اوس هم د کېنيا طبيبان نه منئ؟

0 812

زموږ د ډاکټرانو په اړه خو ټول خامخا يوه يوه کيسه لري چې چا ناروغ وژلی وي، چا ناروغ تر بدو بتر کړی وي او چا بله کارنامه کړې وي، خو که د کېنيا د ډاکټرانو له حاله خبر شئ، پر خپلو هغو به شکر وکاږئ.
تازه خبر دا دی چې د کېنيا په کېنياټا روغتون کې، ډاکټرانو د ناروغ پر ځای بل سړی عمليات کړی او تر عمليات وروسته پوه شوي دي چې روغ انسان يې څېرلی دی.
ځايي رسنۍ لیکي، اوس د همدې عملیات له کبله د ډاکټرانو د څلور کسیز ټیم دندې ځنډول شوې دي.

د دې روغتون ريیس للي کوروس رسنیو ته ویلي، په یوه وخت کې دوه ناروغان روغتون ته ور وړل شوي چې د یوه یې په ماغزو کې وينه غوټه شوې وه او بل يې د معدې سوخت درلود.
ډاکټرانو له مخې سره د معدې کس پرې ايستی او سر يې ور څېرلی دی او د ماغزو ناروغ ته يې يو دوه د معدې ګولۍ ورکړې او کور ته يې لېږلی دی.

وروسته مالومه شوې چې د روغ انسان سر يې عمليات کړی او ناروغ يې کور ته لېږلی.
اوس د روغتون مشر وايي، په دې خوشحاله دی چې دواړه ناروغان ژوندي پاتې دي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply