ارګ په سياسي الزايمر اخته دی

0 710

څه باندې درې مياشتې وړاندې د بلخ د مخکېني والي استاد عطا محمد نور استعفا ومنل شوه او پر ځای يې انجنير داوود د بلخ لپاره د نوي والي په توګه مقرر شو، خو څوکۍ ور و نه سپارل شوه.
هماغه مهال مالومه شوه چې د عطا استعفا نوې نه وه، بلکې ولسمشر د عطا پر هغې استعفا لاسليک کړی دی چې څو مياشتې وړاندې يې د ضمانت په شکل ارګ ته ورکړې وه.
عطا د کرزي او غني د حکومتونو تر ټولو سرکش والي و، دی او لا هم پاتې دی.
ده نه يوازې کرزی د زړه په ناروغي اخته کړی و، بلکې ولسمشر غني ته يې په خپله سرکشي د سر په کاسه کې اوبه ورکړې؛ نو د داسې کس استعفا چې ارګ ته رسېدلې وي او په مياشتو مياشتو لاسليک نه ورباندې کېږي، له پامه لوېدلې او هېره وي، سياسي الزايمر نه دی، څه دی؟

وايي، کب چې دې هر وخت له اوبو راوکيښ تازه وي، ولس به تر دې هم حکومت ته ور تېر شي چې د خپلې خرابې حافظې له امله يې څو مياشتې د عطا پر پرته استعفا لاسليک هېر و، خو غم دا دی چې د همدې بلا وهلې ناروغي له امله د استعفا تر لاسليک وروسته له ارګه بيا هېر شول چې بايد ژر تر ژره نوی والي ولايت ته ولېږي او د زړه کيسه ختمه کړي.
څه باندې درې مياشتې کېږي چې نيم ولس ارګ ته ګوري چې څه وخت به اقدام کوي، نيم يې وارخطا دي او پاتې نورو يې د عطا تکراري او بې‌خونده ګواښونو ته غوږ نيولی چې پرله‌پسې پر حکومت وارونه کوي.

دا درې مياشتې کېږي، عطا پر ځان فرض کړې ده چې که هره ورځ نه وي، يو نه بل مازديګر خو بايد پر ټلوېزيونو د چريکي جګړه‌مار غوندې راښکاره شي، ناتار ډزې او وارونه وکړي او بيا تر بل ځل راښکارېدو پورې تري‌تم وي.
په دغو دريو مياشتو عطا داسې څرګندونې وکړې چې نه يې ځان ته څه ور پرېښودل، نه يې ارګ او بشپړ حکومت ته.
د عطا سياسي خامي لامل شوه چې څو واره يې يا په ناپامي کې يا قصداً پر حکومت داسې وارونه وکړل چې د نظام پښې ورسره رېږدي.
په سياسي الزايمر د ارګ د اخته کېدو درېيمه څپه پرون راغله او په رسنيو کې راپورونه خپاره شول چې ارګ او عطا موافقې ته سره ورسېدل.
د ارګ له منځه ځينې سرچينو رسنيو ته خوله سورۍ کړې چې معصوم ستانکزی تللی او په مزار کې يې له عطا سره خورا اوږدې خبرې کړې دي.
سرچينو ويلي چې ستانکزي د ولسمشر په فرمايش له عطا سره منلې ده چې د ولايت څوکۍ دې پرېږدي، په بدل کې به یې د انجينر داوود پر ځای يو بل داسې کس چې د عطا خوښ وي، د بلخ والي شي.

په دې سربېره ځينو سرچينو لا دا هم ويلي دي چې دوه سفارتونه، امنيه قوماندانۍ او څه نور هم عطا ته منل شوي دي چې ضد پرېږدي او د ولسمشر امر ومني.
که ارګ په الزايمر نه وای اخته، د ولسمشر هغه خبرې به يې له حافظې نه وې وتلې چې درست ولس سره يې وعدې کولې چې معاملې به نه کوي.
که په شديد الزايمر نه وای اخته، د ولسمشر د څه وخت مخکې څرګندونې به يې نه وای هېرې چې ويل يې امنيتي ادارې او د دغو ادارو د سر کسان بايد په هيڅ توګه سياسي مجلسونه او معاملې و نه کړي.
خو دا دی اوس معصوم ستانکزی لګيا دی د ولسمشر او عطا تر منځ روغه جوړه، جور امد، معاملې او خرابې شوې اړيکې ترميموي.

اول بايد هيڅ معامله نه وای شوې، که کېدای بيا خو بايد د ستانکزي په منځګړتوب بېخي نه وای شوې.
دغسې پرېکړې او حرکتونه پر حکومت د ولس باور صفر ته راټيټوي او خلک په دې باور کېږي چې ارګ که نن هر څه وايي، سبا بېرته پر همدې خپلو خبرو پښې ايښودای شي.
د دغسې پرېکړو سېلۍ د ولس ټولې هغه هيلې رژوي چې د اباد، سوکاله او پر ځان بسيا افغانستان لپاره يې په زړونو کې راټوکېدلې دي.
دغه ډول الزايمر ناروغي کمه، جرم زيات دی.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply