سوله که جګړه؟ / عبدالباري جهاني

0 790

نن رسنیو وویل او حکومت هم تایید کړه چي، د فاریاب ولایت د ګرزیوان په  اولسوالی کي، د غلام نبي شجاع په نوم، د جمعیت اسلامي ګوند یو قوماندان، له څه باندي سلو وسله والو ملېشو سره، له طالبانو سره ملګری سوی دی. دا ښايي په دې تقریبا اووه لسو کالو کي لومړی ځل وي چي په دومره زیات شمېر وسله وال ملېشه له طالبانو سره ملګري کېږي. د فاریاب ولایت د امنیتي وضعیت او ثبات پخوا هم چنداني مزه نه وه او اوس چي د جنګ موسم بیا په پیل کېدلو دی نو د فاریاب ولایت ته لکه چي بیا بدي ورځي ګوري.

دوې درې ورځي مخکي، د هرات پخواني خودمختار والي، اسماعیل خان طالبانه ته بلنه ورکړه چي که حکومت له هغوی سره د سولي خبري نه کوي نو جهادي مشران له هغوی سره، په افغانستان کي د اسلامي نظام د جوړولو په منظور، خبرو کولو ته تیار دي.

له دې پېښو سره جوخت، د طالبانو خبر پاڼي، د خپل نطاق ذبیح الله مجاهد له قوله، د اسماعیل خان د پېشهاد په اړه رپوټ ورکړ چي « اسلامي امارت اساسا د ټولو هغو هڅو هرکلی کوي چي د هیواد د رواني لانجې د واقعي هواری په اړه ترسره کېږي.

همدارنګه د پخوانیو جهادي تنظیمونو مشران په تېرو ۱۷ کلونو کي د اسلامي امارت مشرتابه په خپلو پیغامونو کي په کراتو په ډېر درنښت مخاطب کړي او له هغوی څخه یې غوښتي دي چي د جهاد په مقدس صف کي د خپل اولس تر څنګ ودرېږي؛ ځکه چي اشغالګر په مجموع کي افغانستان او افغانانو ته هیڅ د خیر اراده نه لري…

اوس چي اسماعیل خان د پخوانیو جهادي مشرانو په استازولی له اسلامي امارته له دوی سره  د تفاهم او خبرو په اړه د غبرګون غوښتنه کړې ده، اسلامي امارت هر هغه چاته چي د غي غمیزي چي د هیواد اشغال دی د پای ته رسېدو لپاره هلي ځلي کوي او د اشغالګرو حمایت نه کوی هغه که جهادي شخصیتونه وي او یا نور څوک، ټولو ته بلنه ورکوي چي د اسلامي امارت له سیاسي دفتر سره د تفاهم لپاره وویني تر څو په افغانستان کي د بهرني اشغال د خاتمي، اسلامي نظام د حاکمیت او سولي د لارو چارو په اړه خپل نظریات ورسره شریک کړي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی »

دا چي په دې تېرو اووه لسو کالو کي، چي افغانانو ته د سولي او پرمختګ لپاره یوه غیبي جایزه را ووتله، او زموږ مشرانو، له بده مرغه، هیڅ ګټه ورڅخه پورته نه کړه، څه باید سوي وای چي نه دي سوي او څه باید نه وای سوي چي سوي دي موږ څه نه سو ویلای. ځکه چي زموږ پر خبرو نه پخوا چا غوږ نیولی او نه به یې اوس ونیسي. د غریب ملا په آذان څوک روژه نه ماتوي.

خو وروستی وضع او زړه بوګنوکي خبرونه، چي د راتلونکو ډېرو ناوړو او بدمرغو پېښو پیلامه به وي د حکومتي مقاماتو، او پخپله د ډاکټر اشرف غني، د بې پروایی او خودخواهي محصول ده. اوسنی حکومت، د مخکني حکومت او خارجي ماهرانو او سیاسي کارپوهانو د پالیسیو او مشورو په دوام، د سولي له مسلې سره ، چي زموږ اولسونه او هیواد د ژوندي پاته کېدلو لپاره د آکسېجن په څېر اړه ورته لري، ډېر غیر مسوولانه سلوک کوي.

که ووایو چي حکومت د پیل په غوږ کي ویده دی نو دا خو ځکه د منلو خبره نه چي ، د ملي وحدت!!! له حکومت سره د سي آی اې له استخباراتي لښکر څخه نیولې د امریکا د متحدینو تر ټولو استخباراتي شبکو پوري ټول، له سهاره ترماښامه، ملګري دي؛ او له هر څه یې خبروي. نو بیا د امنیتي او سیاسي وضع د پرله پسې خرابېدلو علت څشي دی؟

تر هغه ځایه چي زه معلومات لرم، د سولي په چارو کي د افغانستان د حکومت ټول اړونده مقامات د سولي له مسلې سره هیڅ ډول ریښتونې علاقه نه لري او ټول، د سولي په نوم، له سهاره تر ماښامه په دسیسو او تشو پروپاګنډو لګیا دي.ټولي اړونده ادارې، د سولي د ټینګولو پر ځای، له یوه بل سره په رقابت لګیا دي او له سهاره تر ماښامه یوه بل ته دسیسې کوي. اولسمشر خپلو غوړه مالانو محاصره کړی دی او هره شېبه د خیریت رپوټونه ورکوي. د هغوی او نورو نازولو لپاره، چي اکثریت او حتي ټول یې په بهر کي اوسېږي، ریشتیا هم خیر او خیریت دی.

د طالبانو سره د جمعیت اسلامي د ګوند د څه باندي سلو وسله والو ملېشو یو ځای کېدل باید، د نوي کال په مناسبت، پر بد شګون ونیسو. دا ښايي د دغه راز نورو او تر دې لا د ناوړو پېښو پیلامه وي. ځکه چي د جمعیت ګونو نه د شوروي اتحاد په مقابل کي د جهاد او نه له جهاد څخه تر اوسه پوري هیڅ وخت له طالبانو سره جوړ نه وو او په سل ګونو ځله یې هډونه سره مات کړي دي. د جمعیت اسلامی تر ټولو لوی قوماندان، اسماعیل خان، چي په ګوند کي د امیر لقب او مقام لري، یو ناڅاپه ۱۸۰ درجې څرخ خوري او، په ټوله بېشرمي او سپین سترګي،  له طالبانو سره د اسلامي نظام د ټینګولو لپاره پیوستون اعلانوي. په داسي حال کي چي دی پخپله، د ده په اصطلاح، د اوسني غیر اسلامي نظام د راوستلو او ټینګولو له تر ټولو لویو قوماندانانو او عالي رتبه مقاماتو څخه وو.

په داسي حال کي چي هیواد د جنګ په اور کي سوځې او لا معلومه نه ده چي څه بدمرغه شپې ورځي او کړاوونه ورته ګوري، له اولسمشر غني سره یوازي او یوازۍ د دوهم ځل انتخابېدلو غم دی او چي هر اقدام کوي نو په نظر کي یې د اولسمشری بیا ګټل دي. کنه نو څومره د شرم خبره ده چي په ټول کندهار کي د خرقې شریفي د بدنام متولي د کورنۍ مشر مزلی مسعود اخندزاده د سولي لپاره د اولسمشر د خاص استازي په حیث ټاکي. دا بېسواده او مشهور بالفساد مزلی به، په دونه حساسه او سرنوشت ټاکونکې موضوع کي، زموږ د اولسمشر، چي ویل کېږي د نړۍ دوهم متفکر دی، څه نمایندګي وکړای سي. هغه ته خو یوازي د ناروا پیسو د پیدا کولو چل ورځي، او لږترلږه په کندهار او شاوخوا کي نه یوازي ښه نوم نه لري بلکه یو له تر ټولو بدنامو کسانو څخه دی. سړی نه پوهېږي چي زموږ نابغه اولسمشر دا بدنام سړی له کومه کړ او د کوم هدف لپاره یې مقرر کړ. دغه ډول ناروا اقدامات یوازي د ناروا اهدافو لپاره کېږي. زه یقین لرم چي اولسمشر به یې  نه پېژني او کوم نازولي سلاکار به یې د کوم ناروا هدف لپاره، د هغه د مقررولو، سلا ورکړې وي.

په داسي حال کي چي د افغانستان حکومت، که یې حکومت وبولو، د سیاست د علم او تاریخ د ټولو فارمولونو په خلاف، د دوو اولسمشرانو له خوا اداره کېږي او د هر اولسمشر واک یې په خپله دننه کي د فساد او قدرت پر بېلو بېلو څانګو وېشل سوی دی، افغانستان، له مبالغې پرته د ژوند او مرګ پر پوله ولاړ دی.

وروستیو پېښو ته باید په ساده نظر ونه کتل سي. له طالبانو سره د جمعیت اسلامي د ګوند د ملېشو یو ځای کېدل( سړی اصلا نه پوهېږي چي حکومت، له اووه لسو کالو خارجي، پوځي او مالي  مرستو وروسته، ولي لا ځان په دې غیر قانوني او بې باورو قواوو ساتي) له طالبانو سره د اسماعیل خان د احتمالي خبرو پیل کېدل او څو ورځي مخکي د غزني په ولایت کي پر بې وسلو او بې دفاع اولسي خلکو باندي د هزاره ملېشو حملې د ناوړو پېښو پیلامه ده. که د سولي، د تش په نامه عالي شورا، مشرتوب قانوني، ګیلاني او خلیلي ته سپارل کېږي، که اولسمشر د کندهار یو له تر ټولو بدنامو کسانو څخه د سولي لپاره د خپل استازي په توګه ټاکي او که اولسمشر په ارګ کي د څه باندي یوسل او پنځوس تنو سلاکارانو اکثریت د هیواد له فسادیانو او بېسوادانو څخه انتخابوي نو سړی په افغانستان کي د سولي په برخه کي د حکومت د نیتونو په باب اټکل کولای سي.

ګرانه اولسمشره! اوس هم ډېر ناوخته نه دی. مخکي له هغه چي ډېر ناوخته سي، له درانه خوبه را پاڅه. د خپل عمر په دې وروستیو شپو کي، چي نه ښه ځواني لرې او نه له ښې روغتیا څخه برخمن یې او ټول خلک خبر دي چي د څرګندي ناروغی له امله حتی په مړه ګېډه ډوډۍ هم نه سې خوړلای، د خپل بې وزلي وطن لپاره سوله او د ځان لپاره ښه نوم وګټه. ما په مخکني مضمون کي، چي زه یقین لرم تاته به نه وي رسېدلی او که درته رسېدلی وي هم به دې په لوستلو نه وي ارزولی، درته لیکلي وه چي د  افغانستان لپاره خپل ټول اقتصادي پلانونه یوې خواته پرېږده او خپله ټوله انرژي دي د سولي د ټينګولو داعیې ته متوجه کړه. د افغانستان اولسونه به دي هیڅ وخت خدمت او چوپړ هېر نه کړي. او که دي مطلب دوهم ځل اولسمشر کېدل وي نو زه په پوره باور درته ویلای سم چي په مبدان کي داسي څوک نسته چي ستا سره دي سیالي وکړای سي. بل ځل اولسمشري دي خپله ده، خو د خپل اولس پر فریاد باندي، د افغانستان د یوه ریښتوني بچي په حیث غوږ ونیسه.

و ما علینا الالبلاغ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply