پر اسلام کې څوک د فتوا حق لري؟ / مهرتاج

0 944

په اسلامي امورو او احکامو یو د ځان پوهول وي او بل هم څوک پوهول یا پرې فتوا ورکول وي. چې فتوا ورکول د هر چا کار نه دی!
خپل شرایط او اوصول لري.

که ځانونه پرې پوهول غواړو نو باید اصلو مراجعو او عالمانو ته مراجع وکړو، خو که بل پرې پوهول غواړو یا مفتوا پرې ورکوو، نو دا ډېر دروند مسولیت او درنه خبره ده، ځکه هر سور ږیری ملا شادګل نه وي!

په قران د پوهېدلو لپاره باید په علوم القران پوه ووسو، تر څو غلط یې تعیبر او تفسیر نه کړو، لکه څرنګه چې یو قاري صرف او صرف د قران حافظ وي نه مفسر او قران پوه.

په حدیثو د پوهېدلو یا پرې مفتوا ورکولو لپاره پدې څوک ځانله نه باید حدیث پوه ووایي چې فلانۍ حدیث داسې دی، تر څو هغه په اصول حدیث، اصول تخریج پوه نه اوسي او تخصص پکې ونه لري، ځکه په حدیث باندې د فتوا ورکولو مخکې باید د حدیث صحت ورته معلوم وي چې، شاذ، ضعیف او که صحیح دی!

دغه راز فقه، د فقهي احکامو څادرولو لپاره باید، فقیهه ووسي، په اصول فقه او فقهي قواعدو اول باید پوه او بیا پرې وغږيږي.

راځم اصلي موضوع ته: پرته د رهنما او استاده، هېڅوک عالم نه دی هغه که شرعي علم وي او که عصري علوم.
لکه څرنګه چې مونږ هر تش په نوم لوستي ته ډاکټر،انجنیر، اقتصاد پوه، حقوق دان او…. نشو ویلای، دغه راز هر ډاکټر په هر مرض هم نه پوهېږي ځکه هر ډاکټر په یوه ځانګړې برخه کې تخصص او کلونه لګولي وي، لکه جلدي، جراحي، داخله، اطفالو او… د هر څه متخصص بیل بیل.

فرض کړی مونږ د یو مفسر څه د یوې فقهي قاعدي په هکله پوښتنه کوو، پداسې حال کې چې هغه به ښه پرې پوهېږي، خو احتیاطن او د مسولیت له مخې به درته وایي چې که مهربانې وکړي دا سوال د کوم فقیهه نه مطرح کړې ښایي ډېر ښه جواب درکړي. دغه شان د محدث نه د تفسیر په هکله، ګر چې عالمان او پوه ټول دي.

هدف مې: هو زه بیا هم وایم چې هر سور ږیری ملا شادګل او مفتي له ځانه مه جوړوی او نه هر څوک په خپل سر د نصوصو استدلال کولای شي چې یاد اصول او تخصص ونه لري. شریعت تحقیق نه دی! شریعت ثابت دی او د اثبات لپاره مجبور یې چې له عقل و نقل نه استفاده وکړي او فتواوې دې باید په کره او ثابتو روایتونو ولاړي وي.

که غلطه وایم تاسو راڅخه خپل علم مه سپموئ هیله کوم؟!
ایا په اسلامي امرور کې هر څوک فتوا ورکولای یا د هر چا فتوې منلای شي؟

#نوټ: که رهنما او استاد ته ضرورت نه وی، اول به الله تعالی د خپل کتاب سره رسول نه رالیږلو دویم دا چې مونږ به هم ټول د یوې مخې له ځانه استادان او تنها په کتابونو اکتفا کولای چې کوم کتاب ډاکټر لوستی هغه ما هم لوستی او زه هم ډاکټر / ه یم. کوم ځانګړی نظان، شرایط او اصول به ورته نه وی.
لکه څرنګه چې شرعي علوم خپل شرایط لري.

ومن الله توفیق

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply