تېر کال د روسیې جنګي بیړۍ د سویډن اوبو ته بغیر له اجازې راننوتلې / سرور ستانکزی

0 709

تیر کال د روسیي د اوبو جنګي بیړۍ د سویډن یوې جزیرې ته له اجازې پرته راداخله شوه او ګزمه یې ووهله. یو ځل بیا همدا ډول د روسیې دوه جنګي جیټ طیارې د سویډن هوایي حریم ته راداخلې شوې او ګزمې یې ووهلې، خو د سویډن حکومت له ویرې هیڅ نظامي غبرګون ونښود. بیا وروسته په سویډن کې ډېر سیاسي بحثونه وشول، یوه ورځ زمونږ په کلاس کې هم پر همدې هکله د همنصفیانو او استاد ترمینځ بحث وشو، استاد پوښتنه وکړه او زما هر یو سویډني همصنفي جلا جلا خپل نظر وړاندې کړ، یقین وکړئ، چې زما د ټولو همصنفیانو (جینکۍ + هلکان) نظر دا وو، که چیرې روسیه پر سویډن د حملې تصمیم لري، مونږ باید مقاومت ونکړو، هغوی زورور دي او مونږ هسې خرابوي، دا تر ټولو ښه ده، چې وطن ور پریږدو، جنګ دې نکوي او مونږ دې نه وژني، نور چې څه مو زړه وي هغه وکړئ.
زما فوراً په زړه کې تیر شول، چې که دا بحث د افغان زده کړیالانو ترمینځ د افغانستان په هکله شوی وای، زه مطمئین یم، چې اکثریت وګړو د جنګ د مقاومت نظریه وړاندې کوله.
هدف دادی، چې مونږ د نړۍ تر ډېرو ملتونو پیاوړی او زړور ملت یو، پر آسانه خپل حق څخه نه تیریږو، خو زمونږ د نه پرمختګ لامل یوازې د اکثریت بې تعلیمه وګړو شتون دی، زمونږ دښمن همېش د هغوی له ناپوهۍ ناوړه ګټه اخیستلې او د وطن پر ضد یې استعمال کړي، له غازي امان الله خان را پدیخوا په ډېر مهارت همدې لپاره لار هواره شوه، چې مونږ له مکتبونو څخه لیرې وساتي، د زده کړو پر ضد ډېر منفي تبلیغات شروع شول، چا کفري، چا څه او چا څه ویل، دا کار دښمن پر ډېر مهارت ترسره کړ او تر ډېره حده بریالی هم شو.
زه وایم؛ که همدا اوس هم تعلیم ته توجه وکړو او اوسنی ناپوه اکثریت پر پوه اکثریت تبدیل کړو. زه باوري یم، چې یو ځل بیا د نړۍ امپراتوري نیولی شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply