د کابل پرلت هیلې او غوښتنې / جلال امرخیل

0 1,039

کابل پرلت- هیلې او غوښتنې

د کابل په پرلت له ناځوانه بمي برید پس چې هلته ګڼ دوستان زخمیان شول، یو ځوان د زاهد الدین په نوم شهید هم شو.

زاهدالدین چې د ملیونونو نورو افغانانو په څیر یو د غربت او بې وسۍ ژوند یې درلود، پلار یې د کابل په پولچرخي زندان کې له کلونو بې سرنوشته بندیوان دی، زاهدالدین چې تر دا مهاله نه کوم سیاسي فعال و نه مدني، نه یې د لیکوالو او قلموالو په منځ کې چا نوم اوریدلی و، نه یې پیژنده، نه هم په سوشل میدیا کې د ده د فعالیت کومه نښه شته، کابل ته یوازې د خپل پلار د خلاصون یا هغه ته د عدالت غوښتنې په موخه له پکتیا راغلی و.

شهید زاهد الدین د کابل پرلت ته په دې انګیزه ورغلی و چې د کابل پرلت به هم لکه د پښتونخوا د منظور پشتین په رهبرۍ د پښتنو د پرلت په څیر ځنې ښکاره او صریح اهداف لري او لکه د منظور پشتین د پښتون ژغورنې د حرکت په څیر به د حکومت له لورې د بیګناه نیول شویو پښتنو د خلاصون یا هم عدالت ته د وړاندې کولو هدف لري، پښتنو ته به د ژوند او عدالت غوښتونکي وي.

منظور پشتین چې د حکومتي ظلم پرخلاف راپاڅیدلی او د ولسي وګړو د ورکیدو، بې عدالته د حکومت له لورې د وژل کیدو او بندي کیدو یو اوږد نوملړ ورسره دی، غواړي چې حکومت یې غوښتنې ومني او دا ورک شوي وګړي راپیدا، عدالت او محکمو ته حاضر کړي او د بې محکمو وژنو د څیړنې لپاره یوه بې طرفه کمیټه کینول شي. زاهد شهید هم ممکن له همدې انګیزې په تاثر د کابل د پرلت تر خیمې ځان رسولی وي، چې د خپل بندي پلار ثبت نام ورسره وکړي، خو د مرحوم زاهد له شهادته پس نه یوازې د کابل د پرلت ملګري په دې اړه کوم اقدام ته زړه ښه کوي، بلکې د زاهد شهید له پاکې وینې سره یې دا جفا هم وکړه چې د هغه د پلار د بندي کیدو خبره یې تر اوسه رسنیزه نه کړه، یو عمده علت یې دا کیدی شي چې د کابل د پرلت ځینې زمامدارن هیڅ داسې خبرې او اقدام ته زړه نه ښه کوي چې حکومت یا نظام تر انتقاد لاندې راشي، ګنې په کار خو دا وه چې د شهید زاهد د شهادت له خبر سره د دې ترهګریز برید د غندنې تر څنګ د هغه مرحوم په هویت کې دا خبره هم ضمیمه شوې وای، چې پلار یې د حکومت په زندان کې بې سرنوشته پروت دی. که څه هم د مالوماتو له مخې د شهید زاهدالدین پلار د شخصي شخړو په سر زنداني دی، خو په قضايي ارګانونو کې د فساد په اړه یې کافي بحث ته لار پرانستی شوه.

نه یوازې د دې خبرې پټول، بلکې د شهید زاهد د جنازې لپاره د پرلت دوستانو دومره هڅه هم و نه کړه چې له حکومتي چارواکو سره په اړیکه کې شي او لږ تر لږه د خپل شهید زوی د وروستي دیدار لپاره د هغه پلار له زندانه د موقت وخت لپاره په ضمانت راوباسي، یا یې د زوی د وروستي دیدار لپاره په زندان کې ورته څه زمینه سازي وکړي.

تر دا مهاله د کابل پرلت زمامداران پرته له دې چې د پښتونخوا د منظور پشتین د حق غوښتنې له تحریکه شعاري ملاتړ کوي، نور په خپل هیواد کې د پښتون یا هم په ټوله کې د افغان د ژغورنې لپاره کومه روښانه اجنډا نه لري، نه یې غوښتنې تر اوسه مالومې دي، نه یې د غوښتنو د ترلاسه کولو لار.

تیره ورځ د کابل پرلت یو تن فعال قلموال اباسین بریال ګیله لیکلې وه، چې پښتانه نه ګوندونو ته راځي، نه احتجاج کوي، نه په پرلت کې شرکت کوي، نه یې ملاتړ کوي، ښاغلي بریال ته بویه چې له ګیلې دمخه د دې هر څه په علت پسې ژور فکر وکړي، افغانان د امریکا په مشرۍ او ګټه د سیمیزو هیوادونو د نیابتي جګړې قربانیان دي، د طالب او امریکې د جنګ په انډوخر کې هره ورځ وژل کیږي، بې عزته کیږي او په دوامداره توګه تر روحي شکنجو لاندې دي، خو د کابل پرلت اکثریت دوستان، نه یوازې دا چې د امریکا د یرغل او په افغانستان کې د دوی په اوږدمهاله پاتې کیدو بحث کولی شي، یا بحث کوي، بلکې هغه افغانان چې دا ډول څګنزن بحثونه کوي، دوی په کراتو کراتو د طالب، پاکستاني او پنجابي د اجنټ په نوم بدنام کړي دي.

نږدې دولس کاله دمخه چې د ودان افغانستان په نوم د سیاسي ګوند بنسټګر عبدالغفور لیوال د ( دریمه لار ) تر سرلیک لاندې د افغان انسان د ژغورنې کومې تحلیلي لیکنې شروع کړې، زما په شمول د ګڼو ځوانانو هیلې راوټوکیدې چې ګویا دریمه لار به د امریکا او طالب د شریک انډوخر پرخلاف یوه دریمه لار وي چې ګویا لیوال صیب به کولی شي د ولسونو د انسجام په پایله کې به دا وطن د دې دواړو ډلو له شره وژغورلی شي، ګنې د ( دریمه لار ) د انتخاب مطلب نور څه و؟ خو هغه مهال دوه لارې وې، یوه لار د طالب او حمایتګرو یې، دویمه لار د امریکا او د امریکا په واکدارۍ او سرپرستۍ د شته نظام. د دې دوه لارو ترمنځ د دریمې لارې جوړول واقعاً د ولس په طرف او د ولس په مرسته له دې دواړو خواو د خلاصون او نجات لار وه، چې بدبختانه د هغو ټولو ارمانونو رامنسجمول او تنظیمول د یوه سیاسي ګوند په رامنځته کیدو، خپلو ګوندي دوستانو په موقفونو او شخصیت سازۍ پای ته ورسیدل.
نه بیا تر ننه دریمه لار روښانه شوه، چې څه ته وايي، نه څلورمه لار.

دا ډول د همدې پرلت ځینو اوسنیو فعالانو نږدې پنځه کاله دمخه په غزني کې د اربکیانو امریکايي پروژې ته د ولسي پاڅون عنوانونه ورکړل، تر وال سټریټ ژورنال او نیویارک ټایمز پورې یې مطبوعاتي پیکیج ورکړ، له قلمونو یې د اور بڅري بادول، له ټولو تاریخي جذباتي او احساساتي الفاظو یې ګټه اخسته چې دا پاڅون یو بې طرفه ولسي پاڅون وښيي، چې نه په هغه سیمه کې طالب مني، نه امریکايي، بلکې د یوه مکمل ولسي خوځښت شکل دی او تر پایه به د ولس په اراده او تکیه مخ ته ځي، لا یې کال نیم نه و پوره چې خبره ورپسې رشوا، چې نوموړې پروژه د سي ایې ای پروژه وه او د اسدالله خالد په وسیله یې په سیمه کې د یوې بلې سرطاني دانې کرهل غوښتل، چې همداسې و هم شول، موږ تاسې ټولو ولیدل چې نوموړي پاڅونوال په ترتیب سره د اربکي ملیشو لیکو ته ورجذب شول او له هماغه ځایه په ټول هیواد کې د اربکیانو په نوم یوه ملیشه رامنځته شوه. چې زیان او شر یې ټول ولس تجربه کړ، تر دې پورې چې د همدې غزني اربکیانو زموږ د لیکوال ملګري د کورنۍ یو غړی برمته کړ او بیا یې د یو موټر په غوښتلو بیرته ورخوشې کړ. ( د هماغه لیکوال چې همدې اربکیانو ته یې د ملي پاڅوانوالو په القابو او ستاینه د قلم ټول عفت تر پښو لاندې کړی و).

د انتخاباتي کمپاینونو پرمهال خو به زموږ ستاسې ټولو په یاد وي، چې د قبایلو وزارت په غوښتنه د پښتونستان، پښتونخوا او ازادۍ تر عنوانونو لاندې څومره مسلسلې او پرلپسې غونډې کیدې، ارماني ځوانان به ورته راغوښتل کیدل او بلاخره د یوې لویې کتلې ځوانانو انسجام په دې تمام شو چې په اکرم خپلواک وپلورل شول او په انتخاباتي ټکټونو کې یې تله ورباندې درنه شوه، بله هیڅ نتیجه او ګټه یې ولس ته و نه رسیده. د هغو خلکو په انسجام کې هم د همدې لیکوالې طبقې لاس و، چې اوس د پرلت په خیمه کې کښته پورته کیږي.

قلم رسالت دی او د رسالت ترسره کول ساده خبره نه ده، که د لیکوالې طبقې له لورې د اورنیو او جذباتي الفاظو په مټ بیا خلک د ژغورنې، عدالت، سولې او ازادۍ د ارزښتونو د پاللو په نوم راغونډول کیږي او بیا لکه د تیر په څیر یا د سیاسیونو د اشتهار او شوبز لپاره استعمالیږي، یا په استخباراتي کړیو او سفارتونه پلورل کیږي او څو تنه ورباندې امتیاز اخلي، قرباني یې د زاهد شهید په څیر ولسي وګړي خو ګټې یې هماغو فرعونانو ته رسیږي، چې زموږ په خیمو کې یې پرخلاف بینرونه لګیدلې وي، نو په دې یقین ولرئ، چې د انسجام او یو غږ کیدو په نوم به ګوند، احتجاج او پرلت څه چې فرهنګي غونډو ته هم د دې وګړو راویستل صفر شي، خو که د یوه سپیڅلي هدف، د ولس د رښتینې نجات لپاره په هماغه ډوله رښتینې مبارزه وشي، لکه څنګه چې منظور پشتین ورباندې لګیا دی، باور لرم چې ټول ولس مو ملاتړ ته راوځي.

همدا مهال د افغانستان په هلمند ولایت کې هم د ولسي وګړو پرلت روان دی، د هلمند د پرلت د محبوبیت یو راز په دې کې دی چې غوښتنه یې صریح، روښانه او ولسي ده، دوی په یوه خوله هم له طالبه او هم له امریکا د جګړې د بندولو او د سولې غوښتنه کوي، په طرف کې نه واقع کیږي او د خپلې غوښتنې لپاره یې وروستي قدمونه اخستل هم سنجولي او واضحه کړي، چې د موسی کلا ولسوالۍ او ممکن په هلمند کې تر کوم امریکايي بیسه د ورتګ قدمونه یې یادولی شوو. کټ مټ هماغه ډول چې منظور پشتین د ولس له منځه راجیګ شو، هم یې طالبي وحشت او ظلم وغنده هم یې حکومتي او نظامي اجرتي قاتلان له ګریوانه ونیول.

زموږ ستونزه یو طرفه نه ده، چې د کابل د پرلت دوستان مو په یو طرف ټینګار کوي، نه یې په غندلو سرپه کوي، نه یې په سپکولو، نه په طعنو نه په پیغورونو، خو د بل طرف په اړه خبره کدرې هم نه کوي، که زموږ ستونزه یو طرفه وای ولس به وختي لا په یو طرف کې واقع شوی وای، زموږ ستونزه، شخړه یا جګړه فی الحال دوه ښکیلې غاړې لري، چې دواړه ښکیلې غاړې نه په قطر کې، نه په اسلام اباد کې، نه په واشنګټن او مسکو یا لندن کې زموږ شخړه هوارولی شي، بلکې په همدې موسی کلا، خانشین، کونړ، کندوز او د وطن په ګوټ ګوټ کې به دواړو لوریو ته ځولۍ غوړوو، له دواړو غاړو به هممهاله د ولسونو په مټ غواړو چې جګړه بنده کړي، وحشت بند کړي او ولس پریږدي چې د ارام ساه واخلي. همدا د نجات لار ده او همدا دریمه لار ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply