ولې قرآن او په احادیثو کې په ډېرو مواردو کې د فضلیت او لارښوونې نسبت نارینه ته شوی؟ / ابو خالد

0 1,038

ولې قران، او په احاديثو کې په ډېرو مواردو کې د فضیلت او لارښونې نسبت نارینه ته شوی ؟؟
ایا دا فضيلتونه او لارښونې يوازې نارینه ته خاص دي؟ که ښځې هم ورکې ونډه لري؟؟
ځواب:مفهوم د حدیث دی چې ام المومنین حضرت ام سلمہ رضی اللہ تعالیٰ عنہا یؤه ورځ د رسول اللہ صلی اللہ علیه وسلم په خدمت کې عرض وکړ چې اخر ددې څه لامل دی چې نارينه ذکر په قران کې راځي لګیا دې خو د ښځو خو ذکر هم نه کیږي؟؟
بل روایت کې داسې دي چې ام سلمه رضی الله تعالی عنها وويلې چې دا څه خبره ده چې د ښځو د هجرت یادونه الله پاک په قران کې چیرته نه کوي؟؟ ①

د ام سلمه رضی الله تعالی عنه پوښتنې نه وروسته الله پاک دا آيت نازل کړو☜ْ أَنِّى لَآ أُضِيعُ عَمَلَ عٰمِلٍ مِّنكُم مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثٰى ۖ
ژباړه: “زه ستاسي څخه د هېڅ يوه عمل نه ضايع كوم. كه نارينه وي كه ښځه، تاسي ټول ځیني د ځينو همجنس ياست. ②

چون پوښتنه د ټولو هغو فضايلو شوې وه چې مخاطبین ورکې نارینه وو، په قطعي ډؤل سره هغه ټول الله پاک ښځینه ته هم ورشامل کړل، معنی جنس ته اهمیت نشته یوازې د عمل اخلاص او مقدار ارزښت لري د رب په دربار کې، البته بعضې داسې فضایل هم شته چې هغې کې ښځې ځانګړتيا لري او یا هم نارینه.
بیا په دې ایت هم بسنه ونشوه د سورة احزاب لاندينې ایت هم نازل شو
إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمٰتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنٰتِ وَالْقٰنِتِينَ وَالْقٰنِتٰتِ وَالصّٰدِقِينَ وَالصّٰدِقٰتِ وَالصّٰبِرِينَ وَالصّٰبِرٰتِ وَالْخٰشِعِينَ وَالْخٰشِعٰتِ وَالْمُتَصَدِّقِينَ وَالْمُتَصَدِّقٰتِ وَالصّٰٓئِمِينَ وَالصّٰٓئِمٰتِ وَالْحٰفِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحٰفِظٰتِ وَالذّٰكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذّٰكِرٰتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا

بېشكه مسلمان نارينه او مسلمانې ښځې، مؤمنان نارينه او مؤمنې ښځې، امر منونكي نارينه او امر منونكي ښځي، رښتيني نارينه او رښتيني ښځي، صبر كوونكي نارينه او صبر كوونكي ښځي، د الله په وړاندي سر ټيټوونكي نارينه او سرټيټوونكې ښځې، خیرات وركوونكي نارينه او خیرات وركوونكې ښځې، روژتيان نارينه او روژ تيانې ښځې، پاک لمني نارينه او پاک لمنې ښځې او د الله ډېر ډېر يادوونكي نارينه او د الله يادوونكې ښځې، دا (لس واړه ډوله) خلك هغه كسان دي چي الله د هغو لپاره بښنه او لوی اجر تهيه کړی دى.③

” وأن تعفوا أقرب للتقوى” يا هغه څوك چي د نكاح د عقد واكمن دې له نرمۍ څخه كار واخلي (او پوره مَهر وركړي)
امام رازي د پوره ایت په تفسير كي داسې وايي :دا خطاب نارینه او ښځینه دواړو ته شامل دی .
“هذا خطاب للرجال والنساء جميعا ④

روضة الناظر کې داسې راغلي:
د الله پاک اکثره خطاب په قران کې په لفظ د تذکیر سره راغلی دی لکه :
۱ ـ يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ☜ اې مؤمنانو!!!
۲ ـ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ ☜ د پرهیزګارانو لپاره لار ښوونکی دې
۳ ـ هُدًى وَبُشْرٰى لِلْمُؤْمِنِينَ
(دغه قُرآن) د مؤمنانو لپاره لارښوونه او زيرى دی؛
په دې ټولو خطابونو کې نارینه سره ښځينه داخلې دي ⑤

شرح تنقيح الفصول للقرافي کې راغلي چې دا زموږ په نیز صحیح خبره ده چې ښځینه د نارینه په خطاب کې داخلې دي.⑥

البحر المحيط کې د ( دخول الذکور في الاناث في الخطاب )په مسأله کې داسې راغلي هېڅ شرط نه دې مذکر کیدل خطاب چې دې ذکور او اناث دواړو ته شامل دي.⑦
عامو اهل اللسان هم منلي، چې د نارینه په ذکر کې ښځینه داخلې دي.

التقرير والتحبير لیکلي: د نارینه جمع کې به ښځینه داخلولی شئ هر کله چې خطاب د نیکو اعمالو وي او دا أمر ثابت دی په لغت سره او شريعت سره قطعي او يقيني ډؤل باندي. ⑧

المحصول د ابن عربي: هغه څوک چې اراده دیو ځای کولو د نارینه او ښځینه وکړي په عبارت د الرجال سره پس دا دلالت کوي په دې خبره چې لفظ جمع چې دی شامل دی ټولو ته ⑨

همدا ډؤل لاندې حوالې هم د همدې خبرې تایید کوي چې په قران او حدیث کې که خطاب نارینه ته وي ښځینه ورکې شاملې دي
ــــ الإحكام في أصول الأحكام لابن حزم 3/80

عزتمندو ملګرو پورته ایت، حدیث او د علماء کرامو اجماع سره په دې خبره اتفاق شتون لري چې د فضایلو، او د اعمالو په اعتبار سره په خطاب کې دواړه جانبه يؤ برابر دي، مګر غوره والې به په تقوی سره وي.
پوښتنه:
څه اړتيا لېدل کېده چې خامخا دې نارینه ذکر شي؟؟ ولې ښځینه ذکر شوي نه دي؟؟
ځواب:
۱ ـ یؤه وجه دا ده چې الهی احکام له ښځینه نه زیات نارینه ته راغلي لکه جهاد بعضې اړخونه، جمعې لمونځونه، جماعت سره لمونځ، وغيره.
۲ ـ دوهمه وجه دا ده چې خطاب ځکه نارینه ته ډېر شوی چې د وحي په حالاتوكې مخاطبین اکثره نارینه و لکه سفرونو، غزواتو کې، لمونځونو کې به د حضور اکرم صلی الله علیه وسلم ګیر چاپیره نارینه موجود وو .
۳ ـ دریمه دا چې ګنو ایاتو او احاديثو کې مخاطبین ښځینه هم دي نو هېڅکله دا معنی نشوه چې نارینه دې نیوکه وکړي.

ـــــــــــــــــــــــــــــ
۱ ـ حدیث نسای، المستدرك للحاكم 7/486وغیره
۲ ـ سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 195تفسير الطبري 7/486
۳ ـ سُوۡرَةُ الاٴحزَاب : 35]
۴ ـ امام رازي تفسير 6/481
۵ ـ روضة الناظر 2/46 :
۶ ـ شرح تنقيح الفصول للقرافي ص 198 :
۷ ـ البحر المحيط للزركشي 2/ ۱۰۷
۸ ـ التقرير والتحبير لابن أمير حاج 1/211 : ”
۹ ـ المحصول لابن العربي ص 78
۱۰ ـ التبصرة في أصول الفقه للشيرازي ص 79

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply