مغزو فکر وکړي او په هېواد کې د جنګ د ختمولو لپاره به د بین الافغاني مذاکراتو لاره اختیار کړي، ځکه چې بین الافغاني مذاکرات په خپله د طالبانو، حکومت، ولس او هېواد په خیر ده او افغانان دا ظرفیت او وړتیا لري چې خپلې ستونزې په خپلو منځونو کې د مذاکراتو له لارې په اساسي توګه حل او فصل کړي.
د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې بین الافغاني مذاکرات یې غوره بېلګه ده چې له مخې یې حزب اسلامي د سولې پروسې سره یو ځای شو او دا مهال په پلازمېنه کابل او د هېواد په هره برخه کې په ازادانه توګه خپل سیاسي او ټولنیز فعالیتونه ترسره کوي او هیڅوک هغوی ته د ستونزو ایجادولو جرئت نه کوي، نو که طالبان هم د سولې له لارې عادي ژوند ته راستانه شي، نو دوی به د ولس په منځ کې د هېواد د ملي ګټو او اساسي قانون په چوکاټ کې د هر ډول فعالیت اجازه ولري او هیڅوک ورته هیڅ ډول مزاحمت نشي ایجادولی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply