د پښتون ژغورنې پاڅوړ په لر او بر کې تاثیر غوړولی / اباسین بریال

0 796

د پښتون ژغورنې پاڅون په لر او بر کې په ځوان او زاړه بې غرضه نسل کې سا پو کړې. هر چېرې چې ګورې په حل لارو فکر کېږي، د خپل درک په اندازه د ستونزو عواملو ته یې خلک متوجه کړي، هر وګړی د خپل چاپېریال ظالم او دېکتاتور د پاکستاني استخباراتو، د ظالمو پوځيانو او طالبانو په څېره کې ګوري او د راپرځولو په لارو یې سوچ کوي.
د پاڅونوالو د ویناوالو هره جمله د استکبار د ډوبولو یو معقول پيغام لېږدوي، هر شعار یې په ظلم اباد شوی دېوال لړزوي.
پاڅونوال دومره سنجیده بیانونه کوي دداسې کره معلوماتو او واقعاتو پر استناد خبره کوي چې له مقابل لوري سره ځواب نشته.
له دې پاڅون ډېر څه زده کېدای شي، حوصله، سنجیدګي، د خلکو تشویق، ځوانه موثره رهبري، د لاریونونو انتظام او په کتار کې منظم تګ…..
دې پاڅون په لر او بر کې تاثیر غوړولی،ما په تېرو لسو ورځو کې له هر ملګري سره چې ناسته کړې د خبرو پيل یې همدا دی، چې له دوی سره څه مرسته کولای شو؟ خپلې خواته څه کولای شو؟
ټول پوهېږي چې که د طالب په بڼه را مخ دي، که دداعش، که د مافیا، که د نشي توکو د سوداګرو، که دجاسوسانو او که د دین د ټېکه دارانو، لکه د ژرندې د اوبو سرکو یې یوه ده پاکستان پاکستان.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply