زمونږ دښمن زمونږ د خوښیو دښمن دی ! / سپین سهار

0 770

افغانانو له تیرو څلویښت کلونو راهیسي خپل ژوند په جګړه کې پیل کړی دی او هره ورځ جګړه له دوۍ څخه خوښۍ او هرڅه اخلي او ډیر کم داسي پیدا کېږي چې دوۍ دي دخوښۍ ورځې ولرې ، په ورستیو کلونو کې کرکټ چې دملي یو والي یو سمبول دی هره روځ دافغانانو په شونډو مسکا خپروي او هره لوبه چې په نړیوال سټیج ګټې نه یوازي داچې دافغانستان بیرغ رپوي بلکې دافغانانو په شونډو مسکا هم خپروي ددي ترڅنګ دا لوبه نړۍ ته یو پیغام ورکوې او هغه پيغام دافغانانو دوړتیاوو او دافغانانو دسولي پيغام دی چې افغانان جنګ خوښې نه دی بلکې په سوله او زغم باور لري او افغانان دا استعداد لري چې کولې شې دخپل هېواد دنوم ځلولو لپاره په نړیوالو ډګرونو کې په دوستانه فضا کې نړیوالو ته په ماتې ورکولو سره خپل استعدادونه په هر ډګر کې وښایې .

تیره ورځ هم مونږ دهمداسي یوې صحني شاهدان وو دافغانستان دکرکټ دملې ټیم وتل نړیوال جام ته او هغه هم په داسي شکل چې لوبډلمشر په ټپې حالت کې دلوبي ډګر ته راکیوزي او داسي لوبه کوې چې څوک یې تصور هم نشي کولې خو یوازي وایې چې دهېواد مینې راڅخه ددرونه هیر کړې وه او دا هغه صحنه وه چې په کور دننه او بهر افغانان دافغانستان دکرکټ دملې ټیم بریا لپاره لاس په دعا وه او دا یې د خپل هېواد لپاره تاریخې شیبه ګنله او هیله یې ښودله چې افغانان به یو ځل بیا نړیوال جام ته په وتلو سره تاریخ ژوندي کوي او نړیوالو ته به دسولی او ورور ولۍ پیغام ورکوې چې همداسي هم وشول او افغانانو وکولی شول چې نړیوال جام ته لاره پیدا کړې .

خو په همدي وخت کې چې خلکو دا بریا لمانځله او هره خوا خوشالیاني وی دافغانستان دښمن داسلام په جامه کې داسي کار وکړ چې تاریخ او بشریت به یې هیڅکله هیر نه کړي او نه به هم هیڅکله ددي وحشت دا تور لوګې له خپل ذهن څخه وباسي او نه به هم دهغه کوچنې چغې چې پلار او ورور یې شهیدان شول څوک له خپل ذهن څخه پاکې کړي ، دا بده وحشیانه پيښه په هلمند ولایت کې په داسي حالت کې رامنځ ته شوه چې یو وحشي ځناور د هغه لوبغالي مخ ته ځآن وچاودلو چې هلته سیمه ایزه دغیږ نیونی لوبه روانه وه او په دي وخت کې خلک له لوبغالي راروان وه دي خلکو یوازي همدومره ګناه درولوده چې له یوې خوا دخپلو چاودو شونډو باندې په دغې لوبغالې کې لږه مسکا خپره کړي او له بله پلوه یې کرکټ اتلانو په نړیوال سټیج باندي ددوۍ استازیتوب په داسي حالت کې کړي وو چې چایې هم فکر نه شو کولې نو دي وحشي ونشو کړلي چې دخلکو دا مسکا ووینې او په ډیر وحشیانه توګه یې د عامو خلکو چې هلته هیڅ نوعه نظامي تاسیاسات او ځواکونه نه وه ځان ته انفجار ورکړ او زمونږ په لسګونو افغانان چې په هغې کې سپین ږیري او ماشومان هم شامل وه په وینو لت پت کړل او هغه خویندي او میندي یې هم په ویر کینولي چا چې یوازي یو زوی او ورور درلود او دهغه د ثمري لپاره یې شیبي شمارلې خو دي ناځوانانو په وحشیانه توګه هغه هم په شهادت ورسولو او د هیڅ مور او پلار داوښکو خیال یې ونه ساتلو او یوازي یې خپل بادار ته خپله وفاداري څرګنده کړه او هغه یې خوشاله کړلو چې دادی ستا دخوشالۍ لپاره ما لسګونه افغانان بیا وژړول او هغه مسکا مې تري واخستله کومه چې دوۍ دکرکټ دبریا لپاره په شونډو خپره کړي وه او ددي ترڅنګ مې هغه هیلې هم ددوۍ مړاوي کړلي چې دوۍ یې دخپل هېواد  دروښانه سبا لپاره لري ځکه که یو افغان په نړیوال سټیج باندی افتخار ګټې نو بل وحشي بیا راځي ځان ته چاودنه ورکوي نو له دي مالوميږی چې زمونږ دښمن دا جګړه داسلام لپاره نه ده پيل کړي بلکې یوازي یې دافغانانو څخه دخوښیو اخستلو لپاره پيل کړي ده او ددوۍ موخه داده چې افغانان باید په خپلو چاودلو شونډو مسکا ونلري بلکې هر وخت دوۍ وژاړی او یوازي ددوۍ د بادار ارمانونه پوره شي .

نو اوس افغانانو ته په کار دی چې ځانونه چمتو کړي او دیو ملت په توګه باندي دي وحشي ځناور پرضد  مبارزه وکړې ترڅو هېواد مو له ستونزو ژغورل شوی وی او مونږ هم نور په انتحاري او بمې چاودنو کې مړه نه شو .

دیو سوکاله افغانستان په هیله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply