مولوي عبدالظاهر حقاني یې د وطن پالنې په ګناه وواژه/ اېمل پیاوړی

0 1,540

د تور پنجاب د لاسپوڅي ملا او چړي په کتاب او قاموس کې له افغان وطن سره مینه ګناه او کفر دی، ځکه چې دوی د خپل تورمخي بادار له لوري همدېته ګومارل شوي دي چې په افغانستان کې د سر او د کار سړي په نښه او بیا یې په داسې انداز ووژني، چې له نورو څخه هم د وطن پالنې مینه او جرئت واخلي.

مولوي عبدالظاهر حقاني یې پرون په جلال اباد ښار کې په همدې ګناه شهید کړ، ځکه مولوي حقاني د وطن پالنې هغه رسا غږ وو چې د تور پنجاب او د دوی د چړیانو ټولې شیطاني دسیسې یې په ټول قوت، جرئت او صراحت غندلې او رسوا کولې.

د هېواد دغه نومیالي عالم به په ټینګار امنیتي ځواکونو ته ویل چې که دوی ستاسو ملګري وژني تاسې یې هم ووژنئ، که ستاسو د ملګرو مړي سوځوي، د دوی مړي هم وسوځوئ او که قران یې په غېږ کې هم وو، خو چې ستاسو مرګ ته راغی، نو قران ځنې واخلئ، ښکل یې کړئ، خو دی په دا تندي وولئ او مرګ یې درته روا دی.

تور پنجاب او ترهګرو ډلو له مولوي عبدالظاهر حقاني څخه له دې امله وېره لرله چې د دوی شیطاني څېرې او غیر اسلامي او غیر انساني کړنې یې د الهي لارښوونو او دیني ارشاداتو په رڼا کې مردودې ګڼلې. مولوي حقاني له خپل هېواد او خلکو سره بې کچه مینه لرله، خپلو خلکو او امنیتي او دفاعي ځواکونو ته یې تل په خپلو وعظونو کې د وطن پالنې مینه تبلیغوله.

مولوي حقاني د اسلامیت، افغانیت او حقانیت برحقه غږ وو، ترهګرو او تروریستي ډلو د دغې نارې د خپ کولو او غلي کولو هڅې کولې، تېر ځل یې کورته ورپسې ترهګر او ځانمرګی ور ولېږه چې د مولوي حقاني ورور یې شهید کړ. په مرګ یې وګواښه، تهدید یې ورته وکړ، خو مولوي حقاني د وېرې او ډار سړی نه وو، هغه له وطن او خپلو خلکو سره دومره مینه لرله چې د هیڅ تهدید، مرګ او بل څه پروا یې ونه لرله، نه یې خپل رسا او د حقانیت غږ خاموش کړ.

مولوي حقاني د سلګونه او زرګونه علماو په منځ کې هغه ژبور، زړور او بادیانته عالم وو چې افغانستان ورته په اوسنیو شرایطو کې تر بل هر چا زیاته اړتیا لرله، خو درېغه چې د وطن او اسلام دښمنانو د افغانانو دغه رښتینی مدافع او د افغان وطن دغه صادق بچی شهید کړ.

ترهګرو او تروریستي ډلو مولوي حقاني شهید کړ، خو د هغه ارمانونه نشي رژولی، زموږ خلک به د مولوي عبدالظاهر حقاني خدمت، حقانیت، قدر او درناوی هېر نه کړي، دا سمه ده چې نوموړی نور زموږ په منځ کې نشته، مګر د حقاني مینه به تر پایه د رښتینو، ژمنو او واقعي افغانانو په زړونو کې وي او د ده له وعظونو او لارښوونو به د خپل ژوند او هېواد پالنې لپاره الهام اخلي او د هغوی لوی او ملي ارمانونه به پوره کوي.

موږ ټول په ګډه د ستر څښتن تعالی دربار ته د مولوي عبدالظاهر حقاني په حق کې خدای تعالی ته لاسونه لپه کوو او په عذر او دعاګانو ورڅخه د نوموړي درجې عالي او اروا یې ښاده غواړ. فردوس جنت یې ځای او یاد یې تلپاتې!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply