په پښتون خوځښت کې د پښتونخوا، افغانستان او سيمي د سولې او… / شیر حسن حسن

0 1,054

په پښتون خوځښت کې د پښتونخوا، افغانستان او سيمي د سولې او امنيت راز پروت دي

د پښتونخوا سيمه د پاکستان د حاکمو کړيو په لاس د شراچوونکو او ترورستانو د جوړولو، روزلو او پټېدلو د مرکز په نوم نړيوال شهرت ته رسېدلې ده. په رښتيا هم دغه سيمه د پاکستان له جوړيدو راهيسې اوږده کلونه د پاکستان لپاره په کشمير کې د جنګياليو د روزنې ځای و او په راوروسته څلويښتو کلونو کې د پاکستان په لاس د مجاهدينو(!)، طالبانو، القاعدې، داعشيانو او نورو ورانکارانو د روزنې، پالنې او پټېدنې ډاډمن ټاټوبی و.
د پښتونخوا ولسونه د پاکستان په لاس د جوړو شوو ترورستانو د وحشت تر ټولو لومړي قربانیان دي.
دغه ولسونه د پنجاب د حاکميت په لمن کې په قصدي ډول د مورنۍ ژبې له ليک او لوست څخه محروم او د خپل تاريخ او بډايه فرهنګ له هستۍ څخه ناخبره ساتل شوي دي.
هغه ولسونه چې د پنجابي واکمنۍ په تورتم کې يې له متمدنې نړۍ سره د متمدنو اړيکو هيله نشته.
هغه ولسونه چې نړيوال يې ترورستان او دهشتګر بولي، خو په حقيقت کې له يوې خوا د ترورستانو او له بلې خوا د پاکستاني پوځيانو د وحشت او دهشت د اور په لمبو کې سوځي.
هغه ولسونه چې د پاکستاني حاکميت له خوا له هر ډول قانوني او قضايي محاکمې پرته نيول کيږي، زندان ته اچول کيږي، وژل کيږي، کورونه يې ورانيږي او د ستر ظلم او بې عزتۍ سره مخ دي.
هغه ولسونه چې د مظلوميت او بېوسۍ رنځور اواز يې د کمزورتيا له وجې تر ګاونډيانو، سيمه والو او نړيوالو نه رسيده، اوس يې د آواز د اوريدو هيله پيدا شوه !
د پښتونخوا ځوانانو په خورا متمدن حرکت په خپله خاوره کې د سولې او آمن آواز پورته کړ. هغوي له خپلې خاورې د ترورستانو او ورانکارانو شړل غواړي.
هغوی پر پښتنو باندې د پاکستاني پوځيانو د وحشت او ظلم د سلوک ختمول غواړي. هغوي د پاکستانې پوځيانو له خوا دخپلو کورونو د ورانولو مخنيوی غواړي.
هغوی غواړي چې ورک شوي ورونه يې پيدا او خپلو کورونو ته راستانه شي.
هغوی غواړي چې د ځوانانو ځورول، وهل، ټکول او بنديانول يې بند شي.
هغوی غواړي د نورو سيالو متمدنو ملتونو په شان په سوله او امن کې د ابرومند ژوند حق تر لاسه کړي.
د پښتونخوا د ځوانانو په برحقه غوښتنه کې د پښتونخوا، افغانستان او سيمي د سولې او امنيت راز پروت دي.
افغانانو، سيمه والو او نړيوالو ته بویه چې د پښتونخوا د ځوان نسل د برحقه اواز او متمدن حرکت ملاتړ وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply