شوي /دعوت میډیا ۲۴د افغانستان په شمال کې بیلابېل هوایي بریدونه

0 782

د افغانستان په شمال فاریاب ولایت کې د بېلا بېلو هوایي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۷ تنه وسله وال وژل شوي.

د وسله والو پر وړاندې تازه هوایي بریدونه د پشتون کوټ او اندخوی ولسوالیو پۀ مربوطاتو کې ترسره شوي.
د اندخوی پۀ مربوطاتو کې د افغان هوایي ځواکونو د هوایي بریدونو پۀ ترڅ کې لږ تر لږه درې تنه وسله وال وژل شوي او پنځۀ نور ټپیان دي.
دغه بریدونه د MD-530 ډوله الوتکو پۀوسیله ترسره شوي او پۀ ترڅ کې د وسله والو یو شمېر وسلې او مهمات هم لمنځه تللي دي.

بلخوا، افغان هوایي ځواکونو د پشتون کوټ ولسوالۍ پۀ مربوطاتو کې هوایي بریدونه ترسره کړل، چې پۀ ترڅ کې یې ۲۴ وسله وال وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي. پۀ دغو هوایي بریدونو کې د طالبانو دوه مستحکم ځایونه هم ویجاړ شوي.
دا په داسې حال کې ده چې د شمال په ځینو نا امنو ولایتونو کې د ترهګرو او وسله والو پر ضد عملیات او هوایي بریدونه دوام لري.
شاهین قول اردو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply