ماما بوټان دې رنګ کړم / ابو خالد

0 686

ماما بوټان دې رنګ کړم؟
هغه غږ چې دوه کاله وروسته هم زما په غوږونو کې څرخيږي

شليدلې څپلکې له سړو چاودېدلي لاسونه، بکسه په غاړه، له ډېره ډاره چې څوک مې ونه رټي هر چاته ماما کاکا ویل، په یؤ داسې رسټورانټ کې د رزق درک کوي چې شل پسونه وریته او کړاهي کیږي، وړوکې ورور یې څنګ کې رغړي، کله د خور په ټیکري کې سر ننباسي، کله شاته مخ پټ کړي د ماشوم خو په پخو هېڅ هم نه و، کومې ډلی ته چې ودريږي ماشوم یې د غوښو ډېري ته پام شي، خو زړۀ کې بیرته ځان ته صبر ورکوي بل لور ته مخ واړوي (زما په اند داسې ډاډ ځان ته ورکوي) چې ځه خیر ده چې مور مې غوښه ونه خوري زه یې هم باید ونه خورم، جالبه لا دا وه چې دغه وړه ګلالۍ بیا هم په سر پټولو دومره کلکه وه چې يؤ ويښته یې هم نه ښکارېدو، حال دا چې ددی فرښتې عمر ټول ۵ کاله شا او خوا و، وه خدایه ژړا راځي خو له شرمه ژاړم نه، اخر مې ورته غږ وکړ
لوری دا د شپی ناوخته وګوره او تۀ او دا وړوکې ماشوم دلته څه کوي؟؟
ماما زه چې دوه سوه روپۍ برابرې نه کړم کور ته نشم تلای
ما ویل ولی؟؟
ماما پلار مې ګوردې ختمې دي په کټ پروت دی، زه چې دوه سوه برابرې کړم پنځه ډوډۍ واخلم او لږ چای او بوره پاتی سل مې مور د پلار دوا ته وساتي .

پوره دوه کاله مخکې بهسودو پل

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply