ملي دفاع وزارت کې د فساد ضد مبارزه

0 657

 

محمد بشیر یوسفزوی

Q

فساد هغه بدنامه اومنفوره پديده چې له بده مرغه په تېرو ۱۵ کلونو کې د افغانستان نوم ورسره تړل شوی وو، ځکه د پراخ اداري فساد له امله اکثره ادارې نه یوازې فاسدې بلکې فلج شوې هم وې، چې د ادارو منابع او مرسته شوې پیسې د موثر لګولو پرځای شخصي جیبونو ته تلې او حیف او میل کېدې.
د ملي یووالي حکومت له جوړېدو دمخه زیات فساد په امنیتي او دفاعي سکتور او ارګانونو کې وو، ځکه د نړیوالو مرستو زیاته برخه همدغو بنسټونو ته ځانګړې شوې وې. په تېرو درې کالو کې د ادارو د اصلاح کولو او فساد ضد مبارزې په برخه کې د ملي یووالي حکومت د عملي کوښښونو له برکته افغانستان ښه پرمختګونه او لاسته راوړنې لرلې چې په ملي او بین المللي کچه محسوس وې.
د ملي یووالي حکومت جوړېدو له لومړیو څخه جمهوررئیس غني ملي دفاع وزارت کې اصلاحاتو ته ډېر پام وکړ، ځکه چې اداري او مالي فساد د امنیتي او دفاعي ځواکونود روحیې د کمزوري کولو او د دوی د تلفاتو د زیاتوالي اصلي لامل وو.
جمهوررئیس امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د روحیې او انګېزې ورکولو او د دوی د وړتیاو او روزنې د لوړېدو او تلفاتو د مخنیوي په موخه په ملي دفاع وزارت کې د اصلاحاتو برخې ته پاملرنه وکړه، ځکه د دوی وضعیت په هېواد کې د امنیت په ښه والي مستقیم اغېز درلود.
په امنيتي سکتور کې د فساد کمول او د هغه د ناوړو پایلود مخنیوی لپاره، په تېرو درې کلونو کې د ملي دفاع وزارت په قراردادونو کې د اداري فساد د کمولو لپاره پراخې هڅې شوي او حکومت پدې برخه کې مهمې لاسته راوړنې لري، ځکه د سرتېرو اعاشه، خواړه او درمل تر پخوا د کمیت او کیفیت له پلوه ښه شوي دي.
ملي دفاع وزارت کې د اصلاحاتو بهیر د لا چټکتیا په موخه د دغه وزارت په مشرۍ”د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عالي بورډ” جوړ کړ. د فساد پروړاندې د مبارزې کمېسیون او نورې کمېټې جوړې شوې، د بېلګې په توګه د اداري فساد قضایاو تعقیب او تفتیش کمېټه، چې د فساد پروړاندې مبارزه کې یې لاندې لاسته راوړنې درلودې:
په تېرو درې کلونو کې له وظیفوي صلاحیتونو څخه ناوړه استفاده، رشوت، د اسنادو جعل او اختلاس ۱۲۵ دوسيې له مقدماتي ارزونې وروسته اداري فساد سره د مبارزې څارنوالیو او د لوی څارنوالۍ د درندو جرمونو عدلي او قضایي مرکز ته سپارل شوې دي. همدارنګه د ځینو جنرالانو دوسيې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عالي ادارې ته لیږدول شوې دي.
په قضايي او عدلي ادارو کې د فساد قضیو تعقیب سیستم منځته راغلی دی، ترڅو ټولې قضیې په عدلي او قضایي ادارو کې په منظم ډول تعقیب شي. اداري فساد سره د مبارزې او تعقیب خپلواکه کمېټه او د فساد پر وړاندې د مبارزې کمېسیون په ۱۳۹۴ کال کې د اداري فساد پرضد د مبارزې عالي اداره جوړه شوه او د مدني ټولنې بنسټونوسره ښې کاري اړیکې رامنځ ته شوې دي. اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د ملي دفاع وزارت او د لوی څارنوالۍ ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شوی.
د دې ترڅنګ د ملي دفاع وزارت په قراردادونو کې پام وړ شفافیت او اصلاحات رامنځته شوي دي. د ملي دفاع وزارت رهبري ځوانه او مسلکي شوې، د مکافاتو او مجازاتو اصل تطبیق شوی، د امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیاوې تر پخوا ښې شوې، په عصري وسایلو او وسلو سنبال شوي او له همدې امله د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په عالي مورال د دښمن پر وړاندې جنګېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply